افغانستان

غزني: په چاودنه کې ۳ کسان مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱جوزا، ۱۳۹۸ل): نن د چهارشنبې په ورځ غرمه مهال د غزني ښار په پي آر ټي سیمه کې چاودنه شوې چې له امله یې ۳ کسان مړه او شاوخوا ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

د غزني امنیتي چارواکي وایی چې پولیسو هغه موټر وپيژندی چې په چاودېدونکو توکو باور وو، ځکه یې د راکټ ډز باندي وکړ چې له امله یې موټر وچاودېد او یاده مرګ ژوبله یې واړوله.

د غزني امنیتي چارواکو ویلي چې پولیسو د موټر پيژندلو وروسته هغه ته د دریدو امر کړی چې هغه نه دی منلی ، ځکه دوی ورباندي د راکټ ډز کړی دی.

یادو سرچینو ویلي چې په پيښه کې ۳ تنه پولیس وژل شوي او لږ تر لږه څلور تنه نور ټپيان شوي دي .

د غزني د عامې روغتیا چارواکو ویلي چې روغتون ته د پيښې له ځایه ۳ مړي او ۱۵ ټپیان ور وړل شوي دي چې ځیني يې ملکیان دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پيښې مسؤولیت اخیستی او ویلي يې دي چې برید د خاصې قطعې پر مرکز شوی چې له امله یې مرکز لمنځه تللی او په لسګونو عسکر وژل شوي او ټپيان دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close