اجرائیه ریاست له طالبانو سره د بهرنیو ډيپلوماټانو د لیدنو ملاتړ کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۲جوزا،  ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائیه ریاست وايي، که له طالبانو سره د بهرنیو ډيپلوماټانو اړیکې د افغان سولې په پروسه کې مرسته کولای شي، دوی له دې تماسونو هرکلی کوي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند «امید میثم» په دې تړا و وویل «که چېرې دا  لیدنې صادقانه او د افغان سولې په پروسه کې مرسته کوونکې وي د افغانستان حکومت هم له دې ډول لیدنو ملاتړ کوي.»

امید زیاته کړه «خو که دا ډول لیدنې د نورو هدفونو لپاره سرته رسېږي نو  بیا یې پایلې د افغانستان، سیمې او نړۍ په ګټه نه دي.»

اجرائیه ریاست په داسې وخت کې له طالبانو سره د بهرنیو ډيپلوماټانو له لیدنو هرکلی کوي چې یو شمېر حکومت پلوه شنونکي بیا له طالبانو سره د بهرنیانو لیدنې هغوی ته د مشروعیت ورکولو په معنی بولي او د ګډ حکومت لپاره یې د خطر زنګ ګڼي.

د یادو شنونکو په باور له طالبانو سره د بهرنیو ډيپلوماټانو لیدنې دا پیغام له ځانه سره لري چې نړیوالو طالبان د افغانستان د راتلونکي واکمن په حیث منلي، له همدې ځایه ده چې په مذاکراتي مېز باندې له هغوی څخه د راتلونکي افغانستان په اړه ضمانت اخلي.

د یادولو ده چې له طالبانو سره د بهرنیو ډيپلوماټانو د لیدنو په تړاو غبرګونونه داسې مهال راپورته کېږي چې په دې وروستیو کې ګڼو بهرنیو لوړپوړو ډيپلوماټانو د پلاوو په ملتیا د قطر دفتر ته مخه کړې او له طالبانو سره یې د افغان سولې په تړاو مشورې کړي.

یوازې په تېره یوه میاشت کې د جرمني،  اروپایي اتحادیې او ملګرو ملتونو ځانګړو استازو او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې له ملا برادر اخند سره لیدلي او نوموړي ته یې ډاډ ورکړی چې د افغان سولې په پروسه کې به خپل رول لوبوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

لوی څښتن سبحانه فرمايي: ﴿قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَنْ تَشَاءُ وَتَنْزِعُ الْمُلْكَ مِمَّنْ تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (26)﴾ [آل عمران : ۲۶]. ژباړه: ووايه چي:” اى الله ! او اى د ټول واک څښتنه! (ته هغه ذات يې چي) چا ته دي خوښه سي (په ځمکه کي) واک (حکومت او شتمني) وربخښې او له چا څخه چي وغواړې واک (حکومت او شتمني) اخلې او چاته چي وغواړې (په دنيا او آخرت کي) عزت ورکوې او چاته چي وغواړې خواروې يې، هر څه ښېګڼه چي ده ستا په لاس… نور لوستل »