افغانستان په هر اړخيزه کارکردګۍ ايرلينډ ته ستره ماتې ورکړه

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۳۱ غوايي، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او ايرلينډ کرېکټ لوبډلو ترمنځ په دويمه يو ورځنۍ سيالۍ کې د افغانستان لوبغاړو په هر اړخيزې کارکردګۍ ايرلينډ ته د ۱۲۶ منډو په ستر توپير ماتې ورکړه.

د افغانستان لخوا په توپوهنه کې محمد شهزاد سليزه، رحمت شاه او نجيب ځدران نيمه سليزې او حشمت شهيدي ۴۷ منډې وکړې چې په مرسته يې ايرلينډ لوبډلې ته په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو «۳۰۶» منډې هدف وټاکه.

محمد شهزاد د يو ورځنيو سياليو خپله شپږمه سليزه ووهله، نوموړي په ۸۸ توپونو د ۱۶ څلوريزو په مرسته ۱۰۱ منډې جوړې کړې، همدا ډول لومړی افغان لوبغاړی شو چې «۳۰۰۰» منډې يې بشپړې کړې.

رحمت شاه که څه هم ستونزمن پېل وکړ خو نيمه سليزه يې بشپړه کړه او په ۹۰ توپونو يې ۶۲ منډې جوړې کړې، په وروستيو کې نجيب ځدران په زړه پورې چټکه توپوهنه وکړه او يوازې په ۳۳ توپونو يې ۶۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې چې ۳ شپږيزې او ۷ څلوريزې په کې شاملې وې.

په ځواب کې افغان لوبډلې د توپ اچونې په برخه کې هم غوره کارکردګي ترسره کړه، چې لوبډلمشر ګلبدين نائب د ايرلينډ ۶ لوبغاړي وسوځول، همدا ډول دولت ځدران، افتاب عالم او رحمت شاه يوه-يوه ويکټه واخيستله خو راشد خان په کومه ويکټه اخيستلو بريالی نشو.

https://twitter.com/ICC/status/1130882062322475010?s=19

ايرلينډ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۷۹ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا سټرلينګ نيمه سليزه ووهله او ويلسن ۳۴ منډې جوړې کړې.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د دوه يو ورځنيو سياليو سيريز يو-يو مساوي شو، له دې وړاندې په لومړۍ يو ورځنۍ سيالۍ کې ايرلينډ بريا خپله کړې وه، خو د افغانستان لپاره دغه بريا به د نړيوال جام لپاره د افغانستان مورال لا هم پورته کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
HAQIQZAI
میلمه
HAQIQZAI

Salam Everyone

It’s a great news
I know you can do it
I am proud of you
Long life Afghanistan