د ملا اختر محمد منصور يو نيمګړی غزل

جمال الدين ګرمسيري

هیواد مو شو ویران لوړ کښته هدیره شول
د زړه په سترګو ګوره یتیمان وپيژنه

په لر اوبر چې ګورم سره فضاء رامعلومیږي
دسرو وینو سیلاب دی زیان دځان وپيژنه

نن بیا په تورو غرو کې افغانان خواره واره شول
اختر محمد منصوره !قاتلان وپیژنه

دغه شعر زموږ د ګران رهبر شهید سعید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله دی نوموړی به دطالبی په دوره کې ځیني وخت د خپل زړه آه وفریاد د شعر په ژبه هم اظهاروی ۔

پورته لیکل شوی شعر چې کله زه او دی په ١٩٩٣ کال دپیښور ښار د بورډ په سیمه کې په ضیاء المدارس نومي مدرسه کې چې دشیخ الحدیث مرحوم مولوی محمدنعیم لوګري (کوڼ اخندزاده صاحب )په سر پرستی کې دیوه پنجشیري تجار لخوا چلول کیده ، اوسیدلو او دا وخت کابل کې تنظیمي خپلمنځیو جګړو زور اخیستی وو ،ما غوښتل په هغه وخت کې دنوي کال لپاره یوه جنتري (کلیزه ) ترتیب او چاپ کړم ۔

نو چې کله مي جنتري په خپل قلم ولیکل ما له نوموړي نه غوښتنه وکړه چې ستاسو یو شعر ماته راکړی چې زه يي دجنتری په اخیرنی صفحه کې ولیکم ۔زما دغوښتني سره سم يي دغه پورته شعر راکړی او راته وی ویل چې دا د یوه یادداشت په توګه پکښې ولیکه ۔

د یادوني وړ ده چې زموږ دګران رهبر نور شعرونه چې زما سره سته دخپل هغه کتاب برخه وکرځوم چې غواړم په دې وروستیو کي يي د نوموړي د ژوند په هکله ولیکم ۔

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د