عطامحمد نور داسې مهال ګډ حکومت ته د جګړې ګواښونه کوي، چې په بغلان، کندز او بدخشان ولایتونو کې طالبانو کم ساري پرمختګونه کړي دي.

عطا محمد نور: له نن وروسته د ملي وحدت په نامه «حکومت» وجود نه لري

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱جوزا،  ۱۳۹۸ل): د بلخ پخوانی والي او د جمعیت ګوند د رهبري شورا غړی «عطا محمد نور» وايي، نن د جوزا لومړۍ نېټه د ملي وحدت حکومت قانوني موده پای ته رسېدلې او له نن وروسته د ملي وحدت په نوم کوم حکومت وجود نه لري.

عطاء محمد نور په یوه ویډیویي پیغام کې څرګنده کړې «که غني له واک څخه لاس وانخلي، دوی به یې په وړاندې له هر ډول ممکنې لارې کار واخلي او په پراخو مدني اعتراضونو به لاس پورې کړي».

نور زیاته کړې « حکومت نور څه په توان کې نه لري او یوازې کولای شي د یو څو ورځو لپاره د زور او یا هم پیسو په مټ حکومت وکړي».

عطا محمد نور، له امنیتي ځواکونو غوښتنه کړې څو په دې مسئله کې بې طرفه پاتې شي او د خلګو د لاریونونو مخنیوی ونکړي.

عطامحمد نور داسې مهال ارګ ته ګواښ کوي چې، نن د ملي وحدت حکومت کاري موده په قانوني ډول پای ته ورسېده او اپوزیسیون د حکومت له دواړو مشرانو وغوښتل څو له واک څخه لاس واخلي او واک سرپرست حکومت ته وسپاري، د اپوزیسیون مشرانو همدا راز تېره ورځ ګواښ وکړ که چېرې غني له واک لاس وانخلي، دوی به یې په وړاندې پراخ لاریونونه ترسره کوي.

د نوماندانو شورا تر دې ګواښ وورسته نن سهار د احتمالي لاریونونو له وېرې ارګ ته تللې ټولې لارې د کانتینرونو په وسیله تړل شوې وې چې د کابل ښاریان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو.

دیادولو ده چې عطاء محمد نور یوازېنی کس نه دی چې له نن وروسته د ارګ امر ورته د «نه منلو» وړ ښکاري تېره ورځ د جوزجان والي هم ګواښ کړی وو چې له دې وروسته د «دوستم» له امر پرته د بل چا امر په دې ولایت کې د عملي کېدو نه دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د