افغانستان

هند د افغان سولې په تړاو خپل دریځ بدل کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳غبرګولی،  ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت نږدې ستراتېژیک ملګر «هند» د افغان سولې په تړاو له هغه دریځ په شا شوی چې له مخې یې باید سوله د افغان حکومت په رهبري شوې وای.

د هند د بهرنیو چارو وزېرې «سوشما سواراج» نن د شانګهای په نړیوال کنفرانس کې غونډې ته د وینا په مهال وویل « هند د افغان سولې اړوند له هرې هغې پروسې ملاتړ کوي چې افغانستان د یوه  سوله ئیز، باثباته، امن، په اقتصادي  ډګر کې په ځان د بسیا او جنسیتي او بشري حقوقو ته د ژمن ملت په حیث راڅرګندوي».

د هند دا دریځ چې د بهرنیو چارو وزیرې څرګند کړ، ددې هیواد له پخواني دریځ سره رټ توپیر لري، تر دې وړاندې هند په بیا، بیا څرګنده کړې وه چې د افغان سولې اړوند یوازې له هغې پروسې ملاتړ کوي چې د افغانانو په مالکیت او د «افغان حکومت» په رهبرۍ مخ په وړاندې ولاړه شي.

هند د افغان سولې په تړاو داسې مهال په خپل دریځ کې بدلون راولي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» له طالبانو سره د شپږم پړاو مذاکراتو په منځ کې دې هیواد ته سفر وکړ او په وینا یې، هندي چارواکي یې د افغان سولې له پروسې خبر کړل.

د زلمي خلیلزاد تر سفر وروسته د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی هم دې هیواد ته ولاړ او د افغانستان د سولې په تړاو یې له هندي چارواکو سره بحثونه وکړل.

هند چې له طالبانو سره د اړیکو ښه مخینه هم نه لري  په ګاونډ کې د ګډ حکومت نږدې ملګری بلل کېږي.

لا هم څرګنده نه ده چې د افغان سولې په تړاو د هند د دریځ دا بدلون به د ګډ حکومت او هند تر منځ اړیکې ترکومه حده زیانمنې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Attajan

که هروخت زه وغواړم چه خپل هدف اومطلب ترلاسه کړم بایدموانع ایجادنه سی خپل مطلوی هدف ته په اسانی ورسیږم

Attajan

بیادڅشی باس پیل کړم

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x