افغانستان

ټرمپ د افغانستان د جګړې «جنګي مجرمین» بښي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غوایی، ۳۰ ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» پلان لري، ټول هغه امریکايي فوځيان وبښي چې په عراق او افغانستان کې د ماموریت په مهال په بشري جنایتونو او جنګي جرمونو تورن شوي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دوو امریکايي چارواکو له خولې لیکلي چې د ټرمپ ادارې په دې وروستیو کې د تورنو فوځیانو د بښنې هڅې ګړندی کړي.
یاد چارواکي زیاتوي ټرمپ پلان لري څو د وژل شویو فوځيانو د «بیا یادونې» په ورځ باندې دې جنګي مجرمینو ته بښنه وکړي.
ویل کېږی په یادو جنګي مجرمینو کې چې ټرمپ یې د بښلو پلان لري، د لسګونو عامو عراقیانو په وژنه تورن د «بلیک واټر» امنیتي کمپنۍ یو قراردادي دی، د ګلستین په نوم یو امریکايي فوځي چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې یې ولسي افغانان وژلي او د «مرین» ځواکونو یوه ډله چې د جګړې په ډګر کې یې د وژل شویو طالب سرتېرو په جسدونو باندې د متیازو کولو تور ورباندې دی، شامل دي.
یاده دې وي د ټرمپ اداره داسې مهال د امریکايي جنګي مجرمینو د بښنې هوډ څرګندوي چې تر دې وړاندې یې هم د «جنګي جرمونو د نړیوالي محکمې» د څېړنو مخه نیولې وه او یادې محکمې ته یې ګواښ کړی وو که چېرې په افغانستان کې د «امریکايي» سرتېرو جرمونه وپلټي، متحده ایالات به یې مالي سرچینې کنګل کړي او تر څار لاندې به یې ونیسي.
له دې سره سره امریکا په داسې وخت کې په اشغال شویو سیمو کې د خپلو عسکرو د جنګي جرمونو د پټولو هڅې کوي چې هر کال په زرګونه عام خلګ ددې عسکرو د بریدونو قربانې کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x