راپور: سعودي تر روژې وروسته درې مشهور دیني علما اعداموي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱جوزا،  ۱۳۹۸ل): د میډل ایسټ ای ورځپاڼي نوي راپور د سعودي عربستان د حکومت هغه پلان راسپړلي چې تر روژې وروسته د دریو مشهورو دیني علماوو د اعدام په تړاو یې لري.

دغه راپور چې د دوو سعودي چارواکو او د اعدام کېدونکو کسانو له ډلې د یوه د کورنۍ د غړو له خولې لیکل شوی په اساس یې؛ د سعودي حکومت تر روژې میاشتې وروسته د سلمان العوده، عوض القرني او علي العمري د اعدام پلان لري.

العوده نړیوال مسلمان داعي دی چې په نړیواله کچه د یو «مصلح» په سترګه ورته کتل کېږي، عوض القرني علمي شخصیت او تر څنګ یې یو غوره لیکوال دی او علي العمري بیا په نړیواله کچه د اسلامي خپرونو یو تکړه خپروونکی دي.

د سعودي د حکومت دننه یوې سرچینې یادې ورځپاڼې ته د خبر د تائید تر څنګ څرګنده کړې «دوی په هر حالت کې اعدام کېدونکي دي، کله چې په کوم چا د اعدام حکم وشي، بیرته نه اخستل کېږي».

که څه هم د سعودي حکومت ددې راپور په اړه په رسمي ډول خپل مؤقف نه دی څرګند کړی خو د حکومت دا ګام د بشري حقوقو د نړیوالو فعالانو له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوی.

په واشنګټن کې مېشت د بشري حقوقو فعال «علي الاحمد» الجزیرې ته د حکومت دا ګام جرم او ترور بللی او دا ډول کړنې یې په جبر د سعودي مېشتو علماوو د تسلیم کولو هڅې بللې.

دا لومړی ځل نه دی چې سعودي په دې خاوره کې مېشت دیني علما د «تروریزم» تر تور لاندې د دار پړي ته برابروي، همدا مهال سلګونه هغه علما چې د سعودي د واکمن «محمد بن سلمان» له «منځلاري اسلام» څخه پيروي نه کوي، د سعودي په زندانونو کې تر سختو شکنجو لاندې مرګ ته لارې څاري.

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
فدامحم نومير
میلمه
فدامحم نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
محمد بن سلمان او دده يهودي او نصراني ملګري فکر کوي ، چي د مسلمانو علماو زنداني کول او يا هغوی په شهادت رسول به په حجاز کي د مسلمانانو ږغ خفه کړي ، ولي دا بدبخت او شقي ( محمد بن سلمان ) انسان ړوند او کوڼ دی ، چي د هر شهيد د څاڅکو وينو څخه داسي توپانونه را وزيږي ، چي دی او ملګري به يي د فرعون او فرعونيانو په پکي لاهو سي . ان شأالله داسي يوه ورځ ليري نه ده . ځکه دا د الله سبحان وتعالی حقه وعده ده.

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

لوی څښتن سبحانه دي د اسلامي عالمانو کړوونکو او وژونکو ته سخته سزا ورکړي. زما په نظر اسلامي عالمان،داعيان او مبلغين که اخوانيان دي، که سلفيان دي، که نور بايد له دې له سپکاوي ډک ژوند او د وخت د فرعونانو تر ساطورونو لاندي وژنو څخه د پيغمبرانو عليهم السلام، په ځانګړې توګه د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم له سيرت څخه په پیروي او د افغانستان د طلبای کرامو د اسلامی تحريک له تګلاري او کړندود څخه په الهام اخيستلو په نره او اسلامي مېړانه اسلامي مقدس جهاد ته ورودانګي او نه دا چي خپل ځانونه وژغوري او… نور لوستل »

طوفان طوطاخیل
میلمه
طوفان طوطاخیل

انالله واناالیه راجعون . ددې خبر په لیدلو مي زړه ولړزید، الله تعالی دي دسعودي دغه نجس واکمن تباه اوبربادکړي اوپه ځای دي یې یو دکلک عزم او ارادې کلک مسلمان بادشاه راولي . یاالله په هرځای کې دمظلومو نجات ورکونکی یې یې زموږ په ګران هیواد کې او دنړۍ په ګوټ ګوټ کې چې کوم مجاهدین ، علماء اومسلمانان دظالمانو ترلاس لاندي دي ته یې په خپل فضل، کرم اورحم سره راخلاص کړي

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

زه د سعودی د دینی علماوو د عقائدو او افکارو د حقانیت یا نه حقانیت په هکله د ویلو څه نه لرم خو دومره وایم چي:
آل سعود ( په حقیقت کی آل یهود) غواړی د خپلو کُفری بادارانو د خوښۍ او رضائیت لپاره د خپل وطن بچان د هغوی د مجسمو پښو ته قربانی کی څو هغوی ته خپله وفاداری او سرسپارنه ثابته کاندی.

مجاهد
میلمه
مجاهد

داد مجاهدینو له قاعدینو ، مسلمانان له کفارو او ملحدینواو حتی د کفارو او د سعودی په شان تش په نامه مسلمانانو د رسوا کولو او سزاوو د دوسیی پیړولو د پاره الهی ازموینی دی، که نه الله ج د [[ کن ]] سره به هر څه (( فیکن )) شی یعنی ټول کفار به د فرعون د لښکر په شان یوځلی په سیند لاهو او تباه کړی دغه باروت او د اوسپنی کارولو مهارت چه ټول مظلوم بشریت یی پری تباه کړو دا الهی ازموینه ده الله ج که اراده ولری دا ټولی وسلی به خنثی کړی مګر د… نور لوستل »