سکاټ مېلر: القاعده ډله لا هم په افغانستان کې فعاله ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۱غویي،  ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي، د افغانستان په مختلفو برخو کې د القاعدې ډلې د شتون نښې لیدل کېږي او دا ډله لا هم په افغانستان کې فعال حضور لري.

د طلوع نیوز د راپور په اساس؛ مېلر که څه هم د القاعده ډلې د شتون مشخصه سیمه یاده نه کړه خو ویې ویل «ددې ډلې غړي د افغانستان په مختلفو برخو کې فعال دی، ددوی د شتون ساحه نشي مشخصېدلای او کولای شو د هیواد په هر کونج کې یې ومومو».

سکاټ مېلر زیاته کړه «ناټو ځواکونه به په دې برخه کې له افغان امنیتي ځواکونو او عامو افغانانو سره خپله همکاري دوامداره وساتي».

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومی قوماندان داسې مهال په دې  هیواد کې د القاعده ډلې د فعال حضور خبر ورکوي چې طالب او امریکايي استازو د روانې میلادي میاشتې په نهمه نېټه شپږم پړاو مذاکرات پای ته ورسول.

یاد مذاکرات چې دا جنډا یو مهم ټکی یې له افغانستان څخه امریکا او متحدینو ته د خطر نه پېښېدل یا په بله اصطلاح د القاعدې په شمول په افغانستان کې د ټولو هغو بهرنیو ډلو د شتون مخنیوی وو چې د امریکا او متحدینو لپاره خطرونه زېږوي، د دواړو لورو له ادعاوو سره سم د «پرمختګونو» سره یو ځای پای ته ورسېدل.

د شنونکو په باور؛ په داسې حال کې چې امریکا له افغانستان څخه پښې سپکوي او طالبانو ته له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته د خطر نه پېښېدلو دروند مسئولیت ورله غاړې کېږي، د القاعده او یا هم داعش ډلې د شتون او فعالیتونو د زیاتوالي خبرونه خپرول یوازې په مذاکراتي مېز باندې په طالبانو باندې د یو فشاري فکټور په حیث کارول کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د