له ښي لوري لومړی ملا عبدالغني برادر

د اروپايي اتحاديې ځانګړي استازي له «ملا برادر اخند» سره لیدلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۱غویي،  ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې ځانګړي استازي «رونالډ کوبیا» دقطر دفتر له رئیس او په سیاسي چارو کې د طالبانو له مرستیال مشر «ملا عبدالغني برادر اخند» او ورسره پلاوي سره لیدلي.

د طالبانو د سیاسي دفتر له لوري په خپره شوې شوې اعلامیه کې څرګنده شوې چې یاده لیدنه نن ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شوه  او دواړو لورو پکې د افغانستان په روانو حالاتو، ملکي تلفاتو او بشري مرستو بحثونه وکړل.

اعلامیه وړاندې زیاتوي «له دې سربیره د اروپايي اتحادیې خاص استازي د افغانستان په هکله د اروپایي اتحادیې د پالیسي وضاحت وکړ او د یاد سازمان په نمایندګي یې په افغانستان کې د سولې په برخه کې د مثبت رول لوبولو اطمئنان ورکړ».

د اعلامیې په بنسټ، کوبیا هیله څرګنده کړه چې د سیاسي دفتر سره به خپلې اړیکې تر دې وروسته هم غځوي.

د اروپايي اتحادیې استازی د افغانستان لپاره د المان تر ځانګړي استازي وروسته دوهم لوړ پوړی چارواکی دی چې په همدې اونۍ کې دننه له طالبانو سره ویني او له هغوی سره د خپلو اړیکو په ساتلو ټینګار کوي.

په ورته وخت کې له طالب استازو سره د افغان سولې اړوند د بهرنیو چارواکو د لیدنو لړۍ داسې مهال غځېږي چې ګډ حکومت په دې پروسه کې په بشپړ ډول منزوی شوی او په نړیوال فشار سربېره د کور دننه سولې په وړاندې د خنډونو جوړولو له امله د سیاسي ګوندونو له درانه فشارسره مخ دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د