حيران شاعر ته! / الياس فاتح

 الياس فاتح

يادونه: د هلمند دپېښې په ياد، دجهاني صيب د وړمې ورځې (۲۰مۍ)شعر په ځواب کې.

ته شاعر يې او ليکوال يې؛ د حالاتو ترجمان يې
بيانو ولې؟ د خپل ژوند په څلورلاري کې حـيران يې

د زړه سترګې کړه راخلاصې رڼاورځ دې تـوره شپه ده
ستا په کور دښمن ختلی ته هماسې پوش چشمان يې

د نړۍ کفري ځواکونو دې هېواد دی اشغال کړی
يو ذره خلاف يې نه کړې، نو دا څنګه مسلمان يې

طالب جان چې يرغـلګر وژني ته هم په زړه کې وايې
چې غــازي يې هم شهيد يې هم افغان هم قـهرمان يې

کوم افغان چې سره کافــر ته په ډالرو افغان وژني
ورته دومره کړه: قاتل يې داشـغال پښو کې قربان يې

دابمبار بمبار وطن په باروتي لمبو کې سـوځي
ته په منځ کې درنــدانو، ميخانه غېږ کې خندان يې

د پتنګ او د بورا په صفت کله نه مړېږې
خو د دين د فدايي نوم اخېستی نشې پرېشان يې

د انګرېز لښکرې ګرځي په کابل کې سوبې لمانځي
ته سندرې ورته وايې، لاروی د اکبرخان يې؟

د نرګس په شان رنځور دی د لالا په څېر داغلی
دې وطن ته کاپـور نشوې، نه يې درد لره درمان يې

زه فاتح کړم په سکروټو کې مزلونه ازادۍ ته
جهاني ته د خپل خيال په نيمه لاره کې ستومان يې

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د