ملا اختر محمد منصور د استعدادونو غر و

عبدالله احمدي

منصور صیب ته الله جل جلاله نا اشنا لوړ اخلاق، فهم او حوصله ورکړي ول.

الله تعالی دې شهادت قبول کړي-  ډیر یو دروند شخصیت و وضعیت یې په عموم کي له هر چاسره که به مشر مجاهد و او یا  کشر ډیر صميمانه و،  په ډیرو ښو اخلاقو به یې خبرې ورسره کولې او ښه په سړه سینه يې هر څه اورېدل.

د عجیبه حوصلې، زغم او تدبیر خاوند ؤ یقینا د زعامت ټول معنوي او ظاهري صفات پکې راټول و، د لویو لویو واقعاتو او پېښو په وړاندې یې په ډېره سړه سینه فکر کاوه او بیا یې مناسب اقدام کاوه، هیڅکله هم وارخطایي او عصبانیت ورباندې غلبه نه کوله او نه یې هم د کارونو په اړوند عجله کوله،  په ټولو حالتو کې عادي او د ژور فهم خاوند ؤ.

د کارونو  په اړه به یې داسي تدبیر جوړ کړ چې ملګري به ورته حیران شول چې د څومره ښه نظر او فکر خاوند دی.

د یو کار د کولو په وړاندې به دومره قاطع او جدي ؤ چې د ده په څېر جدیت او قاطعیت په ډېرو کمو کسانو کې پیدا کېدی.

د ولس د ښېرازتیا، سوکالي او خوشحالي فکر به همېشه ور سره ؤ په مجاهدینو به یې بیخي زیات ټینګار کاوه چې له ولس سره ښه ګذاره کوئ، زړونه یې لاسته راوړئ، د ملکي تلفاتو مخه ونیسئ،  د مشرانو احترام او په کشرانو باندې یې شفقت وکړئ، د مریضانو پوښتنه یې وکړئ د امکان تر حده ورسره مرسته وکړئ، ځوانانو سره یې د همزولو او وروڼو په څېر چلند وکړئ، د تعلیم او زده کړې زمینه ورته مساعده کړئ، د جهل، تورتم او تیارو څخه یې د علم په رڼا سره را وباسئ، د ولس د سکون او ارامۍ په خاطر د عامه تأسیساتو حفاظت وکړئ، ولس ۴۰ کاله زورېدلی، کړېدلی او په تکلیف شوی دی تاسو یې د خوشحالتیا او ارامۍ لپاره کوششونه وکړئ. دا هر څه د ده په بیانیو او اعلامیو کې تاسو لېدلی شئ.

د ده رحمه الله په وخت کې په ټولو عرصو  لکه نظامي، سیاسي، اقتصادي، تعلیمي، فرهنګي او فکري جوړښت  برخه کې زیات پرمختګونه وشول.

د ولس د مشکلاتو او ستونزو د اورېدلو لپاره یې د لومړي ځل لپاره د شکایتونو د اورېدلو کمیسون او اداره رامنځته کړه څو د ولس د غمځپلیو خلکو مشکلات واوري او د حل لپاره یې د امکان په صورت کې رسېده ګي ورته وکړي.

د قومي، مذهبي، سمتي او لساني توپیرونه د خپرېدلو مخه یې ونیوله کومه چې د اشاعت په حالت کې وه.

په سیاسي برخه کې یې زیات کارونه وکړل د نمونې په ډول: د سیاسي دفتر افتتاح د مشرتابه په اجازه او د هغه لپاره د وړو کسانو لېږل څو په سیاسي ډګر کې هم د اشغال د خاتمې لپاره مناسبې هڅې وشي، د اسلامي امارت داعیه، دریځ او هدف یې نړیوالو ته د ډیپلوماسۍ په ژبه بیان کړ، د امارت سیاسي برخه یې په پښو ودروله او د پرمختګ لپاره یې اړین ګامونه واخستل، امارت یې په نړیواله سطحه د یو جهادي، سیاسي او اجتماعي قوت په حیث نړۍ ته راڅرګند کړ چې دا جهادي، سیاسي او ولسي خوځښت د خپل هېواد د آزادۍ او استقلال لپاره د منلو شویو قوانینو په بنیاد د اشغالګر او تیریګر جهت سره په ناموازي جګړه بوخت دي څو خپل ټاټوبی د اشغال له ناروا او کرغېړن شتون څخه خلاص د ولس د عقېدې، ارادې، فرهنګ او کلتور ممثل نظام پکې رامنځته کړي.

د اسلامي امارت پالیسې یې نړیوالو ته بیان کړه کومه چې خرڅو شویو رسنیو غلطه تعبیر کړې وه چې دا ډله د ټولې سیمي او نړۍ لپاره یو ګواښ او خطر دی خو ده رحمه الله دوی پوی کړل چې موږ د چا په کورنیو او بهرنیو چارو کې نه لاسه وهنه کوو او نه یې اراده لرو او نه هم بل چاته اجازه ورکوو چې زموږ په کارونو کې مداخله وکړي.

په خپله کوتا او کمه دوره کې یې څو ځله د سیمي هېوادونو ته په دې مورد سفرونه وکړل چې خپل د مظلومیت او محکومیت غږ په نړیوالو واوري او هم خپل حرکت ته رسمیت او قانونیت ورکړي، د ځان مظلومیت او د تیریګرو ظلم یې ټولې نړۍ ته وښود او هم یې خپلې پیل کړې مبارزې ته مشروعیت ورکړ.

د طالبانو هغه څېره او بڼه یې چې د دښمن رسنیو دنیاوالو ته ښودلې وه چې دا یو تروریستي ، وحشتناکه او ترهګره ډله ده غیر له وحشت، تالان،  چور او چپاول نه بل کوم هدف نلري، درواغ او افتراء ثابته کړه او د طالبانو اصلي مخ یې نړۍ ته څرګند کړ.
لله الحمد نن ورځ نړیوال په دې نظر دي چې طالبان  د سیمي یو سیاسي قوت دی چې په سیمه کې یې شتون د سیمي د امنیت لپاره ضروري او اړین دی.

دا راز د دښمن هغه ادعا چې دونیاوالو او افغانانو ته یې ویله چې طالبان په سوله او د جګړې په سولییز پای باور نلري، د سولي، ثبات او ارامۍ دښمنان دي درواغ ثابته کړه ځکه د افغان امریکا جګړې د ختماوي لپاره طالبانو د نظامي مبارزې تر څنګ سیاسي مبارزه هم پیل کړه چې په قطر هیواد کې یې خپل دفتر د مذاکراتو لپاره پرانیست خو د امریکایانو او د هغوی د داخلي ملاتړې ادارې په هڅو بند شو. دا راز یې افغانانو او د نړۍ خلکو ته وښودله چې د سولې او ثبات په مخکې ستر خنډ د اشغال مسئله ده څو چې اشغال او د بهرنیانو شتون وي سوله ناممکنه ده.

په نظامي ډګر کې یې نا اشنا پرمختګونه او نوښتونه وکړل.

لکه دکندز ولایت فتحه  دده په وخت کي وشو، په هلمند کې ستر فتوحات او همداراز د هیواد یوه زیاته برخه دده په وخت کي د مجاهدینو تر ولکې لاندې راغله او ډیره توجه یې دې برخې ته کوله.

دا رنګه د نظامي ځواک تر منځ د همغږۍ په خاطر یې په نظامي کمېسون کې د منظمو قطعاتو او سیارو ګروپونو جوړول چې زیات مؤثر او ډیرو مهلکو پلانونو شنډوونکي تمام شول.

په اقتصادي برخه  کي هم ډير متوجه و، په اقتصادي منابعو او سرچینو کي يې ډیر کوښښ کاوو چي د مشروع اوداسي لارو څخه چي د اسلامي امارت ګټه پکښې وي پیدا کړي او مجاهدینو ته یې ورسوي.

په سیاسي، نظامي او اقتصادي برخو کي تر ډیره حده کامیاب او ډیر پرمختګونه يې درلودل، چي ټولو ته واضح او ښکاره دي.

یقینا شهید منصور صیب هغه جهادي او سیاسي شخصیت وو چې د مؤمنو پرګنو یتیمه قافله یې چې وېشلو او له منځه تللو ته نژدې وه د خدای ورکړي استعداد په مټ د الله په نصرت او قاطع عزم سره منظمه، قوي او د هدف په لور روانه کړله کومه چې د ویاړلي قائد او سردار په رحلت سره ورسره مخ شوې وه.

آمیر المؤمنینه! تا ځان لولپه کړ خو د امت هغه کیښتۍ دې غرقېدلو ته پرېنښوده کومه چې د زماني وحشي، زړورو او هلاکوونکو موجونو په خپله غیږ کې اخیستې وه څو دې د ساحل غاړې ته په خیر او عافیت سره نژدې کړه، کاش ته داسې ژر نه وای تللی!

روح دې ښاد او یا دې تل تر تله شه!!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د