افغانستان

چین: افغانستان تر بل هر وخت سولې ته نږدې شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۱غویي،  ۱۳۹۸ل): د چین هیواد د بهرنیو چارو وزیر « وانګ ایي» وايي « افغانستان له کلونو، کلونو ځور او بربادۍ وروسته سولې ته نږدې شوی او د سولې د راتګ امکان پکې زیات شوی».

وانګ ايي چې د تاجکستان له ولسمشر سره یې تر لیدنې وروسته له رسنیو سره خبرې کولې وویل «تاجکستان او چین د افغانستان د دوو نږدې ګاونډیانو په حیث په منظم او همغږي ډول د افغان سولې په برخه کې هڅې کوي او ددې هیواد ښې راتلونکي ته په تمه دي».

وانګ وايي زیاته کړه، هیله لرو چې د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکرات په لنډ وخت کې یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي او د افغانستان د سولې په برخه کې هڅې یوه پایله له ځانه سره ولري.

وانګ وايي په پای کې د افغانستان د جګړې په ټولو ښکېلو خواوو غږ وکړ څو له جګړې لاس واخلي او خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

یاده دې وي چې، چین داسې مهال د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکراتو په تمه دی چې، څه موده وړاندې د چین، امریکا او روسیې تر منځ په درې اړخیزه غونډه کې دچین په ګډون درې واړه هیوادونه له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو په وتلو هم سلا شوي وو او له دې هیواد څخه د عسکرو ایستل یې د افغانستان د ثبات لپاره اړین بللي وو.

په دې سربېره چین په بیا، بیا طالبان د افغانستان د یوه سیاسي او نظامي ځواک په نامه یاد کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x