اعتکاف او مسايل يې

جبیر افغان

د عشق او محبت په مزله کې پر انسان داسي وخت هم راځي چې خپل کور ، عیال او ټوله دنیا پریږدي او د څو پردو شاته( په اعتکاف کې) له ټول عالم څخه ناخبر د خپل محبوب سره په راز او نیاز کې مشغول شي. معتکف نه یوازي خپل کور پرېږدي بلکي د ټولو قریبانو او عیالونو سره هم خپل تعلق رالنډ کړي.

د اعتکاف تعریف

د الله تعالی د رضا لپاره په یو داسي مسجد کې پاتي کېدل چې پکي پنځه وخته لمونځ په جماعت سره اداء کیږي.

په کوم مسجد کې باید اعتکاف وشي؟

•هغه مسجد په کوم کې چې پنځه وخته لمونځ اداء کیږي.
•د اعتکاف په نیت به هلته اوسیږي.
•له جنابت څخه به پاک وي.
•روژه باید لازمي ونیسي.
•باید عاقل او بالغ وي، د نابالغ مګر پوهېدونکي او مېرمني اعتکاف هم صحیح کیږي.(علم الفقه، حصه سوم، مخ:۴۶)

د اعتکاف ډولونه

د اعتکاف درې ډولونه دي:

سنت اعتکاف:

دا هغه اعتکاف دی کوم چې په عامه توګه د روژې په آخري عشره کې کیږي ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د هري روژې په آخري لسو شپو کې اعتکاف کاوه. په آخري عشره کې کېدونکي اعتکاف ته سنت مؤکده ویل کیږي.

که له ټول کلي څخه یو یا څو کسان اعتکاف وکړي نو د ټولو غاړي خلاصیږي او که یې یو هم ونه کړي نو ګناه یې د ټول کلي پر غاړه ده. د سنت اعتکاف تر ټولو مهم هدف د آخري عشرې په تاق شپو کې د لیلة القدر لټون کول دي.

مستحب اعتکاف:

دا هغه اعتکاف دی چې وخت او اندازه یې مقرر نه دي بلکي هر څومره وخت چې په مسجد کې د اعتکاف په نیت پاتي شي اعتکاف یې کیږي که څه هم د بیخي لږ وخت لپاره وي بلکي غوره خو داده چې کله چې هم انسان مسجد ته داخلیږي نو د اعتکاف نیت دي وکړي داسي به د نفلو او فرضو د اداء کولو تر څنګ د اعتکاف ثواب هم مومي.(شامي ج:۲، ص:۱۷۷)

واجب اعتکاف:

دا هغه اعتکاف بلل کیږي چې بنده نذر ومني چې که زما پلانی کار وشو نو زه به دومره ورځي اعتکاف کوم، د څومره ورځو د اعتکاف نذر چې یې کړی وي هغومره ورځي به اعتکاف کوي. هو! د اعتکاف سره به روژه هم نیسي ځکه چې روژه د اعتکاف د صحت له شرائطو څخه ده.

مسنون اعتکاف وخت:

د مسنون اعتکاف وخت د روژې د شلمي ورځي له لمر پرېوتلو څخه لږ مخکي په شرعي مسجد کې د اعتکاف په نیت له کښېناستلو څخه پیل کیږي او د شوال د میاشتي تر لېدل کېدلو پوري غځیږي. که میاشت د روژې پر ۲۹ ولیدل شي او که پر۳۰ ولیدل شي د مسنون اعتکاف وخت ختمیږي او هله معتکف له مسجد څخه راوتلی شي.

د اعتکاف تر ټولو غوره ځای

تر ټولو غوره هغه اعتکاف دی چې په مسجد حرام کې وشي، له هغه وروسته بیا د مسجد نبوي او بیا د مسجد اقصی مرتبه ده او له دې وروسته بیا د جامع مسجد مقام دی چې د جمعې لمونځ پکي کیږي.

د مېرمنو لپاره د خپل کور په مسجد کې(چیري چې په کور کې دوی لمونځ کوي) اعتکاف کول غوره دي کنه په کومه کوټه کې دي دځان لپاره ځای جوړ کړي او هلته دي اعتکاف وکړي.(علم الفقه،ص:۴۶)

د اعتکاف حکمتونه او فایدې

له شرعي پلوه په اعتکاف کې بې شمیره فایدې دي، دلته په مختصر ډول د ځینو فایدو او حکمتونو یادونه کوو. شیطان د انسان ازلي دښمن دی مګر کله چې انسان د الله تعالی په کور کې وي نو ګواکي په یوه کلکه کلا او حصار کې دی چې شیطان هیڅ زیان نشي ور رسولی.

د خلګو سره د ناستي پاستي او معاملاتو پر مهال چې له انسان څخه کوم واړه ګناهونه کیږي انسان په اعتکاف کې له هغو څخه په امن وي. تر څو چې بنده په اعتکاف کې وي د عبادت ثواب ورکول کیږي هغه که خاموش ناست وي، یا ویده وي او که په خپل کوم کار کې مصروف وي.

د معتکف عبادت

د اعتکاف سعادت موندونکی انسان باید هلته هره لمحه غنیمت وګڼي او تل یې باید ژبه د الله تعالی په ذکر لنده وي. د سنتونو دي خاص خیال ساتي او نوافل او دقرآن کریم تلاوت چې څومره زیات کولای شي باید ویې وکړي.

د اعتکاف فضائل

د اعتکاف د فضیلت او اهمیت لپاره دا هم کافي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له هجرت وروسته هر کال په پوره اهتمام سره د روژې په اخري عشره کې اعتکاف کاوه.

حضرت عائشه رضي الله تعالی عنها فرمایي:
«رسول الله صلی الله علیه وسلم به دروژې په اخري عشره کې تل اعتکاف کاوه تر داسي چې الله تعالی خپل لورته وباله له هغه وروسته د هغه صلی الله علیه وسلم بیبیانو مبارکو د اعتکاف اهتمام کاوه.»(متفق علیه)

د مسنون اعتکاف یو ستر فضیلت داهم دی چې معتکف د لیلة القدر فضیلت په اساني سره ترلاسه کولای شي ځکه چې په اکثرو روایتونو کې راځي چې لیلة القدر د آخري عشرې په تاقو شپو کې وي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې د روژې د آخري عشرې په تاقو شپو کې لیلة القدر ولټوئ.(صحيح البخاري)

د اعتکاف مقصد

د اعتکاف مقصد دادی چې بنده د الله تعالی پر چوکاټ سر کښیږدي او د خوښئ او آرام احساس وکړي، ژبه د هغه په ذکر لنده وساتي ځکه چې بنده هر څه پرې ایښي او د همدې مقاصدو لپاره د الله تعالی په دربار کې حاضر شوی دی. باید داسي دعاګاني هم وکړي چې ای رحیم مولا! مونږ ته بخښنه وکړي تر څو چې تا راته عفوه نه وي کړې ستا له در څخه پر یوه لور نه ځم.

ځکه چې کله چې انسان له ټولو شیانو څخه خپل تعلق غوڅ کړي او د الله تعالی په در کې حاضر شي نو د هغه په نازول کېدلو کې څه تأمل کېدای شي. ای الله! زمونږ مغفرت وکړه او په ښه ډول د خپل عبادت کولو توفیق راکړه.(آمین)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د