د بهرنيو ځواکونو د چاپې کيسه د يو ماشوم له خولې واورئ!

ډېوه همت لور

د شپې پر دوو نیمو ، درو بجو د ژمي په سړه هوا کي د کور دروازه په زوره وټکول سوه. څنګه چي د کورنۍ ټول غړي په خواږه خوب بیده وه، په اول ځل ټکولو سره مي یوازي پلار راپورته سو. تر څو چي مي پلار څراغ لګوی او ور وتی، دروازه دوهم ځل په لغتو ووهل سوه. دا ځل مي د پلار تر څنګ سمدستي د کور نور غړي مور، شپاړس کلن مشر ورور او کوچنۍ دوې خوندي چي ټول په یوه خونه کي بیده وو له خوبه را پورته سول.

پلار چي مي له کوټې همداسي په یوه کمیس کي وتی، مور مي ژر ور پسې ږغ کړه چي دا پټو خو دي پر ځان واچوه. خو پلار مي همداسي ژر و وتی. مور مي په داسي حال کي چي د اتو میاشتو ماشوم یې په نس وو ، په ډیري وارخطایۍ سره د کور غولي ته پسې ووتل. دا د لوګر د پادخواب شانه په سیمه کي کومه نوې پېښه نه وه، د شپې له خوا د دروازو د داسي ټکولو سره د سیمي خلکو اشنایي درلوده.

کله چي موږ ماشومان وارخطا وارخطا په مور پسې غولي ته ووتو، که ګورو چي د کور په غولي کي شاوخوا او همدا رنګه د ټیټو ټيټو کوټو پر سرونو باندي بهرني ځواکونه د وسلو سره ولاړ دي. د پلار لاسونه مو شاته تړل سوي دي او مخته یې بهرني ځواکونه په داسي حال کي چي مخونه یې په ځانګړو خولیو کي پټ دي ، ورته ولاړ دي. مور چي مي په څو شېبو کي دا هر څه ولیدل، ژر یې ور وځغستل او هغو عسکرو ته یې په چیغو چیغو وویل: دی د ښوونځي مدیر دی ، ښوونکی دی ښوونکی ! د خدای روی دی دا څه حال دی، دی مه را څخه بیایاست…. !

زه چي یوولس کلن وم ، د خپلو وړونو او کوچنيو معصومو خوندو سره د کور په غولي کي لڅي پښې ، په یوه کمیس کي، په داسي حال کي چي ریږدېدم ولاړ وم. ډېر وختونه مي پر نورو باندي د داسي حالاتو د را تلو په اړه له مشرانو څخه خبري اورېدلي وې ، خو اوس دا حالت پر موږ هم راغی. فکر مي کاوه بد خوب وینم، هیڅ مي دا حالت زړه ته نه لوېدی . پلار مي د غوسې په حالت کي عسکرو ته ویل:

” زه د دې سیمي د ښوونځي مدیر یم . زه نه د طالبانو سره اړیکه لرم او نه د حکومت سره کار لرم“.

خو هغو هیڅ هم نه ویل. په دې وخت کي یوه عسکر بل ته په بهرنۍ ژبه یو څه وویل. عسکر د موټر پر لور روان سو او له موټر څخه یې د چاودېدونکو توکو یو واسکټ راوایست. زما د پلار لاسونه یې ورخوشي کړه او د هغه په ور اغوستو لګیا سو. پلار مي نارې کړې، د ځان د خوشي کولو په هڅه کي سو او ورته ویل یې:

” دا واسکټ په ما مه اغوندئ ! ولي درواغ وایاست رذیلانو! خدای تعالی مو تبا کړه! “.

تر هغه وروسته بل عسکر زما د پلار په سر توره کڅوړه ور واغوسته. مور مي ډېره دلاوره وه. پلار ته مي ور نژدې سوه او د واسکټ د لیري کولو هڅه یې وکړه ، خو بهرنيو ځواکونو د وسلو په مرسته لیري کول. څنګه چي مي په هغه ورځ پلار له ښوونځي څخه د دوو میاشتو معاش اخیستی وو او دغه پيسې يې په جیب کي پرتې وې، پلار مي مور ته کرار وویل دا پیسې مي له جیبه واخله. خو عسکرو د پیسو اخیستو اجازه هم ورنه کړه او زما پلار یې په پښو رهي کړ.

د دې حالت په لیدو سره مي مور پر مځکه ولوېده او چیغي یې کړې چي د خدای روی دی، دا مه راڅخه بیایاست ! د ماشوم درلودو او د بیري له امله مي د مور پښې بیدې سوې او نور د ولاړېدو توان پکښي نه وو . کوچنيو خوندو او وړونو مي په پلار پسې چیغې وهل پېل کړل. عسکرو زما پلار د خټو یوه اومه دېواله ته ودراوه، د موټرانو تیزی بتۍ یې پر برابري کړې او د عکسونو اخیستل یې پیل کړله….

تر څو شېبو وروسته کله چي عکسونه اخیستل پای ته ورسېدل ، یوه عسکر بل ته یو څه وویل چي موږ نه په پوهېدو. په دې وخت کي دوه عسکر زما مشر ورور ته را نژدې سول. څنګه چي زما مشر ورور ډېر ډنګر وو او تر اوسه یې لا بریتونه سم نه وه راغلي، تر خپل عمر کوچنی معلومېدی. یو عسکر زموږ په ژبه پوښتنه ځني وکړه: څو کلن یې؟ مشر ورور چي مي رډي سترګي نیولي وي او په کرکه یې ورته کتل څه یې ورته ونه ویل. په دې وخت کي ما چیغي کړې او په چیغو چیغو مي ورته وویل:

دی کوچنی دی اوس دی هم را څخه بیایاست؟ په چیغو چیغو مي ورته وویل: که دی بوزئ زما دا ګوډه مور به څوک ډاکټر ته بیايي؟ هغو فکر وکړ چي ورور مي کوچنی دی، کنې هغه یې هم د ځان سره بیوی. عسکرو زما پلار په پښو رهي کړ، ځیني عسکر په موټرونو کي سپاره سول او نور په پښو پسې روان سول. د پوځيانو موټران زموږ د کور تر څنګ څو شېبې ولاړ وه ، وروسته وروسته په څو شېبو کي توره تیاره او آرامي خپره سوه .

مور مي پټه خوله په سړه هوا کي پر مځکه ناسته وه ، د ولاړېدو توان یې نه درلود . کوچنۍ خوندي مي هم حیراني پاته وې چي زموږ پلار یې چیری بوتی. د مشر ورور په سترګو کي اوښکی وچې سوي وې، زاړه دېوال ته یې تکیه کړې وه، ولاړ وو. زه د هوا د سوړوالي او بیري له امله ریږدېدم. اورېدلي مي وه چي د امريکايي پوځيانو له خوا د خلکو له کورونو څخه د چاپو په اچولو سره نارینه بیول کیږي او بیا یې څوک مړی هم نه مومي. په هغه شپه ډېر بېرېدم، ژر مور ته ورغلم ، ټینګه مي په غېږ کي ونیول. مور مي لکه بې روح ځان حیرانه پاته وه هیڅ یې نه ویل. د ټولو دې خاموشۍ نور هم وبېرولم. په دې وخت کي زموږ د غوا ګیلګی (خوسکی) د څنګ غولي څخه زموږ غولي ته راغی.

ګیلګی به کله زموږ خواته راتلی، کله به بیرته د څنګ غولي ته تلی . موږ ددې څاروي په موخه نه پوهيدو، چي ولي داسي سرګردانه ځي او راځي. یو څو شېبې وروسته د سهار اذان ناري سو. د اذان په ناري کېدو سره مي ورور په ګلګي پسې روان سو . ځکه د څنګ په غولي کي په وړه کوټه کي مي مور رومیان، بانجڼ، پیاز او داسي نور خوراکي توکي په خپلو لاسونو وچ کړي وه. ورور مي د دې لپاره چي خوشي سوی ګیلګی هغي کوتې ته ولاړ نسي او خوراکي توکي ونه خوري، د څنګ غولي پر لور روان سو . ما چي مي ورور د تګ په حالت کي ولیدی، ژر مي ور پسې وځغستل چي یوازي ونه اوسي. ورور او زه چي د څنګ غولي ته ولاړو، که ګورو چي د څارویو په غولي کي بدلون راغلی دی. د خوراکي توکو کوټه نه تر سترګو کیږي.

ورور مي سمدستي جیب ته لاس کړ چي کوچنی جیبي څراغ راوباسي. په دې وخت کي زما پښه په خاورو ننوتل او ولوېدم ، ورور چي مي څراغ پر مځکه واچاوه، که ګورو چي د خوړو ګوټه پرته له کوم ږغ څخه ځای پر ځای پر مځکه کښېنستلی ده او پلار مو د هغو چاودېدونکی توکو سره ویشتل سوی ، نیم په خاورو کي پټ او نیم لڅ مړ پروت دی….
پای

avatar
3 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابونظام خوستی
میلمه
ابونظام خوستی

الله دی صبر جمیل در کړی
په خدای چی ډیره سخته ده

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

مننه محترم ورور خوستی صاحب !
استا‌ذ عبدالمالک همت او ستاسو ديني خور ډېوه همت لور

منتقم منګل
میلمه
منتقم منګل

الله د ستاسو حدمت د قلم سنګر په میدان کی قبول کړی او الله د زیاتو لیکنو توفیق درکړی.
د ظلم او ظالم پر وړاندی خاموشی به مو د حالات لا بدتر کړی، امت مسلمه او په خاص توګه افغان ولس ته د همت او غیرت کولو وخت دی. پدی هیڅکله نشو خلاصیدای چی ملا نه یم زه معلم یم کفارو ته د اسلام او مسلمان ختمول او حذف کول مهم دی که هغه تر هری رتبی او درجی لرونکی وی.
نور د انتظار وخت ندی باید اوس نو خپل دماغ خلاص او پکار واچوو.

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

مننه محترم منګل صاحب الله مو سرلوړي لره!
استا‌ذ عبدالمالک همت او ستاسو ديني خور ډېوه همت لور

مجاهد
میلمه
مجاهد

پخوا چه مونږ کوچنیان وو د دجال ( لوی شیطان ) خبری او نشانی به ویل کیدی مګر مونږ فکر کولو چه څو پیړی او یا څو نسلونه وروسته به دجال راځی مګر هغه دجال مو په همدی نسل او زمونږ به عمر کی ولیدلو ، دا دقیامت لوی نښی دی او د مجموعی ژوند د ځنکدن اخری شیبی دی الله ج دی زمونږ په ګډون ټول مسلمانان د دجال له شره وژغوری . تاسی وګوری چه ددجال معاش خواره او کمیشن کاران د دی سترګو لیدلی او عملی بڼه لیکنه باندی کومه تبصره نه لیکی د دجال په لاسته… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

مننه محترم مجاهد صاحب !
استا‌ذ عبدالمالک همت او ستاسو ديني خور ډېوه همت لور