عطانور: د ولسي جرګې د نوي رئيس مير رحمان رحماني کلک ملاتړی یم

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۳، ۱۳۹۸ل): د بلخ پخوانی والی او د جمعیت ګوند اجرائیه مشر عطامحمد نور ویلي چې میررحمان رحماني د ولسي جرګې قانوني مشر ګڼي او په تمامه مانا به یې ننګه کوي.

نوموړي تېره شپه د یو ویډیویي پیغام له لاري چې پرخپله فیسبوک پاڼه یې هم خپور کړی؛ وویل، رحماني د ولسي جرګي په ټاکنو کې ۱+۵۰ رایو اخیستلو سره د ټولو نوماندانو نه مخکي و، په دې توګه هغه د جرګي منتخب رئیس شو.

عطانور زیاته کړي، هیڅ چا ته به اجازه ورنکړي چې د پارلمان دننه، له بدماشي او زورواکي څخه کار واخلي، د ده په وینا د جرګې په دننه کې یو څلور پنځه تنه متعصبین او ځان غوښتونکي شته چې غواړي خپله رایه په زور پرخلکو وتپي. د ده په خبره، هیڅکله به هغوی ونه توانیږي.

په دغه ویډیویی پیغام کې عطانور د ارګ په وړاندي هم ګواښ کړی چې د غبرګولي له لومړۍ نیټې وروسته د ملي وحدت حکومت مشروعیت ختم شوی؛ که چیري غني واک پرنږدي، نو له وړوکي اختر وروسته به یې په وړاندي په ټول هیواد کې پراخ لاریونونه پیل کړي، او د ولسمشرۍ ماڼۍ دروازې به وتړي.

د یادوني ده چې د ولسي جرګې لپاره د رئیس د ټاکلو پر سر جنجال په څلورمه ورځ هم حل نه شو او د پنجشنبې په ورځ د جرګې فوق العاده ناسته بې پایلې پای ته ورسېده.

بی بی سی ته د جرګې ځینو استاځو ویلي چې په دې اړه به د راتلونکي شنبې په ورځ بیا ځل بحث کیږي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابوالوفاء
میلمه
ابوالوفاء

زه دې لاپوک ته اريان يم چي ځنګه نه شرميږي پرله پسې دغسي بې خلطې فيرونه کوي او هيڅ اغېز هم نه ښندي. دی خو اوس هيڅ واک اختيار نه لري، نه سر پياز دی، نه تيه پياز . هو ، صرف په خپلو د غلا په پيسو غره دی.
ارمان چي ماته خدای (ج) واک راکړی وای چي ما د ده او د ده غوندي نورو غلو توري څنګه باد – باد کولې !

ممحمد نبی
میلمه
ممحمد نبی

داخوکومه نوی خبره نده ګلمرجان یی همیشه اوهر څه نه منی.اودا هم واضحه ده چه دستاسی لخوا سازمان کیږی.ځکه هر څه خپل میراث ګڼئ