هرات: سيلابونو لسګونه کورونه زيانمن کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲غبرګولی، ۱۳۹۸ل): په هرات ولايت کې د وروستيو سيلابونو او ورښتونو له امله اتيا کورونه زيانمن شوي دي او تر څلور سوه زيات څاروي مړه شوي دي.

د هرات له طبيعي پيښو سره د مبارزې رئيس حميدالله شنيزي رسنیو ته ويلي دي چې تيره شپه ددې ولايت په بېلابيلو سیمو کې سخت بارانونه شوي دي چې له امله يې سيلابونه راوتلي او خلکو ته يې مالي او ځاني زيان اړولی دی.

هغه وايي چې ددې ولايت د اوبه ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سيلابونو له امله اتيا کورونه نړېدلي دي يو تن وژل شوی او دوه نور تري تم دي او همد راز تر ۴۵۰ پورې څاروي اوبو وړي دي.

که څه هم تر دې وړاندې په دې ولايت کې د سيلابونو له امله د نهو تنو د وژل کېدو خبرونه ورکړل شوي وو خو نوموړي دا راپورونه ناسم وبلل.

بل لورته د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد هم ويلي دي چې د اوبه ولسوالۍ په سرپل او دینو سيمو کې د ورښتونو او سيلابونو له امله خلکو ته مالي او ځاني زيان اوښتي دی او د زيانمنو شويو سيمو سروې پيل شوې ده.

فرهاد ويلي دي چې تر اوسه د تلفاتو کره معلومات نشته خو له پلټنو وروسته به معلومه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هوا پيژندنې ادارې د غبرګولي د مياشتې له لومړۍ نيټې څخه د هيواد په نهه ويشتو ولایتونو کې د ورښتونو او سيلابونو د راوتلو وړاندوينه کړې وه او خلکو ته يې د احتياطي تدابيرو د نيولو خبر ورکړی و.

د يادونې وړ ده چې سږ کال افغانستان کې د تيرو کلونو په نسبت ډېر ورښتونه وشول چې له امله يې په بيلابيلو سيمو کې ګڼو خلکو ته مالي او ځاني زيانونه واړول.

که څه هم سږنيو ورښتونو ډېر مالي او ځاني زيانونه درلودل خو بيا هم کروندګر خوښ دی چې راتلونکی کرنيز کال به يې حاصل خيز وي او تر ډېره به د وچکالۍ انديښنه له منځه تللې وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د