سبا د افغانستان او پاکستان ترمنځ کرېکټ سيالۍ ترسره کيږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): ټاکل شوې ده چې سبا د جمعې په ورځ په ۲۴مه نېټه د افغانستان او پاکستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ تمريناتي سيالۍ د افغانستان پر وخت په «۲» بجې ترسره کيږي.

د افغانستان او پاکستان سیالۍ چې له اوږدې مودې راهیسې ورته انتظار کیده، د نړیوال جام وارم اپ warm up یا په اصطلاح تمریناتي سیالۍ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

د افغانستان کرېکټ لوبډله له ایرلینډ څخه نن د پنجشنبې په ورځ انګلستان ته ورسیده، همدا ډول د پاکستان لوبډله له تېرو څو اوونیو راهیسې په انګلستان کې میشت ده.

که څه هم نړیوالې لوبډلې په نړیوال جام کې له افغانستان څخه ویره لري خو دا تمریناتي سیالۍ ګټل به ددوی پر مورال خورا مثبت اثر وکړي او د نورو لوبډلو لپاره به د خطر زنګ وي.

د ویسټ انډیز لوبډلمشر جیسن هولډر ویلي دي چې ددوی یو له هدفونو څخه د افغانستان ماتول دي، همدا ډول د هند لوبډلمشر ویلي دي چې د هرې لوبډلې پر وړاندې یې د ماتې خطر شته نو په پوره کوښښ به سیالۍ ترسره کوي.

له یوې مخې پاکستان لوبډلې د انګلستان پر وړاندې پنځه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړې چې په یوه کې یې هم بریا خپله نه کړه، دوی به له دغې فشار سره د افغان لوبډلې پر وړاندې مخ کیږي، له بل پلوه افغانستان په دوه یو ورځنیو سیالیو کې د ایرلینډ سره سیریز په ۱-۱ مساوي کړ.

د افغانستان او پاکستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ تېر وار یو ورځنۍ سیالۍ په اسیا جام کې ترسره شوې چې له سختې سیالۍ وروسته پاکستان په وروستي اور کې افغانستان ته ماتې ورکړې وه.

د یادونې ده چې افغان لوبډله به د نړیوال جام دوه تمریناتي سیالۍ ترسره کوي چې یوه یې سبا د جمعې په ورځ او دویمه به یې د انګلستان پر وړاندې د دوشنبې په ورځ ترسره کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د