شکيب الحسن له راشد خان څخه لومړی مقام خپل کړ

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د بنګلديش کرېکټ ملي لوبډلې تکړه آلراونډر شکيب الحسن له راشد خان څخه په يو ورځنيو لوبو کې لومړی مقام خپل کړ.

شکيب الحسن د نړيوالو يو ورځنيو لوبو په آلراونډرانو کې لومړی مقام خپل کړ چې له دې وړاندې دغه ريکارډ د راشد خان په نوم و.

راشد خان له دې وړاندې په ۳۵۹ پواينټونو لرلو سره لومړی مقام خپل کړی و، خو له تيرې اوږدې مودې راهيسې يې خرابې کارکردګۍ پواينټونه ۳۳۹ ته راښکته کړل چې له کبله يې لومړی مقام له لاسه ورکړ.

له دې وړاندې راشد خان د يو ورځنيو سياليو د توپ اچونې په برخه کې هم د خرابې کارکردګۍ له کبله دويم مقام له لاسه ورکړی و چې پرځای يې ټرينټ بولټ دويم نمبر شوی و.

شکيب الحسن اوس د آلراونډرانو په ليست کې په ۳۵۹ پواينټونو درلودلو سره لومړی مقام لري، په دې لړ کې محمد نبي په ۳۱۹ پواينټونو لرلو سره دريم مقام کې ځای لري.

له بل پلوه د شل اوريزو سياليو د توپ اچونې په برخه کې راشد خان لومړی، په يو ورځنيو سياليو کې د توپ اچونې په برخه کې اوسمهال دريم مقام لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د