
د هند د ولسي جرګې ټاکنې؛ مودي وار له مخه د خپل ګوند بریا اعلان کړې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د هندوستان د ولسي جرګې ټاکنې چې د نړۍ په کچه تر ټولو لويې او اوږدې ټاکنې بلل کېږي د تېرې یکشنې په ورځ یې د رایې اچونې بهیر پای ته ورسید.
دغه ټاکنې چې په تېره اپریل میاشت کې یې د رایې اچونې بهیر پیل شوی وو، د هند د ۶۷۰ سیاسي ډلو له منځه ۸۰۰۰ کسان ورته نوماندان وو.
د ټاکنو د کمېسیون له لوري د خپرو شویو شمېرو په اساس د اوسني لومړي وزیر ګوند «بې جې پي»د نورو ګوندونو په پرتله مخکښ دی او په هند کې د حکومت جوړولو وړتیا لري.
د هندوستان ولسي جرګه ۵۴۳ څوکۍ لري او هر ګوند که له یادې شمېرې څخه ۲۷۲ څوکۍ وګټي، کولای شي په هند کې حکومت تشکیل کړي.
د ټاکنو د کمېسیون د څرګندونو په اساس، «بي جي پي» ګوندپه ټاکنو کې تر نورو وړاندې دی او تر دې دمه یې ۳۰۰ څوکۍ ګټلې چې په بنسټ یې ددې ګوند د بریا وړاندوینه کېدای شي.
له ګڼو هیوادونو څخه سیاستوالو او چارواکو د هند لومړي وزیر ته ددې بریا مبارکي ویلې، د ګډ حکومت مشر «محمد اشرف غني» هم په یوه ټویټ کې نوموړي ته د بریا تر څنګ له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړې.
Congratulations to PM @narendramodi on a strong mandate from the people of India. The government and the people of Afghanistan look forward to expanding cooperation between our two democracies in pursuit of regional cooperation, peace and prosperity for all of South Asia.
— Ashraf Ghani (@ashrafghani) May 23, 2019
په افغانستان سربېره د پاکستان لومړي وزیر هم د یوه پیغام له لارې نریندرا مودي ته د بریا مبارکي ورکړې او د جنوبي اسیا د امن او پرمختګ په برخه کې یې له نوموړي سره د ګډ کار هیله څرګنده کړې.
انتخابات میں بھارتیہ جنتا پارٹی اور اتحادیوں کی کامیابی پر میں وزیراعظم نریندرا مودی کو مبارکباد پیش کرتا ہوں اور جنوبی ایشیاء میں امن اور خطے کی ترقی و خوشحالی کیلئے ان کے ساتھ کام کرنے کیلئے پرامید ہوں۔
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) May 23, 2019
نریندرا مودي په هندوستان کې یو متنازع شخص بلل کېږي، نوموړی سره له دې چې د هندوستان پرمختګ ته یو ژمن کس یادېږي خو؛ قومي او مذهبي تعصبونو ته د لمن وهلو تورونه هم ورباندې لګول کېږي، د نوموړي د واک په تېره دوره کې هند مېشتو مسلمانانو ته ګڼې ستونزې راپیدا شوې چې د اپوزیسیون مشرانو یې تر ډېره تر شا د «مودي» لاس یاد کړ.