
ککړه هوا د انسان ټول غړي د له منځه تلو خطر سره مخ کوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۱ غوایي، ۱۳۹۸ل): د هوا ککړتیا یا په بله معنا د چاپیریال ککړتیا ددې لامل کیږي چې د انسان بدن ته د سر نه نیولې تر پښو پورې هر غړي یا حجرو ته سخت زیان ورسوي او په بېلا بېلو ناروغیو یې اخته کړي.
د برتانیې ګاردین ورځپاڼه د یوې څیړنې په ترڅ کې وایي چې ککړه هوا د انسان ټول غړي د له منځه تلو له سخت ګواښ سره مخ کوي، د زړه، شکر، سږو ناروغۍ او د ذهني کارکردګۍ خرابتیا لامل کیږي، همدا ډول په سږو کې ستونزې، د مثانې سرطان د هډوکو کمزوري او د پوستکي خرابتیا لامل کیږي.
څیړنه زیاتوي چې ککړه هوا د نارینوو او ښځینوو د زیږون او د ماشوم په ښیرازوالي هم اغیز کوي، په ماشومانو کې د پټو انفیکشنو -چې د ګرد او غبار ذرې بدن ته د وینې له لارې داخلوي- له کبله د ساه بندۍ لامل کیږي.
د روغتیا نړیوالې ادارې ککړه هوا د روغتیا لپاره بیړنی حالت ښودلی او دا یې د پراخ خپوروالي له کبله د انسان خاموش قاتل ګرځولی، دوی وايي چې په نړۍ کې ۹۰سلنه نفوس ککړه هوا تنفس کوي.
څیړنه دېته اشاره کوي چې په نړۍ کې د ژر مړینې رامنځته کیدلو یو ستر لامل ککړه هوا ده چې د تنفس له لارې بدن ته داخلیږي، دغه هوا زیاتره وخت د سګریټ لوګی، د موټرو لوګی او د کارخانو څخه وتلي لوګي یا ګرد څخه رامنځته کیږي، چې لومړی د تنفس ستونزې رامنځته کوي او بیا سږي پر سرطان اخته کوي.
همدا ډول ککړه هوا تنفس کول د دماغې سکتې، د فکري کارکردګۍ او د انسان ځیرکتیا له منځه وړي، انسان په رواني ناروغیو اخته کوي او سربېره پر دې د خوب خرابوالي لامل کیږي چې له کبله یې د یو شمېر سرطان ناروغۍ رامنځته کیږي لکه د مثانې او کولمو سرطان.