مينه: مهاجر مدثر

مهاجر مدثر

مينه څه ده مينه نه ده مينه ښه ده
مينه لمر مينه سپوږمۍ مينه ډيوه ده

مينه چنګ مينه رباب مينه سيتار دی
مينه سُر دی مينه تال مينه چمبه ده

مينه ګرمه مينه نرمه تړمه اوښکه
مينه تللې ګريوانه کي مېلمنه ده

مينه کبر مينه عُجب نه بري ده
مينه عُجز مينه خم سر او سجده ده

مينه اور مينه لمبه مينه سپرغۍ ده
مينه آه مينه فِغان مينه تغمه ده

مينه تک سپين وراثت د پيغامبر دی
مينه ول مينه پګړۍ مينه شمله ده

مينه څړيکه مينه کړيکه مينه چيغه
مينه شور مينه شپېلۍ مينه نغمه ده

مينه زده کړه مينه وکړه مينه ژوند دی
مينه پېغله مينه سپينه پښتنه ده

مينه پاڼه مينه څانګه د چنار ده
مينه کټ مټ د ملنګ ملا هوده ده

مينه اوره مينه لوله مدثره !
مينه ځل مينه غزل مينه ټپه ده

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د