افغانۍ د ریکارډ تر کچې د ډالر په وړاندې رالوېدلې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱جوزا،  ۱۳۹۸ل) :د افغانستان پولي واحد د امریکايي ډالر په وړاندې په تېرو دریو کلونو کې «۳» سلنه رالوېدلی چې تر دې وړاندې یې په دې کچه د رالوېدلو بېلګه نه لیدل کېږي.

تېره ورځ د می میاشتې په ۲۱ نېټه یو امریکايي ډالر له ۸۱.۵ افغانیو سره تبادله کېده.

د طلوع نیوز د راپور په اساس؛ د افغانستان مرکزي بانک ادعا کوي ، په تېرو دریو کلونو کې یې ۸۳۰ میلیونه ډالر د افغانۍ د تقویت په موخه د اسعارو بازار ته عرضه کړي او هره اونۍ له ۱۶-۲۰ میلیون ډالرو پورې بازار ته وړاندې کوي څو د افغانۍ  اهمیت وساتي.

خو د اسعارو د بدلون د اتحاديې یو شمېر غړي بیا وايي، تر دې وړاندې د اسعارو مارکيټ ته هره اونۍ ۸۰ میلیونه ډالر وړاندې کېدل چې له امله یې افغانۍ باثباته وه خو؛ په دې وروستیو کې دا کچه ۳۰ میلیونه ډالرو ته راټېټه شوې چې ورسره جوخت افغانۍ خپل اهمیت له لاسه ورکړی.

د کارپوهانو په باور؛ ناسم امنیتي وضعیت، بې ثباته سیاسي حالت او د پانګوالو امنیت ته نه پاملرنه هغه څه دي چې، پانګوال یې اړ کړي څو خپلې سرمایې له افغانستان څخه وباسي او  د اسعارو په مارکېټ باندې یو منفي اغېز پرېږدي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د