طالبان: رسنۍ د ولس په وړاندې روان «وحشت» ته پوښښ نه ورکوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غوایی، ۳۰ ۱۳۹۸ل): طالبان وایي « رسنۍ د ولس په وړاندې شوي ظلم او وحشت ته پوښښ نه ورکوي او تر ډېره هغو په هغو رسنیزو پېښو تمرکز کوي چې حکومت یې ادعا کړې وي».

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د ورځې خبرې تر عنوان لاندې د «وحشتونو د تکرار» په نوم خپرې شوې تبصره کې لومړی د تېرې ورځې په دوران کې په پنځو ولایتونو کې د ګډو ځواکونو له لوري ولس ته اوښتي تلفات یاد شوي او ورپسې زیاته شوې چې «په ډیر تاسف سره اکثره رسنۍ تر دې دمه دولس پر یادشوي مظلومیت او د دښمن پر وحشت چوپې دي،دوی هغو پیښو ته ډیر مطبوعاتي پوښښ ورکوي چي یرغلګر او کابل رژیم یې دعوه وکړي،که څه هم هیڅ ثبوت ونه لري».

تبصره وړاندې زیاتوی «دښمن باید پوه شي چي که هرڅومره وحشت تکرار کړي او دخپلو کرایې رسنیو په مرسته یې پټ وساتي، بریا به تر ګوتو نه کړي،ځکه هیڅ یو ځواک هم دولس پرضد کامیاب شوی نه دی،په ځانګړې توګه افغان ولس بیا هغه غازي ولس دی چي دتاریخ په اوږدو کي یې هر یرغلګر او اجیر وسله وال راپرځولي او دخپلواکۍ بیرغ یې پورته کړ ی دی».

په پای کې طالبانو ادعا کړې چې، که دا ډول «وحشتونه» دوام ومومي، دوی به یې ضرور انتقام واخلي «دښمن باید یاد وساتي چې دهمدې وحشتونو له انتقام څخه به نه په دنیاکې دالله تعالی او مجاهدینو څخه خلاص شي او نه هم اخرت کې دمنتقم ذات له نیولو څخه خوندي پاته شي».

هېره دې نه وي چې؛ طالبان داسې مهال رسنۍ د امریکایانو او دولتي سرتېرو له لوري د اوښتو تلفاتو په «پټولو» تورنوي چې، په دې وروستیو کې د ګډو ځواکونو له لوري د هیواد په مختلفو ولایتونو کې شپنیو چاپو او هوايي بریدونو زور اخستی.

دا ډول بریدونه چې، قربانیان یې تر ډېره ولسي وګړي وي، تلفات یې ډېر لږ او یا هيڅ د رسنیو له لوري را اخستل کېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom afghan
میلمه
masoom afghan

طالبانو ته پکار ده؛ ټول هغه خلک په نښه کړی چې دې مطبوعتي رسنۍ لپاره کار کړی
Telvisioni رسنۍ او رادیوګانو لپاره کار کړی بیا ګورۍ دا دولت څنګه چپه کیژی

مجاهد
میلمه
مجاهد

د نظم نوین نوی نړیوال استعمار ( دجال ) تر مرمیو زیات ډالر کاروی او د ډالرو زیاته برخه یی په رسنیو سرمایه ګذاری کړی ، نهه نوی سلنه رسنی یی خپلی خو د غلامانو په نامه کړی یی دی او یو سلنه چه څه ناڅه خپلواکی او هغه هم د دجال له ویری نیمه خپلواکی دی هغوی ته هم کمیشن کاران لیکنی رالیږی او لا ځینی باطل مبصرین رالیږی چه د حقایقو ډکو لیکنو موثریت کمرنګه او کم خونده کړی د چرسیانو په شان ناندری یی په اړه پیل کړی. زما په اند: طالب مجاهدینو ته زما وړاندیز دا… نور لوستل »