کندز کې يو نظامي افسر ځانوژنه کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان په شمالي ولايت کندز کې يو تن نظامي افسر ځانوژنه کړې ده.

د کندز ولايت ۲۱۷ پامير قول اردو يو تن مسؤل افغان اسلامي اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي دي چې ياد افسر له تيرې څه مودې راهيسې د پامير قول اردو په توقيف خونه کې د ولسي وګړو د وژنو او وسلو د ورکېدو په تور بندي و چې له خپل ژونده يې لاس وينځلی دی.

سرچينه زياتوي چې ياد نظامي افسر د بريد مل په رتبه دنده ترسره کوله او د خپلو جرمونو له امله تر تحقيقاتو لاندې و چې تيره شپه يې ځان زندۍ کړی دی او وژل شوی.

بل لور ته طالبانو د کندز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې د بهادر خان په نامه د اربکيانو په يوه پوسته بريد کړی دی چې په نتيجه کې يې څو تنو اربکيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده خو کره ارقام تر اوسه معلوم نه دي.

طالبانو تر اوسه د پوستې د بريد په اړه څه نه دي ويلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابوالوفاء
میلمه
ابوالوفاء

دا بريد من، يعني خورد ظابط صاحب «پک خو پک وو، څوڼور لا هم سو». يعني هم يې د ولسي بيګناه وګړو خون ور په غاړه سو او هم يې خپل خون پر غاړه واخيست. توبه الله سبحانه مودي له داسي بدمرغه حالته وساتي. زما توصيه د يوه مسلمان په حيث ددې مزدوري اردو، مزدورو پوليسو او د ملي امنيت جواسيسو ته داده چي د دې مسلمان وژونکي پردي پالو ځايونو څخه هر څه ژر راووزي. په دې کار سره به يې هم د مسلمانانو د وژلو له ډېرو لويو ګناوو څخه ځان ژغورلی وي او هم به د خپل… نور لوستل »