امریکا پر هوواوې شرکت لګولی بندیز د موقتې مودې لپاره ختم کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۱ غوایي، ۱۳۹۸ل): د امریکا حکومت د سوداګرۍ څانګې پر چینایي شرکت لګولی بندیز د موقتې مودې لپاره ختم کړ او پرځای یې د لنډمهاله ورځو لپاره عمومي جواز ورکړ.

اوسمهال په ټکنالوژۍ کې د نړۍ دویم مقام لرونکی شرکت «هوواوې» باندې د دوشنبې په ورځ د ګوګل لخوا بندیز لګیدلی و چې نور به په «انډرایډ» پورې تړلي اپلیکیشنونه نه شي استعمالولی.

ګوګل دغه کار هغه مهال وکړ چې د امریکا سوداګری ادارې د ډونلډ ټرمپ په لاسلیکولو سره پر هوواوې شرکت بندیزونه ولګول او پر دوی یې د سوداګرۍ جواز لغوه اعلان کړ.

هوواوې شرکت په نړۍ کې د مبایلونو ټکنالوژۍ او توکو چمتو کولو کې دویم مقام لرونکی شرکت دی، هوواوې پر خپل پرمختللي ټکنالوژۍ سره په ۲۰۱۹م کال کې د امریکا مشهور شرکت ایپل «Apple» شاته پریښی.

اوس د امریکا د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې هوواوې شرکت کولای شي د «۹۰» ورځو موقتې مودې لپاره ددوی شرکتونو سره سوداګرۍ ته ادامه ورکړي.

د دوشنبې په ورځ د مۍ میاشتې په شلمه نېټه ګوګل «Google» اعلان وکړ چې پر هوواوې شرکت یې په مبایلونو کې د انډرایډ چلونکي سیستم د استعمال بندیز لګولی دی.

په دې بندیز سره به د هوواوې مبایل استعمالوونکی نشي کولای هر هغه اپلیکیشن چې ګوګل پورې تړاو لري او یا له پلی سټور څخه ښکته کیږي استعمال کړي، او نه به هم دغه اپلیکیشنونه اپډیټ کړي.

له بل پلوه د هوواوې شرکت سمدستي اعلان وکړ چې دوی یادو بندیزونو ته له پخوا چمتو وو، دوی خپل چلونکی یا عملیاتي سیستم پلان کړی چې د انډرایډ نه شتون پرمهال به ترې ګټه پورته کیږي.

د هوواې سوداګرۍ مشر «ریچارډ یو» وایي: «مونږ خپل چلونکی سیستم چمتو کړی، که انډرایډ یا وینډوز چلونکي سیستمونه شتون ونه لري نو مونږ پر پلان بي کار پېلوو چې زمونږ دغه چلونکی سیستم هم د ګټې پورته کونې لپاره چمتو دی، خو هیله مند یو چې مونږ به دې ته اړ نه شو».

اوس د هوواوې استعمالونکو لپاره د خوښۍ زیری دا دی چې دوی کولای شي د ۹۰ ورځو یا د اګسټ میاشتې تر وروستیو نېټې پورې د انډرایډ هر اپلیکیشن استعمال او اپډیټ کړي، شونې ده په یاده موده کې د هوواوې شرکت او ګوګل ترمنځ یاده ستونزه هم حل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د