امریکايي طالب له زندانه خلاصېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲غبرګولی،  ۱۳۹۸ل): جان واکر لیند، هغه امریکايي طالب چې د ۲۰۰۱ میلادي کال په وروستیو کې د نورو طالب بندیانو سره یو ځای د امریکايي ځواکونو لاسته ورغی او په شل کلن بند محکوم شو، له اوولس کاله زندان تېرولو وروسته پرېښودل کېږي.

جان واکر په امریکا کې زېږېدلی او په ۱۷ کلنۍ کې له کاتولیکي عیسویت څخه د اسلام دین ته اوښتی.

د واکرپه خبره،نوموړی یمن ته د عربي ژبې او پاکستان ته د اسلام د زده کړې لپاره تللی او تر هغه وروسته يې د طالبانو لیکو ته لار موندلې.

جان واکر په محکمه کې اعتراف کوي چې د امریکایانو په وړاندې جنګېدلی او په وینا یې نوموړي غوښتل له خپلو مسلمانو وروڼو سره مرسته وکړي خو په وینا یې، په امریکا باندې د اسامه بن لادن بریدونه د غندلو دي او دې حملو له اسلام سره هیڅ تړاو نه درلود.

له بند څخه د جان واکر خلاصېدو په امریکا کې ګڼ غبرګونونه راپارولي، د مشرانو جرګې یو شمېر غړي لا هم د جان واکر له «نظریاتو» وېره لري او د نوموړي په خلاصون باندې نیوکې کوي.

د امریکا د مشرانو جرګې یوه غړي «ریچارډ شیلبي» په دې تړاو وویل « ایا څوک دا ضمانت اخستلی شي چې واکر به له تشدد څخه لاس اخلي او عادي ژوند ته به راګرځي؟».

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابونظام خوستی
میلمه
ابونظام خوستی

چی د به چرته او کلا نیول شوی وی؟؟