نظــر

پارلمان کې انډوخره! 

سردارمحمد همدرد

زموږ ګران هيواد پوره ۴۰ کاله د جګړې څخه تيريږي، ملت مو اوس داسې سوي دی هغه په صحرايې اصطلاح چې تر پزه يې ونيسي نفس يې خيژي، يعني جګړه، دښه حکومتدارۍ نشتون، ښه پارلمان نشتون، ټولنیز عدالت نشتون، فقر او بي وزګاری دا ټول هغه څه دي چې زمونږ فرد فرد هيوادوال د روانو حالاتو څخه متأثره کړی دي.

حکومت چې د ولس په وړاندې کوم مسوليت لري په هغه کې پاتې راغلی، پر ستيج او غونډو کې شعارونه ورکول کيږي خو ددې شاته هرڅه برعکس دي حکومتداري په دوکانداري بدله سوي ده، پراخ اداري فساد، بي عدالتي، د قانون نه تطبيق، کار اهل کار ته نه سپارل دا ټول هغه ننګونې دي چې حکومت او اولس تر منځ لوی واټن رامنځته کړی دی.

اوس راځم اصلي خبري ته خبره مي د پارلماني ټاکنو کول تيري پارلماني ټاکني دومره له شرمه ډکي وي چې سړی په پروسي یې د شرم احساس کوي هر څه واضح وه ټول ملت پوهيږي چې زموږ رايو ته ارزښت نه  ورکول کیږی، سم ډالري قيمتونه معلوم وه او دا کميشنکاران او معامله ګر د انتخاباتو کميسيون غړي او د حکومت نږدي کسان وه، همدغو د ملت په حق کې لوي ظلم او خيانت وکړ په ولسواکۍ يې رشخند وواهه زه داسې نه وايم چي ټول دي د يوي مخې په معاملو راغلي وي خو لوی اکثریت په معاملو او درغلې راغلل.

د کار خلک هم سته خو کم دي کله چې دا ښاغلې پارلمان ته داخل سول لومړی په ریاست معامله ګیري پیل کړل ددوي ترمنځ د رياست پر سر دومره ښکاره معاملي وسووي چي د هر افغان په خوله کي دا خبره وه چې چا په څو ډالره او چا په څو ډالره خپله رايه خرڅه کړل چې دا ډير د شرم خبره ده چې د ملت په کور کې دغه ډول معاملي کيږي . ولاکه د شرم په نامه موږ څه پيژنو بيا د افغانيت ننګ او د غيرت خبره کوو په دا دري ورځو کې په پارلمان کې انډوخره جريان لري پارلمان اوس داسې مثال لري لکه  لوچګانو او بدمعاشانو ځای اوس ددې ولس معزز کور په دغسي يو سرنوشت اخته دی. زه د پارلمان پر وکيلانو ږغ کوم چې د خدای په خاطر پر خپل مظلوم ملت رحم وکړﺉ. د يوي خوا څخه د حکومت وخت پوره او د بلي خوا د سولې خبري پيل سوي او هره ورځ مونږ د ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ پوري خپل ملي سرتيري قرباني ورکوو، فقر او لوږه اوج ته رسيدلي ده، نړيواله ټولنه هم پښي سپکوي پدې وخت کې د پارلمان رول ډير اساسی دی. ستاسي تاريخي مسوليت دادی چي د جنجالونو پر ځاي د وطن ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اختر محمد

همدرد صیب تاخو دسرتیرو یادوه وکوله خو دبیچاره اومظلوم طالب دمرگ زوبلی خبره دی ونه کوله افسوس ستا په حال کوم یو دازادی لپاره چنګیزی اوبل ددالرو لپاره

جميل

همدرد صيب ! تاسو پخپله دا پارلمانيان په کميشنکارانو ، ظالمانو ، ريشخنديانو ، خاينينو ، درغليانو ، معامله ګرو ، لچګانو ، بدماشانو او انډوخرو سره ياد کيدی خو بياهم و دی منافقو غلامانوته د خدای روی وروړی او د رحم غوښتنه ځنی کوی ، عجيبه هيله له عجيبو خرو څخه .

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx