فیسبوک تر درې ملیاردو زیات جعلي اکاونټونو بندولو ادعا کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې پاڼې فیسبوک یوازې د روان ۲۰۱۹م کال په لومړیو درې میاشتو کې تر ۲ ملیارده زیات جعلي اکاونټونه بند کړي دي.

د فیسبوک لخوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي دي چې د ۲۰۱۸م کال په وروستیو درې میاشتو کې یې یو ملیارد او ۲۰۰ ملیونه، او د ۲۰۱۹م کال په لومړیو درې میاشتو کې یې ۲ ملیارده او ۱۹۰ ملیونه چې په مجموعي ډول ۳ ملیارده او ۳۹۰ ملیونه کیږي- جعلي اکاونټونه حذف کړي دي.

د فیسبوک لخوا دغه شمېرې حیرانونکې بلل شوي ځکه چې د فیسبوک د مارچ میاشتې فعالو کاروونکو شمېره ۲ ملیارده او  ۳۸۰ ملیونه ده، او له ۲۰۰۸م کال څخه تر ۲۰۱۸م کال پورې یې میاشتني کاروونکي ۲ ملیارده او ۲۲۰ ملیونه دي.

د فیسبوک لخوا په یاده شمېره کې یې زیات اکاونټونه سپیم شوي، په جنسي فعالیتونو کې ښکیل، نفرت پاروونکي بیانونه، ملنډې وهونکي او ځورونکي، تاو تریخوالي خپرونکي، مخدره موادو تنظیموونکي، ترورستي پروپاګند کونکي (داعش، القاعده او همکاران یې)، همدا ډول د ماشومانو څخه په جنسي ډول ګټه اخیستونکي شامل دي.

فیسبوک زیاته کړې ده چې د اکاونټ په بندولو کې یې له درې لارو کار اخیستی دی، لومړی: اکاونټ د جوړولو پرمهال بلاکوي، دویم: فیسبوک ته د داخلیدو پرمهال یې اکاونټ حذفوي او دریم دا چې پر فیسبوک فعاله اکاونټ هم له منځه وړي.

د یادونې ده چې فیسبوک څو ورځې د مخه اعلان کړی و چې پر فیسبوک د ژوندۍ بڼې ویډیو خپرولو د اصولو په نه مراعاتولو کې به کاروونکی لومړی له ژوندۍ خپرونې بې برخې شي او په تکرار سره به یې اکاونټ هم له منځه ولاړ شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د