د قطر پر دفتر باندي زیاتېدونکی رش

واحد فقيري

څه موده کېږي چي د طالبانو د قطر دفتر ته د سترو بین المللي دپلوماتانو تګ راتګ په محسوسه توګه زیات سوي دی. پدې عالي رتبه دپلوماتانو کي د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاد خاص استازی، د ملګرو ملتونو خاص استازي، د جرمني خاص استازی، د اندونیزیا سفیره، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو مرستیاله، او داسي نور شامل دي.

د قطر پر دفتر باندي د لویو نړیوالو دپلوماتانو دا موجوده رش څو مهم مسایل په ګوته کوي.

اول، داسي ښکاري چي بین المللي ټولنه دې نتیجې ته رسېدلې ده چي د طالبانو او امریکایانو مذاکرات قاطع او ټاکونکي مرحلې ته رسېدلي دي، او هرومرو به یوه مثبته نتیجه ترې راووزي.

دوهم، د طالبانو د قطر سفارت وشمه دفتر ته د دپلوماتانو دا رش په نړیواله سطح د طالبانو مشروعیت ور زیاتوي. او په عین زمان کي د غني – عبدالله د ایکسپاریډ او ختم رژیم پر تابوت باندي وروستي مېخونه ټک وهي.

درېیم، د طالبانو سره د خارجي دپلوماتانو دا راز ملاقاتونه د ارګ لپاره واقعا د خطر زنګ دی، او داسي ښکاري چي بین المللي ټولنه د غني – عبدالله د رژیم د جنازې لپاره ترتیبات نیسي.

لکه څنګه چي د غني – عبدالله د رژیم موده نن پوره کېږي، د جمهوري ریاست مطلق اکثریت کاندیدانو د سرپرست حکومت غوښتنه کړې ده، او که چیري غني – عبدالله جڼه جڼه وکړي، هغوی د پراخو مدني اعتراضونو تهدید کړی دی.

البته که چیري د افغان مدني ټولني د غني – عبدالله د رژیم پر ضد سوله ایزي مظاهرې وکړي، د هغوی د لړزانه او بې بنیاده رژیم سقوط حتمي کېږي.

نن خلیلزاد د امریکا سنا ته د بندو دروازو شا ته د طالبانو سره د خپلو اوږدو مذاکراتو په اړه معلومات ور کوي، خلیلزاد به په اغلب ګومان د سرپرست او موقت حکومت د جوړېدو نظریه د امریکايي سناتورانو سره شریکه کړي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

فقيري صاحب

خدای ﷻ دې ستلسو په خوله وکړي،،،

خدای ﷻ دې د مبارکې روژې په پار مونږ او تاسو افغانان لدې مفسدو او متعفنو چاپه مارو ګوډاګيانو څخه د تل لپاره خلاص کړي،،،، امين

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه.
بهرنی دیپلوماتان فکر کوم چه د طالیبانو څخه دا پوښتنه کوی چه.
که چیری بیا دولت په لاس درغی.نو حکومت به د واسکټ په جیبونو کی ګرځوی؟
دوهمه پوښتنه دا کوی چه،ولس ته به خدمت کوی او که بیا د ولس ګیری بریتونه ګز کوی؟
د د دوه پوښتنه لپاره د قطر په دفتر رش دی،نور خاص څه نشته.نه له دولت سره او نه له طالیب سره.سوله د امریکا او پاکستان په لاس کی ده،

Ahmed
میلمه
Ahmed

ده غمی پښتون ېعنی ده غم وستاز ده خبرو په جواب کی
وس امرېکېان او اشر باڼه طالېبانو ته زاری کړی سی لېږ دی مونږ ده عزت خېال وساتئ له دا واری مو پرېږدوئ بېا مو ده پلار هم توبه سی ده اتلانو دی خاوری ته به بېا په سپکه سترګه ګورو
طالېبان وس توبی پي باسی
😂😂😂

سنګین
میلمه
سنګین

د غم پښتون صیب، اول دا چی د ګوډاګیانو په شان دوی واشنګتن او بروکسل ته د آومرو اخیستلو لپاره نه ورځي، بلکی هغوی ورته راځی او پوښتنه تری کوی چی په دی اتلسو کلو کی مو چی افغانان عیسویان کړي دوی ته خو به څه نه وایاست، دا مدنی موسسی مو چی د افغانانو د بربادی او جاسوسئ لپاره په افغانستان کی جوری کړی دا خو به نه ړنګوئ، دا ګوداګۍ مسلح قوا چی د امریکا لپاره د سر نه تیره ده دا خو به نه ړنګوئ، دا د ښځو پرتوګونه مو چی ایستلی دا خو به بیرته نه… نور لوستل »