په قطر کې د فوټبال لوبغالی

فوټبال: په قطر کې د نړیوال جام لپاره د «۳۲» لوبډلو پریکړه نهایي شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د فوټبال نړیوال فدارسیون «فیفا» د راتلونکي فوټبال نړیوال جام لپاره د لوبډلو د انتخاب نهایي پریکړې اعلان وکړ.

په قطر هېواد کې د فوټبال نړیوال جام لپاره چې په ۲۰۲۲م کال کې ترسره کیږي د «۳۲» لوبډلو د لوبېدو پریکړه په میامي هېواد کې د یوې ناستې په ترڅ کې نهایي شوه.

د فوټبال نړیوال جام چې تېر ۲۰۱۸م کال په روسیه کې ترسره شو- دوه دیرش لوبډلو ګډون کړی و خو له هغې وروسته له فیفا څخه غوښتنه شوې وه تر څو په راتلونکي نړیوال جام کې د ۳۲ لوبډلو پرځای ۴۸ لوبډلې ګډون وکړي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون دغه پریکړه د قطر هېواد سره مطرح کړه چې د زیاتو لوبډلو لپاره دې د ګاونډي هېوادونو په لوبغالو کې ځینې لوبې ترسره شي خو د قطر هېواد دغه پریکړه اوسني وضعیت ته په کتلو ناسمه وبلله.

فیفا وایي: «مونږ د قطر هېواد سره د لوبډلو د زیاتوالي طرحې په اړه وغږیدو، تر څو ددې لپاره په ګاونډي هېوادونو کې ځینې لوبغالي وټاکو، خو له اوږد بحث او مشورو وروسته دا پریکړه وشوه چې په اوسني وضعیت کې ددغې طرحې منل ناممکن دي».

د لوبډلو د زیاتوالي غوښتنه د اسیایي هېوادونو د زیاتوالي په خاطر شوې وه، چې د افغان لوبډلې د شاملیدو چانسونه هم لیدل کیدل، خو اوس داسې بریښي چې افغان لوبډله به له غواروي سیالیو پاتې وي.

اوس به د یادې پریکړې مطابق په قطر هېواد کې د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام د تېر په څېر پر «۳۲» لوبډلو مشتمل وي.

له هغې وروسته په ۲۰۲۶م کال کې د فوټبال نړیوال جام به په درې هېوادونو (امریکا، کاناډا او میکسیکو) کې کیږي چې په کې به د ۳۲ پرځای ۴۸ لوبډلې انتخاب شي.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۸م کال کې په روسیې هېواد کې د فوټبال نړیوال جام ترسره شو چې په کې ۳۲ لوبډلو ګډون کړی و، ددغه جام اتلولي د فرانسې هېواد ګټلي وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د