کابل: ارګ ته تللې لارې د «ترافیکو» په مخ خلاصې شوې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱جوزا،  ۱۳۹۸ل) :نن د جوزا لومړۍ نېټه په غیرقانوني توګه د ګډ حکومت د دوام لومړۍ ورځ ده چې له  سهار کېدو سره سم یې کابل هم نظامي بڼه خپله کړه ، د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت د احتمالي لاریونونو له امله د کابل یو شمېر لارې د کانټینرونو په واسطه وتړلې چې له امله یې کابل ښاریان له درانه ازدحادم او ګڼو ستونزو سره مخ شول.

په ټولنیزو رسنیو باندې په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې د مشهورو لارو په اوږدو کې کانتینرونه لګول شوي او د کابل په څېر ګڼ مېشتي ښار ازدحام ورسره څو برابره شوی خو؛ اوس تازه د کورنیو چارو وزارت «هشت صبح» ورځپاڼې ته ویلي چې د لارې کانټینرونه لیرې کړل شوي او ارګ ته تللې لارې د ترافیکو په مخ خلاصې شوي.

ګډ حکومت وروسته تر هغه ارګ ته تللې لارې د ښاریانو په مخ تړي چې تر دې وړاندې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا ګواښ کړی وو چې که ګډ حکومت په غیر قانوني توګه خپل کار ته ادامه ورکړي دوی به له هرې ممکنې لارې کار واخلي او هڅه به وکړي غني له ارګ وباسي.

د نوماندانو شورا دې څرګندونو ته «ارګ» په خپل غبرګون کې یو ځل بیا د حکومت د کاري مودې غځول قانوني وبلل او دا یې د قانون تفسیروونکې مرجع «سترې محکمې» پریکړه وبلله.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدګل اغابنوری
میلمه
سیدګل اغابنوری

لعنت پدی حکومت ؟ هره لحظه دزوال ،ناأمنۍ ، قتل اوغارت ،غصب ،خبری دی ؟یوه ورځ هم دی ملت دخیر اوخوشالۍ خبر وانه وریده ؟ ولی ؟داولی ؟ نودانظام ولی دومره لعنتی ،بد بخته ،کثیف ،اودرد سر دی ؟ ایا پدی نظام کی انسانان راج اوحکم چلوی ،که درنده اوڅیرونکی حیوانات دی ؟ تراوسه خبرنشو چه یوسم کار شوی وی ؟ ایادنظام چلونکی ،ایمان ،وجدان ،ضمیر ،اوکوم عقل ،اوفکر ،لری ؟یاالله ددی ملت اوهیواد مرسته اومدد وکړې ؟ والسلام .

مجاهد
میلمه
مجاهد

همدغه د خپلواکی او بلواکی توپیر دی. اشغلګر کله هم داسی غلامان نه چارواکی کویت چه د ملت د پاره کار وکړی هغوی تل داسی کسان ټاکی چه مظلوم اولس هم د ځانو او هم د بادارانو د پاره غلامان او استثمار کړی. د هغو غلامانو او بالخصه د کرزی او غنی په کچه لوړپوړی غلامانو باندی له ډیری زمانی سرمایه ګذاری کړی او ددی دپاره چه د کرزی او غنی په شان لوړپوړی غلامان تری سرغړونه ونه کړی نوی نړیوال استعمار دغو لوړپوړو غلامانو او د هغوی کورنی ځانګړی مجلسو ته راغواړی د شرابو او کبابو له پړسولو وروسته… نور لوستل »