معترضو ښځينه نوماندانو د نه خوړلو اعتصاب ګواښ وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ولسي جرګې د بيلابيلو ولايتونو څو تنو نوماندانو وروسته له هغه د نه خوړلو اعتصاب ګواښ وکړ چې دوه ورځې وړاندې يې د اعتراض خيمه د امنيتي ځواکونو له لوري ورټوله کړل شوه.

يادې معترضې نوماندانې چې يوه مياشت وړاندې يې د اعتراض په توګه په کابل کې خيمه درولې وه دوه ورځې وړاندې د پوليسو له لوري ورټوله کړل شوه چې دوی دغه کړنه »توره کودتا وبلله« او د نه خوړلو اعتصاب ګواښ يې وکړ.

په دغو معترضو ښځينه نوماندانو کې د هلمند، کندهار، ننګرهار، میدان وردګ، پکتیا، لوګر. بغلان، تخار، بدخشان، سمنګان، هرات او کوچیانو حوزو اړوند ښځينه نومندانو نن خپل دريځ د يو پريکړه ليک په صادرولو سره اعلان کړ او ټاکنيزو ستونزو ته يې د ځانګړې محکمې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

ددې معترضو نوماندانو له ډلې څخه يې د فرزانې فرهمند په نامه يوې معترضې رسنيو ته ويلي دي چې د دوی اعتراض له تيرې يوې مياشتې راهيسې دوام لري خو پوليسو يې خيمه ورټوله کړې ده او د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ويل شوی.

د صديقې مبارز په نامه يوې بلې نوماندې بيا د ولسي جرګې ټاکنې »توره کودتا« بللې ده او ويلي يې دي چې د ولسي جرګې تيرې ټاکنې تر ټولو تورې او بدنامې ټاکنې وې او په وينا يې چې برياليو نوماندانو د خلکو په رايه نه مګر د پيسو له لارې ولسي جرګې ته لاره موندلې ده.

د يادونې وړ ده چې د ولسي جرګې ټاکنې اته مياشتې وړاندې ترسره شوې دي چې جنجالونه او لانجې يې تر اوسه دوام لري او تر اوسه پورې ددې پروسې چارې نه دي بشپړې شوي.

که څه هم شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د ولسي جرګې د نوي دور پرانيسته وشوه خو لاهم د ولسي جرګې په داخل کې د مشرۍ په سر جنجالونه او اختلافات روان دي او تر اوسه معلومه نه ده چې دا ستونزه به کله هواريږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

ستړی مه سئ خاله ګانو! د اوزګړو په ډله کی دی محسوب او محشور شم که به د ښځی د حقه حقوقو او ښځي د سپېڅلی مقام خلاف یم خو یو څو ټکی: تاسی هره یوه دومره مأیوسانه ناستی یاستی لکه د کوچانو د کډی څخه چي مثلاً کومه بُزه پاتی وی او وارخطا وارخطا دوری ایسته ګوری. شاید تاسی تر اکثرو دولتی او پارلمانی منسوبینو د پاک نیت او پاکی انګیزې درلوونکی یاستی خو هم ستاسی او هم نرانو ( البته منظور می وولسمشری او شورا او نورو حکومتی دستګاه وو ته نوماند نران دی)په وړاندی عمومی ذهنیت او… نور لوستل »