
عبدالله عبدالله: د ملي یووالي حکومت موده پای ته رسیدلې
نن ټکی اسیا (جمعه، ۳غبرګولي، ۱۳۹۸ل): د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم په یوه اعلامیه کې ویلي، اصولاً د ملي یووالي حکومت د کار موده ختمه شوې، د دوام په اړه یې بحث ته اړتیا ده.
په اعلامیه کې راغلي، که څه هم د ملي یووالی حکومت د یوې سیاسي هوکړې پر بنسټ رامنځته شوی، خو دا هم ښکاره خبره ده چې د حکومت د کار د دوام په اړه آساسي قانون بشپړ صراحت لري.
د اعلامیې په وینا، پرخپل وخت د ټاکنو نه ترسره کېدو او د حکومت د کار دوام له یوې خوا د خلکو په ذهنونو کې پوښتنې را ولاړې کړې او له بله اړخه یې د نوماندانو، سیاسي احزابو او رهبرانو تر منځ اختلافات رامنځته کړي دي ،چې دا کار د سیاسي ګډوډۍ لامل کېدلی شي.
د ثبات او همپالنې ټیم په دغه اعلامیه کې پر نوماندانو ږغ کړی چې د موجوده حکومت د کار د دوام په اړه تفاهم ته کښیني، په وینا یې ترڅو د نظر دا اختلافات د هیواد پر سیاسي ثبات بدي اغیزي ونکړي.
د یادوني وړ ده چې د غبرګولي له لومړۍ نیټې نه وروسته د ملي یووالي حکومت موده پای ته رسیدلې، نوماندانو او سیاسي احزابو پر حکومت ږغ کړی چې نور څوکۍ پریږدي او واک منځ مهاله حکومت ته وسپاري.
تر دې وړاندي ارګ هڅه کړې وه چې د خپل کار موده د ستري محکمې له لاري وغځوي، چې دغه کار یې د نوماندانو او په غیر رسمي سیاسي اپوزیسیون کې را ټاله، ګوندونو سخته غصه را پارولي، دا چاره یې ناقانونه ګڼلې وه او ګواښونه کوي چې که حکومت بیا هم کار ته دوام ورکړي، نو په وړاندي به یې له هر ډول آپشن څخه کار واخلي.
له همدې امله د غبرګولي له لومړۍ نیټې نه د کابل ښار ځیني برخي د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په خپل واک کې اخیستې، د ولسي خلکو پرمخ یې د تګ راتګ یو شمېر لویې لاري تړلي، د دوی په وینا ترڅو د احتمالي ګډوډۍ مخه ډب شي.