له نړيوال جام څخه پر ويستلو د جنيد خان حيرانونکی غبرګون

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۳۱ غويي، ۱۳۹۸ل): د پاکستان کرېکټ غوراوې کمېټې د نړيوال جام لپاره د لوبډلې په نوملړ کې په وروستيو کې په حيرانونکي ډول تغير راوست چې درې منتخب لوبغاړي يې لرې او پرځای يې درې نور غوره کړل.

په دې لړ کې د پاکستان لوبډلې چټک پښتون توپ اچونکی جنيد خان د نړيوال جام لپاره د لوبډلې په لومړي ۱۵ کسيز نوملړ کې شامل شوی و چې د غوراوې کميټې مشر انضمام الحق لخوا کښينول شو او پرځای يې محمد عامر انتخاب کړ.

جنيد خان په ياده پريکړه حيرانونکی غبرګون وښود او پر خپله ټويټر پاڼه يې يو داسې عکس خپور کړ چې پر خوله يې توره پټۍ لګولې او ورلاندې يې ليکلي دي: «زه هيڅ ويل نه غواړم، چوپتيا غوره ده ځکه چې رښتيا ويل تراخه وي».

د نوموړي دغه حيرانونکی غبرګون د رسنيو د سر ټکی ګرځېدلی، چې ځينو د نوموړي لرې کيدل له ده سره زياتی بللی او ويلي يې دي چې څنګه پر يوه سيالۍ له نوملړ څخه ليرې کيږي خو ځينو نورو محمد عامر پر نوموړي غوره بللی دی‌.

جنيد خان د پاکستان لوبډلې پښتون چټک چپ لاسی توپ اچونکی چې د پاکستان په کورني ليګ او نورو کورنيو سياليو کې يې غوره لوبه نندارې ته وړانډې کړې وه، په همدې بنا د نړيوال جام لپاره غوره شوی و، خو د انګلستان پر وړاندې يو ورځني سيريز کې له دوه سياليو لوبولو وروسته د نوموړي د لرې کولو پريکړه وشوه، په ياد سيريز کې پاکستان په څلور-صفر ماتې وخوړه.

جنيد خان يوازينی لوبغاړی شو چې په درې نړيوال جامونو کې انتخاب شوی خو تر اوسه يې کومه لوبه نه ده ترسره کړې، په ۲۰۱۱م نړيوال جام کې اخيستل شوی و خو ونه لوبېد، په ۲۰۱۵م نړيوال جام کې له لوبېدو وړاندې ټپي شو او په ۲۰۱۹م جام کې له وروستي انتخاب وروسته هم بهر کړل شو.

د پاکستان کرېکټ بورډ د جنيد خان پر ټويټ هم غبرګون وښود خو د نړيوال جام په نږدې کيدو يې د اوسمهال لپاره د نوموړي پر وړاندې له اقدام کولو ډډه کړې، جنيد خان د پي سي بي له نوټ اخيستلو وروسته دغه ټويټ حذف کړی دی.

د يادونې ده چې پاکستان لوبډلې د دوشنبې په ورځ درې لوبغاړي هر يو جنيد خان، فهيم اشرف او عابد علي د نړيوال جام له نوملړ څخه بهر او پر ځای يې محمد عامر، وهاب رياض او اصف علي شامل کړل شول.

تبصرې (2)

  • د دغه ځوان دغه خبره مي خوښه سوه:
    «زه هيڅ ويل نه غواړم، چوپتيا غوره ده ځکه چې رښتيا ويل تراخه وي».
    نور ډېر پوهان هم وايي:
    زه مکتوب غوندي په پټه خوله ګويا يم
    خاموشي زما تېری کا تر غوغا زما.
    منصور رښتيا ويل سر يې په دار سو.
    سقراط هم تر رښتيا تېر نه سو او د زهرو پيله يې پر سر پورته کړه.
    خو که پر رښتيا ويلو سر په دار سي، يا مرګ ته هر کلی ووايي په دې کي بيا بېل خوند نغښتی دی. بس نو زه به د زښتيا ويلو او رښتيا ته د ور رسېدلو په موخه د جبران خليل جبران غوندي کله ، کله نيم حقيقت پټوم او نيم به لوڅوم، خو هر څه چي کېږي پر ځای د درک به تر رښتيا هيڅ نه تېرېږم او:
    صحيح لاره به ښايم که وم وم که نه وم نه وم
    رښتيا رښتيا به وايم که وم وم که نه وم نه وم
    د حق د پيروی نه مې بل څه په زړه کې نشته
    چې ځه يم همدا يم که وم وم که نه وم نه وم
    آزاد يم زېږېدلې بندگي کولی نشم
    بنده د خپل مولا يم که وم وم که نه وم نه وم
    په بډو خوشامندو مې څوک خوښ نه دی چې غټ شم
    که غټ يم خوهمدا يم که وم وم که نه وم نه وم
    چې څوک غواړي څه سپکه مې د قام د څه جهته
    دښمن د هغه چا يم که وم وم که نه وم نه وم
    په ماته کښتی سپور يم طوفانونه می په مخ کې
    په دغه لار ئې بيايم که وم وم که نه وم نه وم
    خدمت د خپلې خاورې ، قام، وطن زما مسلک دی
    په دې مينه به پا يم که وم وم که نه وم نه وم
    په ټينگ عهد و پېمان چې مې بيحت ورسره کړی
    دده په تولا يم که وم وم که نه وم نه وم
    لرم ښکلي تخمونه چې گلزار شي پښتنو ته
    په دغه تمنا يم که وم وم که نه وم نه وم
    د ناز په خوب ويدې غونچې به ورو ورو ويښومه
    خادم باد د صبايم که وم وم که نه وم نه وم

  • ښه ده چي ليري سو، د انګلستان پر خلاف لوبه کي رشتيا هم کمزوری و، د هغه ځای پيچونه دده لپاره نه دي، هلته عامر ښه لوبه کولاي سي چمپينز ليګ يې مثال دی