د دوی ستونزه له نسیم حجازي سره نه، بلکې له مسلمانۍ سره ده

لیکنه: حمدان افغان

نسیم حجازي په ۱۹۱۴ کې د هند په پنجاب ایالت کې وزېږید او په ۱۹۹۶ کې همدا د ادب لمر په راولپنډي کې ولویدی. نسیم حجازي د ځوانۍ په عمر کې د اسلامي امت ستره غمیزه د خلافت عثماني سقوط ولېدی او د ده د ادبي سفر له عواملو څخه یوه دا غمېزه هم بللی شو.

نسیم حجازي په اردو ادب کې د تاریخي ناول لیکونکو له سر لارو شمېرل کېږي هغه د اردو ادب په نثر کې دومره مشهور او مخکښ دی لکه علامه اقبال رح چې د شعر په برخه کې کوم مقام لري.

د حجازي د قوي تخیل او انځورګر قلم برسېره د ده د ناول مواد یو هغه شی دی چې د حجازي ناولونه د سلګونو کتابتونونو او زرګونو کورنیو د الماریانو  سینکار وګرځیدل.

حجازي د اسلامي امت یوه داسې زرینه ماضي چې تر هر ډول رومانتیک او جالب فلم څخه یې اورېدل کتل او لېدل په بلها زیات خوند کوي د خپلو ناولونو موضوع او مواد  وګرځول.

خدای بښلي حجازي زموږ له حماسو او سوبو ډک همداسې زموږ د مظلومیت او مغلوبیت تاریخ په داسې انداز او میتود وړاندې کړ چې هر ځوان یې د همداسې راتلونکي جوړولو لپاره لالهانده کړ او هغه ټول اسباب او عوامل چې له امله یې اسلامي امت له هرې ناخوالې سره مخ شو ورته ګوته په ګوته وښودل.

او همدا د تاریخ لیکلو  یوه ګټه هم ده چې: ځوان نسل د خپلو اسلافو له شهامتونو، کارنامو او تېروتنو اګاه شي او هڅه وکړي چې د ماضي بریالیتوبونه یا زرینه ماضي د حال له غوښتنو سره سم تجزیه او تحلیل کړي او له اوسنیو شرایطو سره سم یې د تر لاسه کولو لپاره مټې رابډ وهي، او هغه عوامل چې له امله یې اسلامي نړۍ د زوال کندې ته راپرېوتې وسنجوي او په راتلونکي کې یې د نه کولو هوډ وکړي.

خو حجازي مرحوم د سیکولرز، د اسلامي واکمنۍ د دښمنانو او غرب ځپلي مخلوق بدي وکړه. په اردو ادب کې هم سیکولر مخلوق پر حجازي صېب نېوکې کړې او زموږ د هیواد د سیکولریزم لغړي چچوڼي هم پر حجازي مرحوم نیوکې کوي او وایې چې افراطیت او خشونت په ټولنه کې توزیع کوي ها کوي دا کوي …..

دا چې په دې وروستیو کې په فیسبوک کې د حجازي صېب ناولونه خلګو ته لېږدول پیل شو نو په دې ترڅ کې له اجمل ستانګزې ملحد رانیولې تر فیصل فاران نیشنلسټ او نورو سیکولر یا هغوی ته د نیژدي خلګو پر لیکنو او نیوکو برسېره مې د محمد یار صېب پخوانۍ بښنه هم تر سترګو شوه.

د دې خلګو کرکټر او فکر چې مطالعه کړل شي نو له حجازي صېب سره د دوی له دښمنۍ څخه د حجازي حقانیت لا په ډاګه کېږي.

دوی دعوه کوي چې د حجازي ناولونه افراطیت خپروي، د دوی له بګراونډ څخه داسې مالومېږي چې دوی افراطیت جهاد او اسلامي خلافت بولي.

نو دوی باید په دې پوه شي چې د جهاد د اوامرو او اسلامي واکمنۍ لومړۍ سرچینه قرآن ده نو آیا العیاذ بالله قرآن د افراطیت کتاب دی؟ سره له دې چې د اسلام او قران پر اعتدال الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم شاهد دی.

که د پخوانیو غزاوو او جنګونو کیسې افراطیت وي نو بخاري او ټول د احادیثو کتابونه د مغازي (د غزاوو بیانولو) باب لري او کله مو د بدر میدان ته بوزي کله مو د تبوک پر دښتو وګرځوي او کله د احد پر غره شګې ګیلوو او پورته خیژو او …… نو بیا خو باید د احادیثو کتابونه هم د افراطیت آثار وبلل شي. العیاذ بالله.

عجیبه ده هغه کیسې چې دوی یې افراطیت بولي هغو کیسو تاریخ ته تقدس وربښلی، ضیا البرني وایي چې: تاریخ یو سپیڅلی فن دی ځکه چې په تاریخ کې د انبیاوو علیهم السلام کیسې او د صحابه وو رضی الله عنهم حماسې او قربانۍ محفوظې دي.

دوی یو بل تور پر حجازي صېب دا پورې کوي چې دی د ضیاالحق یا پاکستان د کرایې لیکوال و .

دا تور یې د دې پر ځای چې حجازي مطالعه کړي په پټو سترګو د ځینو کینه ګرو او عقدیانو په تقلید پورې کړی ځکه چې حجازی مرحوم ناول لیکنه په ۱۹۳۸ کې پیل کړې او پاکستان په ۱۹۴۷ کې رامنځته شوی یوازې دوه درې ناولونه داسې شته چې تر تقسیم وروسته یې لیکلي، نو تقریبا د پاکستان تر وجود لس کاله مخکې حجازي صېب د خپل ادبي قلم څوکه لګولې.

دا چې پر سترګو یې د غرب تورې پټۍ تړلې د دوی ستونزه حجازي نه مسلماني او اسلامي واکمني ده ځکه دوی ته پر مسلمانانو د فریډنیند او کلیسا ظلمونه افراطیت نه خو د هغوی خلاف جهاد افراطیت مالومېږي. دوی ته د سند د راجه فساد او چپاول افراطیت نه خو د ځوان اتل محمد بن قاسم مبارزه افراطیت مالومېږي .دوی ته د تاتاریانو وحشت او تیری خشونت نه خو د جلال الدین خوارزمي رح جهاد ورته خشونت مالومېږي .

د دوی په نظر د هالیووډ فحش او جنګي فلمونه فساد او خشونت نه خپروي خو د حجازي مرحوم ناولونه بیا ټولنه خشونت ته سوق کوي، سره له دې چې د حجازي مرحوم ناولونه سړي ته له تاریخي خبرتیا سره سره تر هر چا او هر شي ښه د یووالي، مینې او اعتدال ساتلو درس  ورکوي، د بشریت خلاف د هر وحشت سره د مبارزې احساس سړي ته ور بښي .

د بیلګې په ډول: د محمد بن قاسم په ناول کې څومره  خواخوږي ده چې د دښمن د زخمیانو تداوي پکې کېږي ، څومره یووالی دی چې د محمد بن قاسم په لښکر کې تر مسلمانانو هندوان او سیکان ډېر دي، څومره مینه ده چې په محمد بن قاسم پسې هندوان او هندو مذهبي مشران غټې غټې اوښکې تویوي او خپله دیوتا (معبود) یې نوموي او همدا ډؤل څومره د نوښت او پر ځان د بسیا کېدلو سبق پکې پروت دی چې د محمد بن قاسم د مرګ او ژوند پریکړه کېدونکې ده خو دی د نوې ماډل منجنیق د جوړولو په نقشه او طرحه بوخت دی او څومره د مرکزیت ساتنې او اتحاد لارښوونه پکې پرته ده چې محمد بن قاسم پخپله وژنه پوخ باور  او تر شا دومره لښکر لري چې د هغه وخت د خلیفه مقابله وکړای شي خو دی له دې ټولو سره سره خلیفه ته د اطاعت سر ټیټوي او د خپل سر په بیه مرکزیت او اتحاد ساتي.

دا مې د یوه ناول ځینې پیغامونه وړاندې کړل داسې په نورو ناولونو کې په لسګونه نور مثبت او ګټور پیغامونه لري چې خدای بښلي حجازي د ناول په ژبه ځوان نسل ته وړاندې کړي دي.

له دې څخه دا مالومېږي چې حجازي ناول برای ادب نه بلکې ناول برای مقصد چې د ځوان نسل پوهول او راوېښول دي لیکلی.

له ځوانانو هیله کوم چې د حجازي مرحوم ناولونه دي ضرور مطالعه کړي او له زبیر شفیقي څخه موږ ټول د مننې لپاره هیڅ نه لرو الله تعالی دې اجر ورکړي چې پښتنو هغه زلمکیانو ته یې د حجازي ناولونه وژباړل چې اوس هم د اسلامي واکمنۍ د قیام او خلافت د احیاء لپاره فکرونه کوي .

زه یو ځل بیا وایم چې ځوان نسل باید ماضي د حال له شرایطو سره سمه تجزیه او تحلیل کړي او بیا دې د ماضي د بریاوو د لاسته راوړلو او تېروتنو د حلولو هوډ وکړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حکیمي
میلمه
حکیمي

دسپي په خله سیندنه مردارېږي حجازي صیب دې الله ج وبښي اوزه له محترم شفیقي صیب نه زیاته مننه کوم چي داسترناولونه یې پښتوژبې ته ژباړلي
ستاله لیکنې مننه

Sikandar
میلمه
Sikandar

سلام هر هغه سوک چی د نسیم حجازی پسی تور پوری کوی اصلا د ادب سپکاوی کوی له اسلامه نه خو هغوی مخکینه دشمنی کریده . زما په اند نسیم حجازی هغه ستوری ده چی د اسلامی نری هغه حقایق برسیره کریده چی دیر په اسانه توگه ماضی احوال او معلومات اخیستلی شو دوه کال کیگی زه د نسیم حجازی صاحب او زبیر شفیقی صاحب په پشتو ترجمه ناولونه لولوم زه هک حیران پاتی یم چی سوک دومره خه انداز سره د ماضی حالات بیانولی هم شی؟ خدای ج دوی ته جنت نصیب کری .تقریبا هر ناولونه ۲۰۰ صفحی نه… نور لوستل »