خلیلزاد د امریکا مشرانو جرګې ته د افغان سولې د پروسې په تړاو مالومات ورکړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲غبرګولی،  ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» تېره ورځ د افغان سولې د پروسې په تړاو د امریکا د مشرانو جرګې ته مالومات ورکړل.

تر غونډې وروسته د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر «جن رچ» وویل « موږ باور لرو چې خلیلزاد په دې برخه کې پرمختګ کړی خو اصل اندېښنه داده چې څومره پرمختګ شوی او دا مذاکرات کله یوې پایلې ته رسېږي».

د رچ په وینا، هر څوک هیله لري څو دا کار ژر او په چټکۍ ترسره شي خو دا یو پېچلې موضوع ده او زه یې په اړه ښاغلی خلیلزاد هیڅ نه پوښتم.

د ډیموکراټانو له ډلې د نیو جرسي ایالت استازي «باب منډیز» وویل « د بل هر چا په څېر موږ هم غواړو خپل فوځونه له افغانستان څخه راوباسو خو دا اړینه ده چې موږ دې هدف ته څه ډول رسېدلای شو».

د امریکا مشرانو جرګې غړي داسې مهال د افغانستان د سولې په لاره د زلمي خلیلزاد مزل ته هیلمن دي چې نوموړي یوازې څو اونۍ وړاندې له طالبانو سره شپږم پړاو مذاکرات پای ته رسولي او ادعا  یې کړې چې د بهرنیو عسکرو د وتلو او له افغانستان څخه امریکا او متحدینو ته د خطر نه پېښېدلو په څېر د حیاتي موضوعاتو په برخه کې یې پرمختګ کړی او د دواړو لورو تر منځ واټن راکم شوی.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابوالوفاء
میلمه
ابوالوفاء

بس د کافرو اشغالګرو زموږ د ملي اتلانو له مرګونو ضرباتو څخه د هر څه ژر ژغورني لپاره تلوار دی او د انتظار سترګي يې څلور سوي دي او زموږ بيا زموږ له پاکي خاوري څخه د دغو کفارو او د دوی د زبونو او ټيټو ګوډاګيانو د شومو او منحوسو قدمونو د ايستلو او د جاهل او خود کش بيګانه پرست غني،خالد اودوی غوندي نورو د افغان وژنو د درېدو لپاره د انتظار سترګي څلور سوي دي. او په ګران هيواد کي د سولي او خپلواکی د زېري د اورېدو لپاره شېبې شمېري.

محمدطیب
میلمه
محمدطیب

السلام علیکم ورحمت اللہ وبرکاتہ زہ اوس ستاسو سرہ یم