بلوچستان: دپولیسو موټر تروسلوال برید لاندي راغي
(نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۲۹) دبلوچستان ایالت دنصیر آباد په سیمه کي دپولیسو یوموټر دنامالومو وسلوالو تربرید لاندي راغي، عیني شاهدان وایی دمیر حسن دپولیسو دیوي امنیتي پوستي ساتونکي د روز مره ګزمي په ډول راوتلي وو چي یو دم دنامالومو وسلوالو تربرید لاندي راغلو
، دبرید له کبله دوه کسه پولیس ځای پرځاي وژل شوی او دري نور سخت ژوبل شوی دي، تربرید لاندي راغلی پولیسو دعوه کړی ده چي په جوابي ډزو کي یو برید کونکو وژل شوی او یو بل ټپی حالت کي دپولیسو لاس ته ورغلی دي، اوپاتي ملګري یی دپیښی له ځایه څخه په تیښته بریالي شوی دی
بخت الرحمن بخت …………………….نن ټکی اسیا