د جیټ الوتکو بیړۍ امریکا

سروې: نیمی امریکایان د ایران سره د جګړې اټکل کوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱جوزا، ۱۳۹۸ل): د رویټرز او یوې بلې رسنۍ سروې ښيي چې د امریکا او ایران تر منځ د ترینګلو اړیکو په تعقیب نیمايی امریکایان د ایران سره د احتمالي جګړې اټکل په راتلونکو نیژدې کلونو کې کوي.

دغه سروې چې تیره شپه نشر شوه، د روانې میاشتې مئي د ۱۷ څخه بیا تر ۲۰مې نیټې پوري تر سره شوې. او په کښي ویل شوي، که ایران په سیمه کې د امریکا پر پوځ برید وکړ، نو د هرو پنځو امریکایانو څخه څلورو ویلي چې امریکا باید پر ایران جوابي برید وکړي.

په سروې کې د ایران سره د ټرامپ پر تعامل باندي پوښتنه کې ویل شوي چې ۴۹ سلنه خلکو خپله ناخوښې ښودلې، چې په هغو کې ۳۱ سلنه ډیر زیات ناخوښه وه، او بل اړخ ته بیا ۳۹ سلنه خلک د ټرمپ له سیاسته خوښ وه.

په سروې کې ۵۱ سلنه خلکو ویلي چې په نیژدې راتلونکو کلونو کې د ایران او امریکا تر منځ د جګړې احتمال شته، په تیر کال کې دغه اټکل یوازي ۸ سلنه و.

که څه هم امریکایان په عموم کې د امریکا پر ګټو باندي د ایران ګواښ د تیرکال په پرتله زیاتېدونکی بولي خو بیا هم ډیری امریکایان وايي، امریکا باید وار مخکې نه کړي.

رویټرز او ابسوس په نامه ادارې ویلي چې دوی دغه سروې د امریکا په مختلفو ایالتونو کې کړی چې ۱۰۰۷ کسانو ګډون په کښی کړي، ۳۷۷ تنه یې دیموکراتان او ۳۱۳ جمهوري پلوه وه.

د یادونې وړ ده چې د امریکا او ایران تر منځ اړیکې هغه وخت خرابي شوې کله چې د امریکا ولسمشر ټرمپ په روانه میلادي میاشتي مئي کې د ایران پر خلاف توندي څرګندونې وکړې او د ایران د پټرول پر صادراتو یې بشپړ بندیز ولګوی.
امریکا همداسي د ایران سمندري پولو ته څیرمه «خلیج فارس» ته د جنګي الوتکو بیړۍ هم را ولیږله او اعلان یې وکړ، دوی داسي استخباراتي معلومات تر لاسه کړي چې ایران به په سیمه کې د امریکا پر ګټو باندي برید وکړي، خو ایران دغه تورونه رد کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د