
د اسامه قاتل؛ امریکا ته په افغانستان کې د خپلو ستراتېژیو د بدلون وړاندیز کړی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۱غویي، ۱۳۹۸ل): د امریکا د ځانګړو ځواکونو پخوانی غړی او هغه فوځي چې، ادعا لري اسامه بن لادن يې وژلی، امریکا ته وړاندیز کړی څو د افغانستان د جګړې په برخه کې خپله ستراتېژي بدله کړي.
ډیلي میررز ورځپاڼه د «رابرټ اونیل» له خولې لیکي « متحده ایالات د افغانستان جګړه د مرمیو او بمونو له ستراتېژۍ سره نشي ګټلای او په دې برخه کې یوې بلې غوره ستراتېژی ته اړتیا لري».
رابرټ اونیل ۴۳ کلن دی او ادعا لري په ۲۰۱۱ م کال کې یې اسامه وژلی ، نوموړي په فوځي برخه کې د ژوند نږدې درې لسیزې تېرې کړي او د اسامه د وژلو ورځ د خپل ژوند تر ټولو خوندوره ورځ بولي.
هېره دې نه وي چې، دا یوازې روب اونیل نه دی چې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو جنګي ستراتېژي ورته له کاره لوېدلي ښکاري بلکې په دې وروستیو کې لوړپوړي امریکايي جنرالان په مکرر ډول اعتراف کوي چې، د افغانستان جګړه نظامي حل نه لري او د جګړې له لارې طالبان په شا نه تمبول کېږي، دوی وخت په وخت خپلو پالیسي جوړوونکو مقاماتو ته وړاندیز کړی څو په افغانستان کې خپله پالیسي له سره وارزوي او د پام وړ بدلونونه پکې راولي.
برعکس ددې جګړې دوهم اړخ «طالبان» بیا همېشه خپله جنګي ستراتېژي بریالۍ بولي او ادعا کوي چې، د همدې جګړې په برکت یې امریکا د مذاکراتو مېز ته کېنولې.
تف لعنت دی وی ستا پر دا مردار جهنمی مخ
اسلام علیکم
ددی معنی دا نه ده چی امریکا دی ووزی بلکی د خپل هدف لاس ته راورلو لپاره دی د مبارزی دول ته تغیر ور کری.