نن ټکی اسیا

معترضین: له قطر دفتر څخه د بهرنیو ډيپلوماټانو لیدنې طالبانو ته «مشروعیت» ورکوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱جوزا،  ۱۳۹۸ل): د سیاسي چارو یو شمېر شنونکو، د طالبانو له مرستیال مشر «ملا عبدالغني برادر» سره د بهرنیو لوړپوړو ډيپلوماټانو لیدنې غندلې او دا ګام یې طالبانو ته د مشروعیت ورکولو په معنی بللی.

کابل مېشتي د سیاسي چارو کارپوه «فضل الرحمن اوریا» په دې تړاو طلوع نیوز ته وویل « له ملا برادر سره د اروپایي اتحادیې د استازي لیدنه طالبانو ته مشروعیت ورکوي او له دې ګام څخه پوهېدلای شو چې هغوی طالبان د افغانستان د راتلونکي حکومت په حیث منلي».

اوریا زیاته کړه « له همدې امله دي چې امریکایان له طالبانو څخه د راتلونکي افغانستان په اړه ضمانت غواړي».

د سیاسي چارو یو بل کار پوه «نجیب ازاد» بیا د افغان سولې مذاکرات له «بن بست» سره مخ شوي بولي او په وینا یې، ددې بن بست او لیدنو لامل دادی چې نړیوال د سولې په تړاو اجماع ته نه دي رسېدلي.

بل  لوري ته یو شمېر کارپوهان بیا د طالب او بهرنیو ډيپلوماټانو تر منځ لیدنو ته هیلمن دي او په وینا یې، دا ډول لیدنې د افغان سولې په پروسه مثبت اغېز شیندلای شي.

د نجات لارې شورا مشر «سید اکبر اغا» هم په ورته اند دی د نوموړي په وینا، اروپايي اتحادیه کولای شي د افغان سولې په برخه کې ګټور رول ولوبوي.

د اکبر اغا په خبره، دا ځل که د جرمني مشورې په نظر کې ونیول شي، کیدای شي هغوی هم د افغان سولې په پروسه کې رول لوبولو ته چمتو شي.

په ورته وخت کې، د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان داسې مهال له ملا برادر اخند سره د بهرنیو ډيپلوماټانو لیدنو ته اندېښمن دی، چې یوازې په تېره یوه میاشت کې د جرمني ځانګړي استازي «مارکس پوتزیل»، د اروپايي اتحادیې استازي «رونالډ کوبیا»، د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې له نوموړي سره لیدلي او هغه ته یې ډاډ ورکړی چې، د افغان سولې په برخه کې به مثبت رول لوبوي.