د طالبانو د مذاکراتي ټیم تخنیکي ډله

مسکو له افغانستان سره د اړیکو د سلیزې لمانځغونډې ته «طالبان» هم وربللي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳غبرګولی،  ۱۳۹۸ل): تمه ده د روانې میلادي میاشتې په ۲۷ نېټه مسکو د افغانستان سره د اړیکو د سلیزې د لمانځلو په پار د یوې غونډې کوربه وي چې له افغانستان څخه په یو شمېر سیاسیونو سربېره طالبان هم ورته بلل شوي.

قطر دفتر ته یوې نږدې سرچینې «نن ټکی اسیا» ته د مسکو په راتلونکې غونډه کې د طالب استازو ګډون ومانه خو د ګډون کوونکو کسانو نومونه یې مشخص نکړل.

د مسکو او کابل تر منځ د اړیکو د سلیزې پوره کېدو ته له افغانستان څخه په یو شمېر سیاستوالو سربېره پخوانی حکومت مشر «حامد کرزی» هم بلل شوی.

حامد کرزي په همدې تړاو په خپله فسبوک پاڼه څرګنده کړې چې د روسیې سفیر ورته په مسکو کې د غونډې بلن لیک رسولی او د نوموړي له لوري په یاده غونډه کې ګډون منل شوی.

مسکو داسې مهال طالبان له حکومتي چارواکو سره یو ځای یوې غونډې ته بولي چې، له افغانستان څخه د امریکایانو د وتلو او واک ته د طالبانو د بیرته راګرځېدلو اوازې ګرمې شوې.

د شنونکو په باور، نړیوال طالبان اوس د ګډ حکومت د یوه بدیل او د افغانستان د راتلونکي واکمن په حیث پېژني نو له همدې امله هڅه کوي له هغوی سره اړیکې ورغوي او د افغانستان په اړه خپلې اندېښنې ورسره شریکې کړي.

په واشنګټن کې مېشت د سیاسي چارو کار پوه «وحید فقیري»، له طالبانو سره د نړیوالو راشه درشه او تودې اړیکې د ګډ حکومت لپاره د خطر زنګ او په سیاسي ډکر کې د حکومت په تابوت د وروستیو مېخونو ټک وهل بولي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د