نړۍ

سوریه:دبعث ګوند په لسګونو غړو له ګوند څخه جلاوالی اعلان کړ

syria_parliament_members_resign (نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۲۹) سوریه: دسوریی دواکمن ګوند بعث څخه تیره ورځ دګوند ۲۰۰ هغه غړي چی ددرعا دولایت اودرعا ته څیرمه سیمو اوسیدونکي دي دحکومت دهغه اقدام چي د درعا ولایت اوشا وخوا سیموکی یی دلاریون کونکو دځپلو لپاره فوځی شوبلي اوځواکونه لیږلي دي سخت مخالفت وکړ او رسما یی له ګوند څخه دجلاوالی اعلان وکړ.

راپورونه رارسیدلي چي له تیرو درو ورځو راپدی خوا دسوریی حکومت دهغو مظاهره کونکو په وړاندي چي سوریه کي سیاسی اصلاحات غواړي په وسلوال عکس العمل لاس پوري کړي دي او دروان وسلوال برید په نتیجه کي تر اوسه پوري د ۴۵۰مظاهره کونکو دوژني خبر ور کول شوی دی.

شنونکي وایی په سوریه کي واکمن دبعث له ګوند څخه په دومره ګڼ شمیر سره دغړو جلاوالي به ارومرو دسوریی هیواد له اندیښني سره مخ کړی وي، ځکه له ۱۹۶۳کال څخه راپديخوا کله چي دیوي عسکری کودتا په صورت کي دبعث ګوند په سوریه کي واک لاس کي اخیستي دي، داسي کومه وړوکي پیښه هم نده رامنځ ته شوي چي د بعث ګوند کوم یو غړی دی ناراضه شوی وي او  له ګوند څخه دي جلاوالي ښودلی وي، نو اوس چي له ۲۰۰ څخه زیات دګوند غړي دګوند له کړونو څخه نا خوښه دی او له ګوند څخه جلاوالي ښیی، دابه په رښتیا هم دګوند لپاره یوه د انديښني وړ خبره وي.

له بله لوري له ګوند څخه جلاشوی غړي وایی په هیواد کي واکمن بعث ګوند د خلګو غوښتنو ته غوږ نه نیول دسوریی دخلګو دغوښتنو په اړه یو جامع پلان نه درلودل او همدارنګه په هیواد کي د سولييز لاریون کونکو په وړاندي له زور او ځواک څخه کاراخیستل، او په خاصه توګه ددرعا په ښار کي دمظاهره کونکو بی دریغه وژل ددی سبب شو چي مونږ له ګوند څخه جلاوالی وښودي.

له بلي خوا څخه په سوریه کي دبشري حقونو ټولني خبر ورکړي دي، وایی په درعا کی خلګ له بشري افت سره لاس اوګریوان دي په ښار کي اوبه نشته، خوارکي مواد نه پیدا کیږي، دواوی نشته دښار تلفوني شبکو کار پریښی دی اوله بله لوري لیدل کیږي چي دولتي ځواکونه پرسړکونو اوواټونو پرعامو خلګو ډزی کوي، عینی شاهدان وایی ښارکي وضعیت دومر خراب دي، دولتي ځواکونه لیدل شوی دي چي پرژوبل شویو کسانو باندي اوهمدارنګه هغو کسانو باندی څوک چي دژوبل شویو کسانو دژغورلو هڅي کوي هم ډزي کوي او وژنی یی.

تیره ورځ دترکیی هیواد یو لوړ پوړي پلاوي دترکيی دڅارګري اداری درئیس په مشري سوریی ته بیړني سفر وکړ ترڅو دسوریی له چارواکو سره دهیواد پرروانو حالاتو باندي خبري وکړي.

له بلي خوا څخه دسوریی په ګاونډ کي دلبنان هیواد پر پولو باندي امنیتي چارواکو خبر ورکړي دي، وایی په سلګونو ښځي اوماشومان دسوریی له سرحدي ښارونه څخه دلبنان هیواد ته دننوتلو کوښښ کوی، یوه کډوال خبری رسنیو ته دلبنان پرپوله وویل مونږ څه وکړو چیري لاړ شو، په سوریه کي ځواکونه راباندي مخامخ ډزي کوي وژني مو، مجبوره یو چي یولورته تیښته غوره کړو.

تیره ورځ اروپایی ټولني دنړیوالي امنیتي شورای له لوري یوه غونډه راغوښتي وه ترڅو دسوریی ددولت له لوري دلاریون کونکو په مقابل کي دزور زیاتی په خلاف یو پریکړه لیک دستخط کړی، خو ویی نشو کړای ځکه چي روسیی اوچین یی مخالفت وکړ، په شورا کي دروسیی هیواد نماینده زیاته کړه په سوریه کي روان کړکیچ دسوریی کورنی خبره ده نړیوال امن یی  له کوم ګواښ سره نده مخ کړي.

بخت الرحمن بخت …………….نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x