د اسلامي همکاریو سازمان په راتلونکې ناسته کې د «افغان سولې» په اړه غږېږي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱جوزا،  ۱۳۹۸ل) :د اسلامي همکاریو سازمان په خپله راتلونکې ناسته کې چې تمه ده د روانې میلادې میاشتې تر پایه وشي، د افغانستان په سوله او روان وضعیت هم غږېږي.

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان ځانګړی استازی «افنی بوتسالی» وايي « د اسلامي همکاریو سازمان په پام کې لري څو د روانې میلادې میاشتې تر پای ته رسېدو او د اختر تر راتګ وړاندې ناسته ترسره کړې چې د سیمې په امنیتي وضعیت او ستونزو سربېره به پکې د افغان سولې اړوند هم بحثونه وکړي».

افني بوتسالي هیله څرګنده کړه څو افغانستان ژر تر ژره یوې باثباته سولې ته ورسېږي او د جګړې له ښکېلو اړخونو  یې وغوښتل څو له یو بل سره په تفاهم او د خبرو له لارې خپلې ستونزې حل کړي.

بوتسالي په ځانګړي ډول له طالبانو هیله وکړه څو د سولې په برخه کې له راپیدا شوي فرصت ګټه واخلي او د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسولو په برخه کې خپلې هڅې وکړي.

د اسلامي همکاریو سازمان داسې مهال د افغان سولې په تړاو بحثونه کوي چې د طالب او امریکايي استازو تر منځ شپږم پړاو مذاکرات د روانې میلادي میاشتې په نهمه نېټه پای ته رسېدلي او دواړو لورو ادعا کړې چې د بهرنیو عسکرو د وتلو او له افغانستان څخه نورې نړۍ ته د ګواښ نه پېښېدلو په څېر په اساسي موضوعاتو کې یې د اختلاف واټن تر منځ راکم شوی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

له دی عیاشودقرآن ناخبرواودخپلو دینی عالمانوقاتلانو اوداسلامی غریبو د دخج پیسی وټرمپ اودټرمپ لورته دتحفی په شکل ورکول اودپلستین اوافغانس تان دیتیمانو غم نه خوړلو څخه داسلامی افغانستان دجوړولواوآرامولو امید لرل لیونتوب اوناپوهی ده،داهغه ظالمان دی چه عثمانی خلافه یی دانګریزانو دلارنس په مشرۍ دمنځه یووړه دوی تنهاعیاشی اوکفردوستی پیژنی له آخرته هیڅ معلومات نه لری.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زه هم دا وایم چه له تعقیم شوو تل په نامه اسلامی سازمان چه د افغانستان د سولی یا روغی جوړی د پاره د نړیوال استعمار په قومانده راټول شوی تر څو طالبان د کابل غلامه اداره او اشغال مشروع او ورسره حکومت کی شریک او دیموکراتیک قانون لاندی د غلام نظام برخه جوړه شی بیا به یی وروسته د داعش او نورو استخباراتی کړیو د سر خلک ووژنی او لا به یی په بیه رانیسی