ملا اختر محمد منصور تاریخي طالب رهبر

ظریف افغان

هر سیاسي او پوځي ځوښت که په نړيواله او یا هېوادنۍ کچه وي، هرومرو د څیړنکو له نظره ارزول کېږي او مثبت او منفي
اړخونه يې په ګوته کېږي. دلته د طالبانو د تحریک د داسې مشر ځینو ځانګړنو او کړنو ته اشاره کوو چې د غورځنګ پر وروستیو دریځونو، تګلارو او اړوندو پېښو یې اغېز ډېر جوت دی. ملا اختر محمد منصور د طالبانو دویم مشر و، چې مشري يې له څو لحاظو د طالبانو په مبارزاتي تاریخ کې اهمیت لري، چې لاندې پرې بحث کېږي.

ملا اختر محمد منصور د طالبانو د مشر په توګه د خپل لیډرشیپ په لنډه او مهمه دوره کې داسې لاسته راوړنې او پرمختګونه لري، چې د طالبانو په تاریخ کې شاید کم ساري وي. مرحوم ملا محمد عمر مجاهد د طالبانو د غورځنګ موسس و چې د طالبانو غورځنګ يې په داسې شرایطو کې رامنځ ته کړ، چې د جهادي ډلو ترمنځ ویجاړوونکې کورنۍ جګړې د هېواد راتلونکي ته هیلې وژلې وې؛ خو د هغه له وفات او یا یې په ژوندوني له عامه انظارو له پناه کېدو وروسته مرحله يې د طالبانو د تحریک لپاره مهمه ده.

له ملا محمد عمر وروسته طالبانو کې یو له هغو کسانو چې ډېر محوري رول یې لوبولی او د پام وړ سیاسي، اداري او پوځي وړتیا یې ښکاره کړې، ملا اختر محمد منصور و. کله چې د منصور صاحب په مشرۍ د طالبانو داخلي نظم، نظامي پرمختګونو او د سیاسي اړیکو پراختیا ګورو، دا مرحله د طالبانو د تحریک لپاره د عطف نقطه ګڼل کېږي. په دې معنا چې د منصور له دورې مخکې او وروسته د طالبانو غورځنګ یو له بل سره د پام وړ توپیر لري.

وايي، که انقلابونه مېړونه وژني، نو زېږوي يې هم. پر افغانستان د امریکا له یرغل وروسته، چې کابو ټول افغان سیاسي او نظامي جهتونه او تقریبا ټول ایډیالوژیک جریانونه د امریکا تر سیوري لاندې دېره شول، ډېره تمه نه کېده چې د امریکاضد جګړې د رهبرۍ لپاره به دغه ډول رهبران وزېږول شي.

د دې لپاره چې بحث راټول وساتل شي، د ارواښاد ملا اختر محمد منصور د شخصیت هغو ځانګړنو ته اشاره کوم، چې ماته بارزې ښکارېدې. دغه ځانګړنې عبارت دي له: اداري توانايي، نظامي وړتیا او سیاسي درک. زموږ په تېر جهاده کې، په نظامي ډګر کې ښو شخصیتونو وده وکړه، محاربوي هنرونه یې زده کړل او په دې برخه کې يې ښه پرمختګونه وکړل، خو د اداري وړتیا او سیاسي عقلانیت په برخه کې، سره له دې چې اکثرو جهادي مشرانو عالي تحصیلات لرل، خو بیا هم په دغو دوه برخو کې له کمي سره مخ وو. که ووایم زموږ د جهادي رهبرانو خامو سیاسي دریځونو او تنظیمي کلچر زموږ د جهاد په شکست کې محوري رول لوبولی، مبالغه به نه وي. طالبان اوس په ډېرو سختو او ضیقو شرایطو کې د جهادي رهبرانو د خامیو د جبیره کولو هڅه کوي.

دلته د ښاغلي منصور د شخصیت پر پورتنیو بارزو شخصیتي ځانګړنو تم کېږو:

اداري وړتیا

د ملا اختر محمد منصور ادارتي وړتیا او هنر د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې هغه وخت ثابت شو، چې د طالبانو د حکومت تر پایه د ملکي هوايي چلند وزیر پاتې شو. که څه هم د طالبانو حکومت تر پایه مخالفینو سره په جګړه بوخت و، خو منصور د خپل مدبر مدیریت پر مټ وتوانېد چې د افغانستان نړیوال هوايي ډګرونه فعال کړي. په هغو شرایطو کې د هوايي ډاګرونو یوازې فعاله ساتنه کافي ده چې د ښاغلي منصور مدیریتي توانايي ترې ثابته شي؛ ځکه هغه وخت افغانستان نه یوازې دا چې په جنګ کې واقع و، بلکې د امریکا له بشر ضد او غیرانساني اقتصادي بندیزونو لاندې له ربړوونکي پړاوه هم تېرېده. ملا اختر محمد منصور د هوايي ډګرونو له فعال ساتلو سره جوخت پر دې هم وتوانېد چې د کابل نړیوال هوايي ډګر او اړوند تاسیسات یې له سره ورغوي او وروسته یې د اریانا افغان نړیواله هوايي کرښه د کورنیو او بهرنیو الوتنو لپاره په نړیوال سټنډرډ برابره کړه. له دې سره سره، د کندهار، هرات، ننګرهار، مزار شریف او کندوز هوايي ډګرونه د هر ډول ملکي او پوځي الوتنو لپاره چمتو او په پرمختللو وسایلو سمبال وو.

د منصور صاحب د وزارت په پېر کې بله کارنامه د افغانستان په نړیوالو هوايي ډګرونو کې د «ویسټ» دستګاه لګول و. د ویسټ دستګاه له لارې د وخت افغان حکومت کولی شول چې د افغانستان له فضا د تېرېدو له امله له تېرېدونکو الوتکو ټرانزیټ ترلاسه کړي چې دا په خپله په هغو شرایطو کې له ملي بودیجې سره د پام وړ مرسته وه.

دلته یوه ټکي ته ډېره پاملرنه په کار ده. طالبان داسې واک ته نه و رسېدلي، لکه په کوم غربي پرمختللي دولت کې چې یو جهت په سوله ییز ډول له مخکیني حکومت څخه واک ترلاسه کوي. د طالبانو پاڅون د یوه داسې حالت پر ضد و، چې نه نظام و، نه امنیت او نه قوي مرکزي حکومت. طالبان داسې وخت پر کابل مسلط شول، چې زموږ پلازمېنه د واک پر سر د جهادي ډلو پنځه کلنې جګړې ښه ځپلې وه. د افغانستان ملي هوايي ځواک د مختلفو ډلو لاسونو کې وېشل شوی و او هر چا پرې خپل مخالف په نښه کاوه. منصور د داسې حکومت د هوايي چلند وزیر شو، چې له یوه بشپړ انارشیزم او هرج و مرج وروسته یې واک ترلاسه کړ. نو که له دې زاویو یې وګورو، د منصور صاحب کار واقعا د ستاینې او قدرداني وړ و.

د ملا اختر محمد منصور د شخصیت د اداري وړتیا نورې بېلګې چې ډېرې مهمې او د طالبانو د تحریک په تاریخ کې به تل یاد وي، د طالبانو تحریک لپاره د کمېسیونونو منظم اداري نظام پرمختګ و. منصور، لکه څنګه یې چې نژدې دوستان روایت کوي، په شخصیتي لحاظ نظم او ضبط ته پابند انسان و. کله چې د کندهار د ولایت مسوول و، ان د منصور سیاسي مخالفین پر دې اعتراف کوي، چې د ده ډلګیو او مجاهدینو د طالبانو د نورو جنګیالیو په پرتله ځانګړی نظم او ترتیب درلود. وروسته، کله چې د امارت نائب شو، د غورځنګ اداري ډانچې ته یې پراختیا ورکړه. په دې سختو شرایطو کې چې طالبان او مقاومت ورسره مخ دي، د کمېسیونونو د نظام ایجاد نه یوازې نن امارت ته مفید دی، بلکې د سبا لپاره په اداري لحاظ د یوه منظم افغانستان هیلې له ځان سره لري. دا د هغو لپاره ښه ځواب دی، چې طالبان یوازې یوه جنګي ډله بولي.

الف: د امارت مرستیالي

کله چې په ۲۰۱۰م کال کې پاکستاني ځواکونو په ډېرې ناځوانۍ سره د طالبانو د ِغورځنګ مرستیال، مرحوم ملا عبیدالله اول اسیر او بیا یې وواژه او ملا عبدالغني برادر یې ونیوه، ملا محمد عمر مجاهد اختر محمد منصور د امارت مرستیال او د ټولو چارو د عمومي مسوول په توګه وټاکه. د امارت مرستیالي د منصور صاحب په اداري او سیاسي ژوند کې هغه مهم پړاو دی، چې د ده ډېر مهارتونه او موهبې په کې ثابتې شوې او عملاً یې له لاسته راوړنو ټول امارت ګټمن شو. د امارت د مرستیال په توګه د منصور صاحب ټاکنه د امریکا د ولسمشر اوباما له هغې پرېکړې سره هممهاله وه چې ۳۰۰۰۰ نور سرتېرې يې افغانستان ته رالېږل.

سره له دې چې په ۲۰۱۰ کې دېرش زره نور یرغلګر پوځیان هم راغلل، خو همدا کال په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لپاره د هغوی په خپل اعتراف تر ټولو خونړی کال و. همدغه وخت و چې امریکايي سیاستوال یې دې اعتراف ته مجبور کړل چې د افغانستان مسئله د جګړې له لارې نه شي اوارېدای. د ۲۰۱۰ م کال د طالبانو ټاکوونکی مقاومت و چې امریکایي سیاستوال یې امارت سره د سیاسي چاینلونو پرانیستو ته مجبور کړل.

ب: د ملا محمد عمر وفات او د اختر منصور رهبري

ملا محمد عمر مجاهد، د طالبانو له خوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې، د ۲۰۱۳ کال د اپرېل په ۲۳ وفات شوی و. خو منصور چون مخکې له مخکې د امارت نائب او د ټولو چارو مسوولت ورته ملا محمد عمر سپارلی و، دعلماوو او د شوری د مهمو غړيو په مشوره يې دا مناسبه نه بلله چې د وفات خبر دې خپور کړي. سره له دې چې امارت د نړۍ له ډېرو پُرمصرفه او پرمختللو استخباراتي شبکو سره په جګړه کې ښکېل و، خو هېڅ یوه استخباراتي شبکه نه وه خبره چې ملا محمد عمر وفات شوی دی. دا په خپله د منصور صاحب اداري صلاحیت او زرنګي ثابتوي چې دومره مهم راز په دومره فوق العاده درایت او حکمت سره پټ ساتي!

په حقیقت کې ملا محمد عمر مرحوم داسې مهال وفات شو، چې راتلونکي کال یې د افغانستان په پوځي او سیاسي ډګرونو کې ځانګړی ارزښت او اهمیت درلود. بارک اوباما اعلان کړی و چې د ۲۰۱۴ تر پایه به په افغانستان کې د خپلو یرغلګرو ځواکونو شمېر صفر ته راکښته کوي. سربېره پر دي، د کرزي حکومت ته ۲۰۱۴ کال د بقا او فنا کال ښکارېده. ۲۰۱۴ رښتیا هم ټاکونکی کال و. له ۲۰۱۴ راوروسته چې طالبانو کومې سیاسي او نظامي لاسته راوړنې لرلې دي، واقعا بې بېلګې دي. په دې اساس منصور نه غوښتل چې د خپل مشر د وفات خبر په داسې ټاکونکي کال کې افشا کړي. که د ملا محمد عمر د وفات خبر هغه مهال افشا شوی وای، د دې وېره ډېره موجوده وه چې د طالبانو مورال کمزوری شي او بهرني ځواکونه بیا سا واخلي.

سیاسي ژورتیا

د ملا اختر محمد منصور د شخصیت تر ټولو بارزه ځانګړنه، زما په نظر دا ده، چې په روانو سیاسي لوبو، سیالیو، ټکرونو او تفاهمونو د ده سر خلاص و. هغه څه چې کمی یې زموږ د تېر جهاد هیلې خاورې کړې. د تېر جهاد پر مهال زموږ جهادي مشرانو په پوځي برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودې؛ خو د دوی د سیاسي تعقل ازموینه هغه وخت پیل شوه، چې د جهاد د پوځي بریا نښې راڅرګندېږي. په دې برخه کې جهادي مشران کمزوري وختل.

د طالبانو د حکومت له سقوط وروسته، د اختر محمد منصور د عملي رهبرۍ په دوره کې چې له ۲۰۰۷ وروسته پیل شوه، طالبان وتوانېدل چې یو ځل بیا د امریکا له متحده ایالاتو سره اړیکې ونیسي او دا پیغام ورورسوي چې د امریکا سیاسي مشران په خود راشي، د افغانستان د سولې او جګړې ځمکني واقعیتونه درک کړي او خپله ماتې ومني. منصور چې په پاکستاني زندان کې د مرحوم ملا عبید الله له وژل کېدو او د ملا برادر اخوند له اسارت وروسته د ملا محمد عمر له خوا د طالبانو د ټولو چارو مسوول وټاکل شو، وتوانېد چې ملا محمد عمر قانع کړي، چې استازي يې له امریکایانو سره، له هر ډول فشار پرته، خبرې اترې وکړي.

الف: سیاسي دفتر

په ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان د امریکا له یرغل راهیسې، په ۲۰۰۹ کال کې د لومړي ځل لپاره د قطریانو په همکارۍ د جرمنیانو په منځګړیتوب د طالبانو په استازيتوب، سید طیب اغا له امریکایانو سره څو پړاوه مذاکرات وکړل. د دغو خبرو اترو په پایله کې دواړه لوري هوکړې ته ورسېدل چې په قطر کې به طالبانو ته یو داسې سیاسي دفتر ورکول کېږي، چې کابو د یوه برحاله دولت سفارت ته ورته حیثیت به لري او د ویانا له کنوانسیون (۱۹۶۱) سره سم به طالب استازي ټول دیپلوماتیک امتیازات او مصوونیتونه ولري.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر پرانیسته په حقیقت کې طالبانو ته د نړیوال سیاسي مشروعیت ورکولو په معنا وه. نړۍ، په تېره متحده ایالاتو عملاً ومنله چې طالبان د افغان ولس په استازیتوب د ملي مقاومت ډله ده، د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي او غواړي په خپل وطن کې د خپلې خوښې نظام راوړي. کله چې د ۲۰۱۳کال د جون په ۲۰ نېټه سیاسي دفتر د طالب استازو، قطري چارواکو او نړیوالو معتبرو رسنیو په حضور کې پرانیستل شو، د وخت افغان ولسمشر، حامد کرزي سخت مخالفت وکړ. پر کرزي سربېره، سیمه ییز هېوادونه او د سیمه ییزو استخباراتو په ملاتړ ژوندۍ ډلې هم په دغه کچه د طالبانو د سیاسي دفتر له پرانیستو ناخوښي برېښېدل. د طالبانو سیاسي دفتر د «اسلامي امارت» له سقوط وروسته لومړی ځل و چې طالب استازي په ښکاره د طالبانو د دفتر پرانیسته کوي. وروسته د سیاسي دفتر استازي له قطر څخه چین، روسيې، جاپان، فرانسې، جرمني، ایران او د سیمې نورو هېوادونو ته سفرونه وکړل او خپل غږ يې تر نړۍ ورساوه.

ب: افغانستان د سیمه ییز تفاهم پر مرکز بدلولو هڅې

د اختر محمد منصور د مشرۍ پر مهال په دیپلوماتیکه برخه کې هڅې پیل شوې، چې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو اندېښنې لرې کړي. لکه څنګه چې پورته ورته اشاره وشوه، د منصور په هڅو له ملا محمد عمر څخه اجازه واخیستل شوه چې د طالبانو لپاره سیاسي دفتر پرانیستل شي. خو منصور د ۲۰۱۳ په اپریل کې د ملا محمد عمر له وفات وروسته، د طالبانو عملي مشر و. په دغه دوره کې، پر سیاسي دفتر سربېره، ملا اختر محمد منصور په سیمه کې ځینې داسې دیپلوماتیکې شبکې فعالې کړې وې، چې هڅې يې کولې له امریکا سره د سیمې د مهمو هېوادونو له ټکر ګټه پورته کړي او ورسره دغو هېوادونو ته ډاډ ورکړي، چې طالبان به د یوه مسوول جهت په توګه په راتلونکي کې هېڅ دولت ته ستونزې نه پېښوي.

په دې برخه کې د منصور هڅو هم د پام وړ لاسته راوړنې درلودې. ملا اختر محمد منصور د یوه ژورفکره مشر په توګه په راتلونکي کې احتمالي راټوکېدونکې ستونزې لیدلې. منصور ځکه مخکې له مخکې هڅې کولې، چې د طالبانو نظامي پرمختګونو سره په موازې ډول په سیاسي ډګر کې هم پرمختګونه ولري، چې هسې نه د پرمختګ په درشل کې د امریکا له ماتې وروسته د سیمې له هېوادونو سره په ټکر وانه وړي. ښاغلي منصور هڅې کولې، چې د سیمې هېوادونه د امریکا د تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانه شي او سیاستونه یې په سیمه کې، په تېره د طالبانو په تړاو د بدګومانۍ ښکار نه شي. په حقیقت کې طالبان کولی شي، د سیمې له هېوادونو سره په راتلونکي کې د افغانستان په مشرۍ موثر او ګټور ګډ دریځ ولري او هغه فرصتونه له لاسه ونه وځي، چې راتلونکي کې کولی شي د ټولې سیمې د ښېرازۍ او هراړخیزې ودې لامل شي.

ج: په کوردننه د سیاسي مشارکت ډاډ

د طالبانو د حکومت پر مهال د دوی یوه لویه تېروتنه دا وه چې پر واک یې انحصار وکړ. که څه هم د طالبانو مشران د هغه وخت نامساعد شرایط، د جګړې دوام او نړیواله سیاسي انزوا او اقتصادي بندیزونه د خپلو اصلاحاتي تګلارو پر لار خنډ بولي؛ خو بیا هم طالبان له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې پر کابو ټول افغانستان مطلق واکمن وو، چې کولی یې شوای د افغانستان په سیاسي جوړښت کې اصلاحات راوړي، د ملي روغې جوړې اجنډا ته عملي کار وکړي، بهرمېشتي فعال سیاسي جریانونه او ملي شخصیتونه په واک کې دخیل کړي. متاسفانه د ۲۰۰۱ کال تر اکټوبر، د امریکا تر یرغل پورې طالبان ونه توانېدل چې د افغانستان په سیاسي جوړښت کې مهم او ضروري اصلاحات رامنځ ته کړي.

خو له ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو راهیسې چې د طالبانو سیاسي فعالیتونه پیل شول، وخت نا وخت د ملا محمد عمر مجاهد په پیغامونو او د طالبانو په رسمي اعلامیو کې ډاډ ورکول کېده چې دا ځل به پر واک انحصار نه کوي او مختلفو قومونو، سیاسي جریانونو او ډلو ته به په ملي سیاست کې د مشارکت حق ورکوي. د طالبانو په خوځښت کې د دغه سمون یو مهم باني هم منصور صاحب و. کله چې اختر محمد منصور د طالبانو مشر وټاکل شو، د طالبانو رهبري شورا یې پراخه کړه او څو تنه تاجکو، ازبیکو او ترکمنو مخورو او علماوو ته یې په کې غړیتوب ورکړ. پر دې سربېره په نړیوالو ناستو کې د طالبانو په استازولۍ کې تاجک، ازبیک او د نورو قومونو افغانان لیدل شوي چې د طالبانو د باصلاحیته استازو په توګه ګډون کوي.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون په حواله، ملا اختر محمد منصور ټینګار درلود چې «اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی او همداسې باید ټول خپل ځانونه په کې وویني». منصور په دې برخه کې واقعا د یوه ملي افغان مشر په توګه تبارز وکړ. په افغانستان کې په ملي واک کې د ټولو قومونو او توکمنو معقول سیاسي مشارکت کولی شي افغان وطن کې د پردیو لاسوهونکو دولتونو د مداخلو مخه ونیسي او د هغوی اهداف خنثا کړي. موږ نه شو کولی قومي مسئله په پټو سترګو رد کړو. له دې مسئلې سره یو داسې معقول تعامل ته اړ یو چې تر اوسه یې په افغان حکومتونو کې بېلګه نه ده لیدل شوې او ملا اختر محمد منصور وکولی شول چې یو ښه حل وړاندې کړي.

د: د سیاسي فشارونو پر وړاندې مقاومت

هغه څه چې د ملا اختر محمد منصور پوځي هوډ يې په ډاګه کاوه د سیمه ییزو استخباراتو لخوا د تپل کیدونکو جریاناتو په وړاندي د ده بې پروا مقاومت و. د پاکستان په مرې ښارګوټې کې له جعلي مذاکراتو وروسته منصور له هر ډول فشار سره سره د سیمه ییزو استخباراتو تحمیلي طرحې ناکامه او خنثي کړې او د هغو زړو طالب چارواکو د تمايلاتو پروا يې هم ونه ساتله، چې له دغو استخباراتي کړيو سره پر تحمیلي جریاناتو هوکړې ته رسیدلي و، لکه ملا حسن رحماني، ملا عبدالرزاق او ملا جلیل.
طالبانو ته نږدې سرچیني وايي چې د پاکستان په منځګړیتوب له افغان حکومت سره مذاکرات منصور بلواک او سپکوونکی جریان ګاڼه او خپلو ملګروته يې په يوه غونډه کې ښکاره وویل چې «د خپلې مبارزې د خپلواکۍ لپاره به مې وجود ټوټې ټوټې یا هم کباب کباب شي خو مغرض هیوادونه اوحلقې به پرینږدم چې زموږ پاکه مبارزه د خپلو ځانګړو اهدافو قرباني کړي» چې د ډیر طالب چارواکو په اند د منصور همدې خبرې ژوندی مصداق خپل کړ او رښتیا هم کباب کباب شو خو پردي فرمایشونه يې ونه منل.

له همدې امله خو طالبان له ملا محمد عمر وروسته د خپلې مبارزې د خپلواکه ساتلو او پاتي کیدلو ستر محسن ملا اختر محمد منصور يادوي. د امريکا د ځانګړو ځواکونو له خوا په دومره پیچلې سیمه کې، په دومره لوړه کچه د ډرون الوتکو له لوري د ملا اختر محمد منصورهدف ګرځول چې د اوبا ما د ځانګړې فرمان او د سي آی اې د بې سارې هڅو پایله وه، طالبانو ته دا الهام ورکړ چې د دوی دغه مشر نړيوالو يرغلګرو ته څومره ستر او مهم هدف و، چې له همدې امله له طالبانو د جلا شوې ډلې حیثیت یې زیانمن کړ، ځکه چې د منصور په اړه د هغوی د معاملګرۍ او له یرغلګرو سره د نژدېوالي تبلیغاتي داعيه نوره هم پوچه او سپکه شوه.

د ۲۰۱۵ په اوړي کې د طالبانو جګړو ډېر زور واخیست، د کندوز ولایت سقوط د افغان امنیتي ځواکونو مورال کمزوری او طالبانو کې يې بیا د منصور پر رهبرۍ باور زیات کړ. کابل د همدې کال په ژمي کې بیا د مذاکراتو په پار اسلام اباد ته د مرستې ځولۍ خوره کړه. دا ځل د اسلام اباد په نوښت د څلور اړخیزو ناستو لړۍ پیل شوه. په دغو ناستو کې د پاکستان، افغانستان، چین او امریکا استازو ګډون درلود. دا ځل پاکستان بیا پر طالبانو فشارونه زیات کړل. د سرچینې په حواله، منصور د رهبري شورا د یوې ناستې له دایرېدو مخکې ټولې رهبري شورا ته ویلي و چې «زه د پردیو په فرمایش خبرو ته نه کېنم، زما شخصي نظر منفي دی». د شورا غړو ورته ویلي و چې پر تا فشارونه دي، ده ورغبرګه کړې وه چې «له دغو فشارونو رامنځته شوې ستونزې زموږ د خپلواکۍ او استقلالیت بیه ده». منصور نه یوازې دا چې د سیمې د هېوادونو فشارونو ته تسلیم نه شو بلکې نظامي طالبانو ته یې د سختو جګړو امر هم وکړ. د څلور اړخیزو هېوادونو پنځه ناستې په کابل او اسلام اباد کې بې له کومې نتیجې پای ته ورسېدې. د پاکستان حیثیت هم زیانمن شو. په وروستۍ ناسته کې چې کابل کې ترسره شوه، د چین او امریکا د استازو د ګډون سطحه هم ټیټه وه.

د څلور اړخیزو هېوادونو د ناستو له بې پایلې پای لږ وروسته، د ۲۰۱۶م کال په مۍ کې، طالب مشر داسې مهال د امریکا د بې پيلوټې د برید ښکار شو، چې تازه د ایران له پولې د پاکستان د بلوچستان لرې پرتې سیمې ته اوښتی و. د چارو د ځینو شنونکو باور دا دی، چې د منصور په نښه کېدو کې امریکا سره د سیمې د استخباراتو له خوا دقیقه مرسته شوې وه. ځینې نور داسې شواهد هم شته چې دغه باور لا پخوي. د اختر محمد منصور د مشرۍ په دوره کې، پر طالبانو سیاسي فشارونه خپل اوج کې و. د دغو فشارونو پر وړاندې د منصور استقامت او د خپلې داعیې او قضيې په وړاندې د مسوولیت او مالکیت احساس هغه څه دي چې منصور په یوه ارزښتپال او پر خپله خبره ټینګ سیاستوال په توګه ښيي.

نظامي وړتیا

د طالبانو په څېر په جهادي-مقاومتي ډلو کې د داسې شخصیتونو کمی ډېر نه محسوسېږي چې نظامي وړتیا دې ولري. خو د منصور په شخصیت کې بارز ټکی دا دی چې نه یوازې یې نظامي وړتیا درلوده، بلکې مدیریتي تدبیر او سیاسي عقلانیت هم ورسره مله و، چې د داسې څو مختلفو صفاتو جمع په یوه شخص کې ډېر لږ پېښېږي.

د ۲۰۰۱ په اکټوبر کې پر افغانستان د امریکا یرغل د امارت ډېر مشران مجبور کړل، چې هم سیاسي شي او هم نظامي. خو منصور صاحب بیا له شاذو مشرانو څخه و چې په څو ډګرونو کې وځلېد. کله چې د اسلامي امارت له سقوط وروسته د طالبانو لیکې مقاومت ته بیا منظمېدې، منصور صاحب ته د رهبري شورا غړیتوب او د کندهار ولایت مسوولت وسپارل شو. کندهار چې د اسلامي امارت پر مهال د رهبرۍ استوګنځای او تقریباً په عملي پلازمېنه بدل شوی و، له سقوط وروسته د یرغلګرو له خوا هم تر ډېرې پاملرنې لاندې و. له دې امله د طالبانو رهبرۍ هم کندهار لپاره داسې مسوول ته اړتیا لرله، چې د یرغلګرو د هراړخیز تمرکز او فوکس ځواب کړای شي.

د کندهار د ولایت په دوره کې منصور صاحب وکولی شول چې په خپل پوځي ابتکار سره کندهار په جنوب غرب حوزه کې د مقاومت د ثقل پر مرکز بدل کړي. له کندهاره د مقاومت پلانونه پراخ شول او ګاونډي روزګان، زابل او هلمند کې يې یرغلګرو ته مرګوني ګوزارونه ورکړل. د منصور صاحب د مشرۍ په دوره کې یو ځل په ۲۰۰۳ او بل ځل په ۲۰۰۸ کلونو کې د کندهار مرکزي محبس د مجاهدینو په لاس مات شو او ګڼ شمېر اسیر طالبان ازاد شول.

د کندهار د مسوول په توګه د منصور صاحب مشري دومره مهمه وه چې کله په ۲۰۰۷ کال کې د امارت پخوانی مرستیال، ملا عبیدالله اخوند اسیر شو، منصور سره له دې چې د ملا برادر تر څنګ د امارت دویم مرستیال و، خو د کندهار مسوولیت یې هم ورسره پرېښود.

الف: منتظره قطعه

د منصور صاحب د عمومي مشرۍ دوره نه یوازې دا چې ډېره لنډه وه، بلکې له ډېرو ننګونو سره هم مخ وه. د طالبانو په څه کم یوه کلنه رسمي مشرۍ کې منصور داسې کارنامې لري، چې د طالبانو او د افغانستان د راتونکي امنیت او بشپړتیا لپاره حیاتي ارزښت لري. یو له دغو مهمو کارونو د منتظره قطعې په نوم د ځانګړو کمانډو ځواکونو د تشکیل جوړول و.

منتظره قطعه له شپږو سوو تر زرو تنو طالبانو منظم پوځ ته ورته کمانډو ځواک ته ویل کېده، چې په مرکزي او جنوب غرب حوزه کې د منصور صاحب د رسمي مشرۍ پر مهال تاسیس شوه. د دغه ځانګړي ځواک دنده دا وه، چې هغه نامسووله وسله والې ډلې وځپي چې د سیمې او نړیوالو استخباراتو په مالي او نظامي ملاتړ رامنځ ته شوې وې. د ملا اختر محمد منصور د مشرۍ په دوره کې یوه ننګونه د نامسووله وسله والو د پروژې مسئله وه، چې د هغه د موثرې نظامي ستراتیژۍ له امله وځپل شوه او استخبارات په خپلو دسیسو کې تش لاسي شول. د ملا اختر منصور د په نښه کېدو یو دلیل شاید همدا وي چې په ډېره بيړه یې د بهرنیو اړخونو د پروژو مخه ونیوله.

د منتظره قطعې بله مهمه دنده دا وه چې په طالبانو کې دننه د ځینې قومندانانو او وسله والو د غیره مسووله کړنو مخه به یې نیوله. قطعې وکولی شول چې په مشرقي او مرکزي افغانستان کې د طالبانو داسې قومندان بې وسلې کړي، چې یا به یې د رهبرۍ اطاعت نه کاوه او یا به یې هم د ملي شتمنیو او ملي ګټو په تړاو بې تفاوته وو. د منصور صاحب د نظامي تګلارې یوه مهمه ځانګړنه همدا وه چې یوازې به یې د نظامیانو په پوځي لاسته راوړنو حساب نه کاوه، بلکې له ولس، د طالبانو لایحې او ملي پراختیايي پروژو او بیارغاونیزو چارو په تړاو یې هم د هغوی چلن ته ځانګړې پاملرنه کوله. د قطعې تشکیل یوه ګټه دا وه، چې د طالبانو نظامیان سر له اوسه په مسوولیت وروزي. که د تېر جهاد د نظامیانو خپلسرۍ ته وګورو، د نظامیانو د روزنې اهمیت لا جوتېږي. قطعې وکولی شول، چې نظامیان ويښ او مسوولیتونو ته متوجه کړي، چې د دوی جګړه د یوه کامیاب نظام لپاره ده، نه لکه نورې ډلې د استخباراتو د دسیسو لنډمهاله پروژې نه دي.

ب: نظامي پرمختګونه

د طالبانو د مشر او موسس په توګه د ملا محمد عمر د مړینې خبر خپرېدل د طالبانو غورځنګ ته هم تقریبا سیاسي زلزلې ته ورته وه. د ملا محمد عمر شخصاً د طالبانو پر فکري-سیاسي ایډیالوګ بدل شوی و؛ ځکه نو د هغه مړینه او د بل مشر ټاکنه څه اسانه چاره نه وه. له بلې خوا د افغان حکومت او سیمې استخباراتو هم مسلسلې هڅې کولې چې که وکولی شي طالبان په څو ډلو ووېشلی شي. د ملا اختر محمد منصور له ټاکنې سره ځینې اشخاص له طالبانو جلا او ځینې په کور کېناستل. یوازې یوه کوچنۍ ډله، د ملا محمد رسول په مشرۍ اعلان شوه. خو داسې ښکاري چې هغه ډله هم څو ورځې په رسنیو کې ژوندۍ وه او کرار کرار سړه او مړه شوه. د ځینو اختلافاتو او د تبلیغاتو د مخنیوي لپاره د کندوز نیول د طالبانو د مورال په لوړېدو کې ډېر مهم و.

طالبان په ۲۰۰۱ کې د خپل حکومت له سقوط څوارلس کاله وروسته وتوانېدل چې د افغانستان د یوه ولایت مرکز ونیسي. د منصور له ټاکنې ژر وروسته، د ۲۰۱۴ د سپټمبر په وروستیو کې طالب ځواکونه د کندوز مهم اقتصادي ښار ته ننوتل. د کندوز ښار نیونې نه یوازې طالبانو ته یوه نظامي بریا ګڼل کېده، بلکې په ورته وخت کې سیاسي، تبلیغاتي او د مورال لوړېدو کې مهم رول درلود. د کندوز نیول د طالبانو لپاره د امریکا پر ضد په ټول مقاومت کې تر ټولو ستره بریا وه.

پر کندوز سربېره، د ملا اختر محمد منصور له رهبرۍ سره طالبان وتوانېدل چې په فاریاب، جوزجان، بغلان، هلمند، روزګان، بدخشان او بادغیس کې پراخې سیمې ونییسي. دا ځل د تېرو کلونو پرخلاف طالبان وکولای شول چې پراخې سیمې له نیولو وروسته وساتي.

ملا اختر محمد منصور په نظامي برخه کې له یوې خوا خپل ځواکونه لا منظم او تجهیز کړل او له بلې خوا یې د ملي وحدت حکومت کې له خپلمنځي ناندریو او اختلافاتو هم کافي ګټه پورته کړه. دغه دوره کې طالبان ځکه په نظامي برخه کې ډېر وځلېدل، چې هم یې په خپله د ستراتیژيسټ رهبر خاوند شول او له بلې خوا بهرني ځواکونه تر ډېره ووتل او په پای کې یو کمزوری افغان حکومت تر ډېره ونه توانېد چې د طالبانو د پراخو حملو مخنیوی وکړي.

ځینې شخصیتي ځانګړنې

اختر محمد منصور یو پرګماټیک رهبر و چې د کار او فعالیت له ډېر لوړ ډینامیزمه برخمن و. دی په شخصیتي لحاظ یو پُرکاره، زحمت کشه او متحرک انسان و. د منصور په اړه یې نژدې ملګري وايي چې ورو ورو ګامونه به یې اخیستل، خپلو مخالفینو سره یې دروند چلن کاوه.

پاخه سیاستوال ته ورته نرمي به یې کوله او نه به احساساتي کېده. کله چې کندوز د طالبانو لاس ته ولوېد، منصور په خپل پيغام کې ټولو د دولت کارمندانو ته د هغوی د امنیت ډاډ ورکړ او بښنه یې ورته اعلان کړه.

دقیق اهداف يې په نښه کول او دقیقه پلان ګذاري به یې ورته کوله. لږې او شمېرلې خبرې به یې کولې. په داخلي اختلاف کې يې دریځ ډېر محتاط و. تر ډېره یې هڅه وکړه چې ناراضه ملګري پخلا کړي.

هم د مالي سرچینو په موندنه کې برلاسی و او هم به یې بیا پر ځای لګښتونه کول. د ملګرو په خبره یې نه یوازې د غورځنګ پر نظامیانو ته پراخې مالي سرچینې په واک کې ورکولې، بلکې د طالبانو یتیمانو او د اسیرانو کورنیو باندې يې خاصه پاملرنه کوله.
د اختر محمد منصور د رهبرۍ دوره د طالبانو په مبارزاتي تاریخ کې د دغو ځانګړنو له امله یو جلا باب ګڼل کېږي چې په هره برخه کې يې غورځنګ کې پاموړ اصلاحات رامنځ ته کړل.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د