روسیه: د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې ۵۰۰۰ جنګیالي راټول شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۱غویي،  ۱۳۹۸ل): د روسيې د څارګرې ادارې مشر «الکساندر بورتنیکوف» وايي، د افغانستان په شمال کې د روسیې سره پولې ته نږدې د داعش ډلې ۵۰۰۰ جنګیالي راټول شوي.

د «ټاس» خبري اژانس د راپور په اساس؛ الکساندر بورتنیکوف په تاجکستان کې یوې ناستې ته د خبرو په مهال د یادو جنګیالیو د راټولېدو په اړه اندېښنه وښوده او دا یې د خپل هیواد د امنیت لپاره جدي خطر وګاڼه.

الکساندر زیاته کړه، یاد جنګیالي تر ډېره د سوریې او عراق په جګړو کې جنګېدلي پاتې شوي او له روسیې سره په پوله شتون یې د جنګي جرمونو، نشه یې توکو د چاقاق او د غیر قانوني مهاجروو د اوښتلو کچه لوړه کړې.

د یادونې وړ ده چې، تر دې وړاندې هم روسیې په افغانستان کې د داعش ډلې د مخ په زیاتېدونکو فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې وه او دا ډله یې د منځنۍ اسیا لپاره یو جدي خطر بللی وو.

بل لور ته په افغانستان کې د امنیتي چارو یو شمېر کارپوهان بیا د داعش ډلې فعالیتونه پیکه او کم بولي او په وینا يې؛ دا ډله د طالبانو په وړاندې د ټینګې نه ده خو؛ غربي مطبوعات تر ډېره هڅه کوي، ددې ډلې فعالیتونه لوړ وښيي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د