کندهار او ننګرهار کې هدفي وژنو خلک انديښمن کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د کندهار او ننګرهار ښاريان وايي چې په دې ولايتونو کې په دې وروستيو کې هدفي وژنې زياتې شوي دی چې له امله يې په خلکو کې ویره او انديښنه زياته کړې ده.

د کندهار ښار اوسېدونکي وايي چې په دې ولایت کې تر بل هر وخت هدفي وژنې زياتې شوي دي چې دې حالت د کندهار ښاريان انديښمن کړي دي او په ښار کې يې ويره خپره کړې ده.

دوی دا انديښنه په داسې حال کې ښيي چې نن ورځ هم نامعلومو وسله والو له لوري په ډزو ووژل شو او يو بل تن يې ټپي کړ.

د عبدالرحمن په نامه د کندهار ښار د ميرويس مينې يو تن اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته ويلي دي چې هره ورځ په دې ښار کې دوه يا درې هدفي وژنې کيږي چې په خلکو کې يې ويره خپره کړې ده.

هغه وايي چې د کندهار ولايت امنيتي وضعيت د ډېرې انديښنې وړ دی او امنيتي ځواکونه يې د امنيت په ساتلو کې پاتې راغلي دي.

د عبدالباري په نامه د کندهار ښار يو بل اوسېدونکی وايي چې د کندهار ښار امنيتي وضعيت دومره خراب شوی دی چې هيڅوک ځان خوندي نه احساسوي او هر چا سره هره شيبه ددې ويره وي چې وبه وژل شي.

بل لور ته په ننګرهار ولايت کې هم په دې وروستيو کې ګڼ شمير ديني عالمان او عام خلک د وسله والو له لوري په نښه شوي دي خو تر اوسه ولايتي اداره ددې ولايت د امنيت په کنټرول کې پاتې راغلې ده.

د ننګرهار ښار اوسېدونکي وايي چې په ښار کې د ډار او ويرې احساس کوي او هره شيبه د يوې نوې امنيتي پيښې د رامنځته کېدو ويره وي.

همدا نن ورځ هم د ننګرهار ښار سباوون مارکېټ مالک د خپل مارکېټ له مخې د معلومو وسله والو له لوري تښتول شوی دی.

د يادونې وړ ده چې يواځې د کندهار او ننګرهار ولايتونو خراب امنيتي وضعيت نه دی چې د يادو ولايتونو ښاريان ورڅخه شکايت کوي مګر په دې وروستيو کې د افغانستان له بيلابيلو ولایتونو او ښارونو څخه د نا امنۍ خبرونه ورکول کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د