خلیلزاد د امریکا مشرانو جرګه د افغان سولې له پروسې خبروي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱جوزا،  ۱۳۹۸ل): تمه ده نن ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکې د کمېټې په وړاندې حاضر شي او د افغان سولې د پروسې په اړه هغوی ته مالومات ورکړي.

د راپورونو په اساس؛ خلیلزاد به نن ورځ «چهارشنبه» د مشرانو جرګې ته ورشي او د افغان سولې په برخه کې د شویو پرمختګونو، ددې پروسې په وړاندې د پرتو خنډونو او د طالبانو له مرستیال مشر «ملا عبدالغني برادر» سره به د خپلو لیدنو په جزئیاتو رڼا واچوي.

دا لومړی ځل دی چې زلمی خلیلزاد د مشرانو جرګې ته حاضریږي او هغوی ته په داسې یو وخت کې د افغان سولې په تړاو مالومات ورکوي چې له طالبانو سره یې شپږم پړاو مذاکرات پای ته رسولی او د پرمختګ ادعا یې پکې کړې.

زلمی خلیلزاد چې تر دې وړاندې هم د مشرانو جرګې له لوري غوښتل شوی وو خو نوموړي د مصروفیتونو له امله ونشو کړای په استجوابیه غونډه کې ګډون وکړي چې له امله یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خپله د مشرانو جرګې ته ورغی.

په امریکا کې د مشرانو جرګې غړو تېر ځل په افغانستان کې د اتلس کلنو لاسته راوړنو د ساتنې او د سولې په خبرو کې د ګډ حکومت د منزوي کېدو په تړاو اندېښنې درلودې چې د بهرنیو چارو وزیر له لوري ورته جوابونه وویل شول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د