د طالبانو سیاسي دفتر غړي د پګواش په یوه غونډه کې - ارشیف

په طالبانو کې د پر وخت فيصلې هنر

ليکوال: خالد رعد

ډير کله طالبان يو عجيب ګام اخلي، چې د ډيرو خلکو ذهن پرې سم نه خلاصيږي او اعتراض ډوله پرې غږيږي، مګر هغه فيصله چې دوی کړې وي، خورا پر ځای او مناسبه وي. ډېر لرې به نه ځو، لنډه موده وړاندې کله چې طالبانو د (الفتح) په نوم عمليات اعلان کړل، ډيرو خلکو پرې اعتراض وکړ، چې د سولې خبرو په جريان کې د جګړې اعلان د طالبانو جګړه خوښی طبيعت په ګوته کړ يا دې ته ورته نور اعتراضونه. د امريکايي جهت جنرالانو او د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي خليلزاد هم پرې توند غبرګون وښود او د طالبانو د عملياتو اعلان يې وغانده، چې طالبانو يې د غندنې مناسب ځواب ورکړ.

يو د مطلق سولې ارمانجن په خپله ليکنه کې ليکلي و چې طالبانو ناسنجيده ګام پورته کړ، خو داسې نه و، طالبانو په ډيره سنجيدګي دا ګام اخيستی و، دوی په داسې حال کې عمليات اعلان کړل چې له وړاندې د امريکايانو ايجاد شده حکومت د (خالد) په نوم د جنګ اعلان کړی و.

په دې توګه طالبانو هم کابل دولت ته د رزم په ډګر کې پر وخت او مناسب ځواب وويلو او هم يې امريکايي غندونکي دنيا ته شرمنده کړل، چې په خپل جنګي اعلان وياړي او ننګه يې کوي او د دفاعي سنګر هغه بيا غندي.
اصلا امريکا او ملګري يې په معاصر سياست کې رواج تيوري څخه استفاده کوي، دا تيوري د (Salamitaktik يا Boiling Frog) سلامي تکتيک يا ايشېدونکې چونګښې تکتيک په نوم ياديږي.

سلامي/بويلينګ فراګ (ايشېدونکې چونګښه) تکتيک په ارواپوهنه کې لويو موخو ته د وړو ګامونو له لارې د رسيدو لپاره کارول کيده، خو کله چې دا تيوري د سياست برخه شوه؛ نو زبر ځواکونو د غريبو ملتونو د له منځه وړلو لپاره ترې کار واخيست او د دې تيوري په مټ يې ډير غريب او کمزوري ملتونه له خپلواکۍ خلاص کړل او کلونه کلونه يې پرې حکومتونه وکړل، بلکې آن له منځه يې يوړل.

په نولسمه پېړۍ کې د هايزمن په نوم يو بيلوژيست دغه تجربه وکړه. هغه ګرمو اوبو ته چونګښه واچوله، خو هغې ټوپ کړل. بيا يې په يخو اوبو کې واچوله او ترې لاندې يې اور بل کړ، چونګښې له يخو اوبو سره ځان عادي ونيو، اوبه ورو ورو ګرمېدلې او چونګښې د دې پر ځای چې له ابو څخه ټوپ کړي او خپل ژوند وژغوري، د اوبو له محيط سره يې ځان عادت کاوه، تر دې چې د اوبو حرارت له ۱۰۰ پورته شو او چونګښې د پښو په ښورولو سره ژوند له لاسه ورکړ.

ځينې وايي چې چونګښه د اوبو تر حد زياتې تودوخې ووژله، خو اکثر بيا وايي چې نه، چونګښې له دې امله ژوند وبايللو چې په ځان کې يې د پر وخت فيصلې او تصميم ګيري هنر نه و، که يې پر وخت فيصله کړې او ټوپ وهلي وای؛ نو ژوند به يې ژغورلی وای.

اتلس کلونه کيږي چې په افغانستان او د دې هيواد په ملت هم همدا تکتيک کارول کيږي، مګر دلته د طالبانو په نوم د ملت د واقعي استازو په حيث يوه ډله د دې لامل شوې چې د غربيانو دغه تجربه شوې تيوري غلطه ثابته کړي او کارونکې يې اړ کړي چې نور د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره له دغه ډول هڅو څخه پر شا او تسليم شي.

امريکايانو او ملګرو يې په ځلونو هڅه کړې چې د بويلنګ فراګ تکتيک مطابق ورو ورو د طالبانو دريځ کمزوری کړي، مقابله يې ټکنۍ کړي او بالاخره يې له منځه يوسي، خو بالمقابل طالبانو ورسره پر وخت مناسب سياست لوبولی او د جګړې په ډګر کې له کاميابي سره په څنګ کې يې په سياسي ميدان کې هم له مايوسي سره مخ کړي دي.

که ډير لرې لاړ نشو، د طالبانو د الفتح عملياتو په اعلان د امريکايي جنرالانو او سياسيينو غندنې ته د ذبيح الله مجاهد لخوا مناسب ځواب وويل شو. هغه ليکلي و (موږ د میلر او خلیلزاد غبرګونونه غندو، دوی د خپلو کړنو ځواب ویلو ته متوجه کوو او د روانو جهادي عملیاتو د اعلان په اړه يې څرګندونې بې ځایه بولو. دا خبره هم واضح کول غواړو چې د مذاکراتو روان بهیر او سولئیز حل ته ژمن یو، خو داسې نشو کولای چې د اشغالګرو او د هغوی د داخلي ملاتړو پوځي عملیاتو او روان وحشت ته لاس تر زنې کښینو.)

که طالب وياند متقابلاً ستوغ ځواب نه وای ويلی، ممکن له هر لوري له سختو اعتراضونو سره مخ شوي وای او په دې توګه به د طالبانو عمليات نا جائز او د کابل ادارې هغه روا بلل کېدل، بلکې هغوی به له ياده وتلې وای او طالبان به ملامت ګڼل کيدل.
دغه راز د روان ۲۰۱۹ کال په اپريل کې په قطر کې دائرېدونکې بين الافغاني غونډې ته د کابل ادارې لخوا د طالبانو د ملامتولو په هدف خپور شوی نادر ليست چې کله د غونډې د دائرونکو لخوا رد شو؛ نو رسنيو د طالبانو پر ضد تبليغاتي هڅه وکړه، تر څو طالبان د اولس په منځ کې بې اعتباره او سوله ضد معرفي کړي، مګر طالب وياند يې په مقابل کې داسې جملې وليکلې چې دوی يې په اصطلاح په خپلو کړو پښېمانه کړل. هغه ځواب ويلی و چې: د کابل لیست جوړونکي باید درک کړي چې دا په یو لیرې خلیجي هیواد کې منظم او پلان شوی کانفرانس دی، نه د کابل په کوم هوټل کې د واده او کوم بل مناسبت بلنه او میلمستیا.

په همدې ورځو شپو کې د امريکا د خارجه وزارت ځانګړي استازي خليلزاد په طالبانو غږ وکړ چې بايد وسلې په زمکه کېږدي، نوموړي ته هم طالبانو ډانګ پېيلی ځواب ووايه او څو ورځې وړاندې بيا د امريکايي پوځ وياند طالبان ملامت کړل چې سوله نه غواړي، هغه ته هم طالب وياند وليکل چې: ستاسې په شتون کې هيڅ رښتينی افغان هم سوله نه غواړي، بلکې ستاسو شړل غواړي. تاسو د افغانانو نمایندګې مه کوئ، بلکې د امریکا په نمایندګۍ خبرې وکړئ او د خپل اشغال په پای ته رسیدو فکر وکړئ.

که په طالبانو کې دغه د پر وخت فيصلې هنر نه وای، اوس به مو يې په اړه يوازې کيسې کولې او د افغان ملت له کلتوري ارزښتونو نيولې تر ديني او ملي هغو پورې به د امريکا او د هغوی د بهرنيو او کورنيو ملګرو لخوا زبېښل کېدل او بالاخره تالا ترغه کيدل، خو لله الحمد چې افغان ملت د طالبانو په څېر غمخوار لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د