اسلامي نړۍ او اقتصادي ننګونه!

سرچینه: نړیوال اسلامي کانګریس کنفرانس ته د مفتي محمد تقي عثماني وینا
ژباړه: حشمت الله عتید

نولسمې پیړۍ ته د سیاسي ظلم پیړۍ ویلی شو، ځکه په دغه پیړۍ کې غښتلیو غربي هیوادونو ډیری آسیایي او افریقایي اسلامي هیوادونه تر خپل تسلط لاندې کړل. اما، اوسنۍ پیړۍ چې پای ته رسېدلې، د دغو هیوادونو یو څه تدریجي خپلواکي یې ولیده؛ ځکه چې په دغه پیړۍ کې اسلامي هیوادونو و کولی شول له لویدیځ امپریالیزم څخه بیرته ځان خلاص کړي. خو! متاسفانه د سیاسي ازادي لاسته راوړلو تر څنګ اسلامي هیوادونو و نه شو کړای خپله اقتصادي او ستراتیژیکي خپلواکي ترلاسه کړي، همدا وجه وه چې اسلامي هیوادونو د خپلې سیاسي خپلواکۍ میوه و نه خوړه.

له دې وروسته، مسلمانه نړۍ هیله لري چې راتلونکو پیړیو کې خپله بشپړه خپلواکي تر لاسه کړي ترڅو وکولی شي خپل سیاست، اقتصاد، ژوند او چاري د قرآن او سنت مطابق مخ ته یوسي. په هر صورت، بیا هم د اسلامي نړۍ امیدونه په خیالاتو او خوبونو نه حاصلیږي، اسلامي هیوادونو ته پکار ده چې په جدي توګه د خپلو ستراتیژیکو پلانونو بیاکتنه وکړي، او خپلو ټولنیزو چارو ته منظم او د وخت د ضرورت مطابق پلانونه جوړ کړي. په دغه لیکنه کې زه غواړم اسلامي نړۍ ته د اقتصادي ننګونو په پار لاندې دوو مهمو اړخونو ته اشاره وکړم:

پر ځان تپلې اتکا:

ډېره ښکاره ده چې د اسلامي هیوادونو اساسي اقتصادي ستونزه په نورو غربي هیوادونو تکیه کول دي، ډیری یې له لویو غربي هیوادونو پور اخلي، حتی ځیني اسلامي هیوادونه نه تنها د پراختیایي پروژو لپاره بلکي د دوي د ورځنیو مصارفو لپاره هم له غربي هیوادونو پور اخلي، له دې ټولو جدي ستونزه بیا له سود سره د پورونو بیرته ادا کول دي، که چیرې په وخت سره بیرته ادا نشي بیا دغه پورونه ورځ تر بلې پړسیږي او په نتیجه کې یو اسلامي هیواد د پوروړي هیواد تابع ګرځي.

په بهرنیو پورونو تکیه کول زمونږ د اقتصاد بنستیزه ناروغي ده، دغه ناروغي نه یوازې دا چې زمونږ اقتصادي ژوند ویجاړوي، بلکې زمونږ قوت او صلاحیتونه د فرصتونو په مقابل کې لا هم خوبوړي کوي، او بالاخره داسې یو حالت ته مو راولي چې د پوروړیو غربي هیوادونو فرمایشونه د خپلو ټولنیزو ګټو په قیمت پوره کړو.

اسلامي لارښوونو کې «قرض» یا پوراخیستل د یو ناڅاپي پيښې په توګه جایز ګرځول شوی او پرته له ډیر اشد ضرورت څخه باید مسلمان پور اخیستلو ته زړه ښه نه کړي. حتی رسول الله ﷺ د یوه میت د جنازي لمانځه ادا کولو څخه چې د پور اداکولو وړاندې وفات شوی و انکار وکړ. سربیره پر دې، علماوو په دې هم بحث کړی چې آیا یو اسلامي هیواد کولي شي له کفري هیواد څخه ډالۍ قبوله کړي؟ ځواب دا دی چې یواځې په هغه صورت کې یې قبلولای شي چې ډالۍ اخیستل له هر ډول شرط او فشار څخه خالي وي.

په اوسنيو شرایطو کې د اسلامي لارښوونو تقاضا دا ده چې اسلامي هیوادونه باید پور اخیستلو ته زړه ښه نه کړي ولو که ځینو ستونزو سره هم مخ وي، ځکه چې زموږ اوسني پورونه د منابعو د نشتوالي له امله نه دي رامنځته شوي، په حقیقت کې اسلامي هیوادونه پخپله ډیرې طبیعي سرچینې لري، دوی د نړۍ مهم ستراتیژیک او جغرافیاوي موقعیت له ځانه سره لري.

اسلامي هیوادونه د نړۍ ۵۰٪ تیل تولیدوي، همداراز دوی د نړۍ درېیمه برخه خام مواد هم تولیدوي. له دې ټولو پرته، یوازې هغه پانګونه چې د مسلمانانو لخوا په غربي هیوادونو کې شوي کولی شي اسلامي هیوادونه له دغو ټولو ستونزو او مسئولیتونو څخه خلاص کړي.

د اسلامي پراختیایي بانک د راپور له مخې، په 1996 کال کې د دغه بانک د غړیو هیوادونو ټول بهرنی پور 618.8 میلیارده ډالر و او په غربي هیوادونو کې د مسلمانانو لخوا ساتل شوې پانګه له دې رقم څخه زیاته ده، دا چې څښتنان یې نه غواړي وپیژندل شي نو د یادې پانګې لپاره دقیق معلومات او مستند ریکاډ هم نه شته. خو، اقتصادپوهان بیا د دغې پانګې رقم له (800) څخه تر (1000) میلیارده ډالرو پورې ښيي، چې له دې څخه یوازې (250) میلیارده یې د خلیج له جګړي وروسته د عربو هیوادونو لخوا بیرته ویستل شوي دي، په عملي ډول دا په دې مانا ده چې مسلمانان بیرته د خپلو پیسو یوه برخه د هغې له ګټې څخه په لوړه بیه یا «سود» باندې له غربي هیوادونو څخه پور اخلي.

په خارجي پورونو تکیه کول او داسې حالات دا ټول اسلامي هیوادونو خپله په ځان راوستي او نشي کولی بل څوک په دې ملامت کړي. په حقیقت کې اسلامي هیوادونو د خپلې پانګې د لاسه ورکولو په اړه غفلت کړی او د دغو مشکلاتو د له منځه وړلو لپاره یې هیڅکله مناسب ګامونه نه دي پورته کړي، همداراز دوي په خپلو خلکو د باور ساتلو لپاره توجه نه ده کړې. تر اوسه دوی نه دي توانیدلي په خپلو هیوادونو کې یوه مستقله او باثباته سیاسي فضا رامنځ ته کړي تر څو د پانګونې لپاره په خپلو هیوادونو کې مناسب فرصتونه ولري. په ټوله کې اسلامي امت د یووالي روح په جلبولو او د ټولې نړۍ په سطحه د امت په پیاوړتیا کې پاته راغلی.

د اسلامي امت پورته حالت باید په دغه روانه پیړۍ کې تغییر ومومي، دوی باید ویښ شي او د وخت ننګونو ته جدي پاملرنه وکړي، زموږ اقتصادي او سیاسي مشرتابه باید د لارو چارو او وسیلو موندلو په واسطه له غربي تکیې او مهار څخه نور ځان خلاص کړي. ځکه چې مونږ خپله په کافي اندازه سرچیني لرو، یواځینی کمی مو د نویو طرحو او تګلارو جوړول او د دې تر څنګ د اسلامي ورورولۍ دوه اړخیزه پوهاوی او همکارۍ مفکورې ته وده ورکول دي.

قران وايي: “ټول مسلمانان سره وروڼه دي.” اسلامي لارښوونې وایي چې ټول مسلمانان باید د یوه واحد امت په توګه عمل وکړي، جغرافیایي خنډونه باید دوی سره و نه وېشي، سیاسي پولې باید یوازي د هر هیواد د داخلي اداري چارو لپاره وزغمل شي، او په ټوله کې اسلامي امت باید مشترکې ګټې او اهداف ولري.

د اسلامي هیوادونو مشرتابه ته د دې پیړۍ تر ټولو مهمه اقتصادي ننګونه د غربي هیوادونو له تکیې څخه ځان خلاصول دي. دوی ته پکار ده چې یو بل ته د متحدو هڅو لپاره لاس ورکړي، دوی نه تنها دا چې دغه مشکلات باید یواځې د امت د یووالي لپاره حل کړي، بلکې د خپلو هیوادونو د بقا لپاره هم باید دغه اقتصادي ننګونې جدي ونیسي. په دې اړه بیا تر ټولو زیات مسوولیت په سعودي کې د اسلامي همکاریو سازمان (Organization of Islamic Cooperation) په غاړه لري.

د خپلو اقتصادي جوړښتونو بیارغونه:

شلمې پیړۍ کې کمونیزم یا کمونیستي نظام وده وکړه او له کپیټلیزم سره د شخړو په نتیجه کې بیرته راوپرځیده، پانګه‌وال غربي هیوادونه د کمونیزم د پرځیدو په خوښۍ کې جشنونه نیسي، ځکه چې دا شکست دوی ته د کپیټلستي نظام د بریا یوه عملي تجربه وه. دا نه یوازې په سیاسي برخه کې بلکې په ایډیالوژیکي برخه کې هم د دوی لپاره یوه بریالۍ تجربه وه. په حقیقت کې کمونیزم د کپټلیستي اقتصاد د ځینو ناوړه پایلو په وړاندې د جذباتي غبرګون پر بنسټ رامنځته شوی و، په خاصه توګه د شتمنيو غیر مساویانه ویش چې په کپټلیستي نظام کې رامنځته شوی و. پانګوال یا کپیټلیستي اقتصادي نظام اوس هم د شتمنیو له غیر مساویانه ویش له مشکل سره مخ دی، له دې پرته په دغه نظام کې د شخصي ګټو ازادي دومره پراخه ده چې د ټولني یوه ډله کولی شي ټول بازار تر خپل تسلط لاندې راولي، په دې معنا چې د پانګوال نظام مفکوره له یوې خوا د بازار د غوښتلو او رسولو قانون ته درناوی کوي او له بلې خوا اجازه ورکوي چې افراد د بازار په طبیعي فعالیت چې د مارکیټ دوه طبیعي ځواکونه رسول او غوښتلو په واسطه رامنځته کیږي مداخله وکړي، تر دې چې ټول مارکیټ انحصار کړي. دغه ټولو ستونزو او ناوړه پایلو پانګه‌وال یا کپیټلیستي نظام ته له کمونیزم څخه وروسته یو بل غبرګون زیږولی. ځکه خو نړۍ اوس یو درېیم اقتصادي نظام ته اړتیا لري.

پورته ټولې ستونزې یوازې د اسلام اقتصادي نظام چې د قران او سنت په اساس جوړ دی کولی شي حل کړي، ځکه چې دا یو منځګړی او عادل نظام دی، دغه نظام له کمونېزم سره د فردي ملکيت له منځه وړل نه مني، د پانګې د مساوي ويش پرځاى عادلانه ويش غواړي او له کپېټلېزم سره مطلقه فردي آزادي نه مني، بلکې د دوی دواړو تر منځ يو درېيم نظر دى چې د بشر په فطرت برابر او د یو ښه ټولنيز عدالت رامنځ ته کوونکى دی. د ټولنې هر غړي ته فطري، شخصي او طبيعي حقوق هم ورکوي او تر څنګ يې په ټولنه کې د عوايدو د وېش توازن هم برابروي، يو طرف هر چا ته په خپل شخصي ملکيت کې د تصرف حق ورکوي او بل طرف ته يو ډول پابندي هم لګوي، تر څو دغه مال په يو ځای کې جمع نه شي او په عادلانه ډول د وګړو ترمنځ وڅرخي او هر غړي ته خپله برخه ورورسيږي، تر څو په ټولنه کې هر غړی په ارامۍ او سوکالۍ سره ژوند وکړي. د اسلام اقتصادي نظام نه تنها دا چې اسلامي امت لپاره یوه اقتصادي تګلاره ده، بلکه نړۍ ته د ورپيښو ستونزو څخه د خلاصون یو ښه بدیل هم کیدلی شي.

بله دا چې سودي سیستم د هغو شتمنو صنعتکارانو پلوي کوي چې د عامو خلکو له شتمنیو څخه غیر عادلانه ګټه پورته کوي. په دې معنا، کله چې عام خلک خپلې پیسې له بانکونو سره د سود په موخه ذخیره کوي، دغه پیسې د صنعتکارانو لخوا په لویو تجارتي کارونو کې لګول کیږي چې له دې پیسو څخه دوی غټې ګټې لاسته راوړي، په نتیجه کې د ګټې یوه ډیره کمه اندازه د پیسو اصلي څښتنانو ته بیلیږی چې د هغې یوه برخه بیرته له دوی څخه د تولید د لګښت په نامه اخیستل کیږي او بله برخه چې د پیسو اصلي څښتنانو ته ټاکلی سود بلل کیږي د پړسوب یا په بل عبارت د پیسو په ارزښت کې د کموالي په واسطه له دوی څخه اخیستل کیږي، او په واقعیت کې دغه صنعتکاران د خلکو شتمني یوازې د خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي او اصلي څښتنانو ته یې هیڅ ګټه هم نه ورکوي. باالعکس، په اسلامي بانکداري سیستم کې صنعتکاران د پیسو اصلي څښتنان له ځان سره په ګټه کې پوره شریک بولي.

همداراز قمار چې په اسلام کې منع دی، کولی شي د احتکار په واسطه افرادو سره د ټول مارکیټ په قبضه کولو کې مرسته وکړي، او په دې طریقه ټولنه کې د منابعو د غیر مساویانه ویش لپاره لاره اواره کړي. د اسلام اقتصادي نظام نه یواځې دا چې د منابعو عادلانه ویش او د مارکیټ دوه ځواکونه رسول او غوښتل مني، بلکې د دې ترڅنګ د عادلانه ویش او د مارکیټ د ځواکونو طبیعي جریان او ثبات لپاره یو ښه میکانیزم هم برابروي، لومړی دا چې موږ ته د رزق ګټولو لپاره د حلال او حرام محور تعریفوي ترڅو په مارکیټ کې د ظلم، انحصار، غیر اخلاقي ګټو او باالخصوص ټولنې ته د زیان رسولو مخه ونیسي. دوهم دا چې د غه نظام مونږ ته د ذکات، صدقه او نورو مالي مسوولیتونو په واسطه حتی په حلاله ګټه کې هم د ټولنې ټیټو خلکو ته د حق ورکولو امر کوي ترڅو د ټولنې طبیعي منابع د وګړو ترمنځ په یو عادلانه او دوامداره ګردش کې وساتل شي.

په ننني عصر کې د اقتصاد غوښتنه دا ده چې د عامو خلکو شتمني باید د ټولنې په پرمختګ کې ونډه ولري، د اسلامي اقتصاد بنسټیز اصول مشارکه او مضاربه د سودي نظام تر ټولو ښه بدیل دي، ځکه چې په دې سره عام وګړي کولي شي مستقیما د خپل ځان او ټولنې په اقتصادي پرمختګ ګې ونډه واخلي، همدا راز له دې سره د موجوده منابعو عادلانه ویش هم رامنځته کیږي.
په اوسني عصر کې د اسلام اقتصادي نظام ته تر ټولو لوی خنډ د دغه نظام د ژوندي مثال نه شتون دی چې اکثره اصول يې په سمه توګه نه دي عملي شوي، اصل مشکل په اسلامي هیوادونو کې دی، په ځای د دې چې د اسلام دغه بشپړ اقتصادي نظام ته توجه وکړي، دوی اوس هم د (پانګوال) یا کپیتلیزم نیمګړي نظام تعقیبوي، همدا وجه ده چې نن د غربي هیوادونو په پرتله د پانګوال نظام ستونزې په اسلامي هیوادونو کې لا زیاتې لیدل کیږي.

هغه څه چې مونږ ته ارآم او د امید سا راکوي، دا ده چې د اسلامي امت دغه غمجن حالت به تل نه وي، دغه حالت به هرومرو بدلیږي، د اسلامي نړۍ مشرتابه ته پکار ده چې خپل مسوولیت د اسلام اقتصادي نظام په راوستلو کې ادا کړي، او دا به راتلونکي نسل ته د دې پیړۍ تر ټولو لویه او غوره ډالۍ وي. زه باور لرم، که چیرې د اسلامي اقتصاد ټول اصول په اخلاقي او سمه توګه عملي شي، موږ به نړیواله توجه او لا زیات ارزښت حاصل کړو.

و من الله توفیق

هر نیک کار صدقه ده (حدیث)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د